ټکنالوژي

د ټيکنالوژۍ زيانونه (۱)برخه

محمد عبدالله

د وروستیو پېړيو بدلونونه او د انسانانو او نورو مخلوقاتو پر ژوند يې منفي اغېزې.

ټکنالوژي او عصري صنايعو؛ د انسانانو ژوند ډېر اغېزمن کړی، په ځانګړي توګه په اتلسمه پېړۍ کې د صنعتي انقلاب له پيل وروسته چې کوم اختراعات منځ ته راغلي، د هغه الهي قوانينو د ګډوډۍ لامل ګرځيدلي؛ کوم چې الله تعالی د مخلوقاتو د ژوندانه پرمختګ لپاره وضع کړي دي.

د انسانانو او ټولو موجوداتو په خلقت او طبيعت کې د بدلون راتلو په وجه؛ د هغه څيزونو خوځښت او توقف زیانمن شوی؛ کوم چې د انسانانو، حيواناتو او نباتاتو د چاپيريال د ساتلو لپاره تيار شوي دي، چې دا يو نه جبرانېدوکی زيان دی.

همداراز ټکنالوژي او عصري صنايع د اوبو او هوا د ککړتيا لامل شوي. د کيمياوي کارخانو، د موټر جوړلو کارخانو او نورو ماشين آلاتو څخه چې کوم ګازات او زهريله مواد راوځي؛ د اوبو او هوا د ککړتيا لامل ګرځي، حال دا چې اوبه د الله تعالی د لويو نعمتونو څخه دي چې د هغه پرته انساني، حيواني او نباتي ژوند د جدي ګواښ سره مخامخ کېدلای شي.

همدا راز د غوړو او تېلو په لاسته راوړلو کې چې شرکتونه کوم کيمياوي او زهريله مواد کاروي او کوم اضافي مواد چې د دې په نتيجه کې را منځته کېږي؛ دا ټول د سمندر له اوبو سره يو ځای کيږي او په پای کې هغه مخلوقات چې ژوند يې په بحرونو او سيندونو پورې تړلی؛ له هلاکت سره مخامخ کوي. همدا راز ټکنالوژي او عصري صنايع د هغې هوا چې انسان يې تنفس کوي د ککړېدو لامل شوې، په زهريله ګازاتو دغه ککړه هوا چې د انساني کړنو په نتيجه کې رامنځته شوې؛ ډېرې ناروغۍ يې پيدا کړي چې د وچې حيواناتو او انسانانو ژوند يې له ګواښ سره مخ کړی دی.

همدا راز عصري ټکنالوژۍ د آسمان ځينې برخې زيانمنې کړي؛ چې د اوزون طبقې (ozone layer) په نوم يادېږي، کوم چې د ځمکې لپاره د حفاظتي پوښ حيثيت لري.

ټول برقي آلات او د ژوند عصري تګلاره چې دجال، د هغه پيروانو او د انسانانو شيطاني ډلو ښايسته کړې؛ دا هغه اسباب دي چې له امله يې مرضونه او وباګانې، سيلابونه، طوفانونه او شديدې زلزلې را منځته کېږي او د دنيا ټول نظام خرابوي. ځمکه، آسمان، وچه، لمده، حيوان او نبات د يو جسد مثال لري؛ چې ټول يو له بل سره تړلي او يو پر بل اغېز لري، او د ځينو د خرابېدو په صورت کې نور هم خراب او يا له منځه ځي. کله چې انسان طبيعي او فطري ژوند ونلري؛ نو د مختلفو ناروغيو ښکار کيږي؛ او کله ناکله د هلاکت لامل هم ګرځي.. د مثال په توګه که انسان خپل بدن ته د سګرټ لوګی او يا نور ضرري شيان داخل کړي؛ د وخت په تېرېدو يې بدن په لويو مرضونو اخته کيږي؛ او يا همدا راز خپل ځان اور ته واچوي، يا ځان په اوبو کې ډوب کړي، -طبعا بايد داسې ونکړي؛ ځکه دا يې د فطرت سره مخالفې کړنې دي-. نو هر کله چې داسې مخالف حرکتونه کوي د هلاکت او تباهۍ سره مخ کيږي. همدارنګه شراب، نور ضرري شيان او يا نشه يې توکي چې د انسان صحت ته يې تر ګټې تاوان ډېر وي، نو بايد د سالم فطرت سره سم له غیر فطري کارونو ډډه وشي.

که چېرې اوسنۍ زمانې ته چې موږ پکې ژوند کوو؛ ځير شو، او دغه زمانه د مخکنيو زمانو سره پرتله کړو، نو څرګنده به شي زموږ عصر د تيرو ټولو عصرونو سره چې مخکنيو نسلونو پکې ژوند کاوه؛ ډېر توپير لري، په ځانګړي توګه د ټکنالوژۍ، صنعت او د ساينس انقلابي دور چې په تاريخ کې مخينه نلري، په نني عصر کې ډېر وخت خلک په ټکنالوژۍ او مصنوعاتو تکيه کوي؛ چې په مخکنيو عصرونو کې داسې نه وه.

د څو پېړيو را پدېخوا، په ځانګړي توګه د امريکا له کشف وروسته او د ۱۵مې ميلادي پېړۍ څخه تر ۱۸مې ميلادي پېړۍ پورې د ځينو ټاپووزمو د کشفېدو او تر ننه پورې؛ خلک پدې فکر دي چې د کاميابۍ لاره ټکنالوژي او عصري صنايع دي، او د انسان د نجات يواځينۍ لار د ماشين آلاتو اختراع ده او د تيرو پيړيو وګړي چې طبيعي او فطري ژوند يې درلود او د عصري ټکنالوژۍ څخه بې برخې وو؛ بدبخته او پاتې خلک وو. حال دا چې دا يو ناسم فکر دی؛ چې په راتلونکو مخونو کې به يې د پرېکنده دلايلو په رڼا کې ثابته کړو، خاصتاً هغوی چې ځانونه روشنفکره نوموي؛ چې د شيطاني، دجالي او انسان دښمنه ډلو د تبليغاتو تر اغېز لاندې راغلي او د حقيقت څخه يې سترګې پټي کړي، پدې فکر دي چې دا د تورتم، ناپوهۍ وحشت او د ترهګرۍ عصر؛ د روشنفکرۍ، ترقۍ او پرمختګ عصر دی، او وايي چې شلمه او يويشتمه پېړۍ د پرمختګونو پېړۍ دي. نو زه ټولو ته بلنه ورکوم چې دا کتاب په پوره دقت، پراخه سينه او پرته له تعصب ولولي تر څو ورته د دغه عصر حقيقت څرګند شي…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد عبدالله

د نن آسيا له محترمى ادارى څخه يوه نړى مننه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx