ټولنیزه برخه

حافظه او معده

مولوي کريم الله کامران

په وړوکوالي کې مې اوريدلي دي، چې انسان کې دوه شيان د پوکاڼۍ په څېر دي، چې څومره يې پوکې، هغومره غټيږي، هغو دوو شيانو کې يو يې معنوي دی، چې عبارت ترې حافظه ده او دوهم يې مادې دی، چې عبارت ترې معده ده.

واقعا همداسې ده، انسان چې څومره خبرې او يا درسونه يادوي، هغومره يې حافظه قوي کيږي او وسعت ترلاسه کوي، همداسې انسان چې يوه ورځ د خپلې اندازې زيات خوراک وکړي، دوهمه ورځ به حتماً هغومره خوراک کوي او په دې سره یې ورځ تربلي معده پړسيږي.

خو په معده او حافظه کې نه د دواړو پړسېدل او وسيع کېدل ګټور او مفېد دي او نه د دواړو پر خپل ځای ولاړ پاته کېدل ګټور او مفيد دي، بلکې حافظه بايد وسيع او پراخه شي او معده بايد پر خپل ځای رکود ولري، له پړسېدلو څخه يې په کلکه ډډه وشي.

ځکه د حافظې وسعت د انسان د نېکبختۍ او ښېرازۍ علامه ده، چې په بېلابېلو ځايونو کې انسان له افتونو او خطرونو څخه ژغوري، حافظه د انسان د پوهې، فکر او پرمختګ هغه سر چينه ده، چې له دې پرته انسان له هر څه بې برخې ګڼل کېدلی شي.

او برعکس د معدې پړسېدل د انساني ژوند لپاره ډېر خطرناک دي، د معدې پړسېدل د ډول ډول رنځونو، مرضونو او مشکلاتو مور ده، چې له امله يې انسان ناپوه، تنبل او بې فکره پاته کيږي، آن د دنيا او اخرت نقصانات او تاوانونه يې پر اوږو بارېدلی شي.

خو په تأسف سره د نړۍ د ځينو نورو څيزونو په څېر دلته هم انسانان د خپلې ګټې او فايدې پر ځای پر خپل تاوان او نقصان حملې ور وهي، پر ځای د دې چې حافظې ته قوت وبښې، د معدې د پړسولو لاره يې نيولې ده، ورځ تربلې يې حافظه کمزورې کيږي او معده يې پړسيږي.

همدغه ستر لامل دی، چې په معاصره نړۍ کې انسانان د داسې مرضونو ښکار دي، چې پخوانيو يې تصور لا هم نه و کړی، د معدې درد خو اوس د عامو مرضونو څخه دی، چې اويا سلنه انسانان پرې اخته دي، معده چې پخوانيو بيخي نه پيژندله، اوس يې لوی او کم دواړه له درده کړيږي او د حافظې په باب به د صحابه کرامو تاريخ درته يادوي، چې د حافظې کيسو ته يې انسان ځير شي، بيخي حس يې کار پريږدي، ځکه هغوی د اوسني وخت په څېر د ډير خوراک عادي نه وو او د حفظ قوه يې د کوښـښونو له امله قوي وه، په معاصره نړۍ کې خو د خلکو د سستۍ او کهالۍ کيسه تر دې ځايه رارسېدلې ده، چې د خپل فرضي لمانځه لپاره يو سورت نه شي حفظ کولی، يوازې يې د نيکه او انا د وخت لس سورته ياد وي، ان ځينې يې دومره لټان او تنبلان وي، چې يوازې د قل هوالله (سورة اخلاص) يې ياد وي او د هرې ورځې د پنځو لمونځونو په هر رکعت کې قل هوالله شريفه وايې او بس.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد عبدالله

آخرنى قرنونو كى له صنعتى انقلاب نه وروسته د پرمختگ په نوم تول خوراكونه غير طبعى او كيمياوى شوى دى ، چى له شدو نيولى تر غوخى هگيو سبزيجات او ميوه جات غله جات تول فارمى او خپل اصلى كيفيت له لاسه وركرى دى چى د كميت له آرخه دير اما كيفيت يى خراب او د معدى په شمول تول وجود ته زيان رسونكى شو همدا رنگه د چكلو اوبه او تنفسى هوا په ذهرى گازاتو او موادو ككر شو چى ددماغ په شمول د زره او نورو اعضاوو كمزورى باعث وگرزيدل ، همداسى د برقى او ديجيتال آلاتو استعمال… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx