نظــر

د ازادۍ په نوم رسنۍ د شیطانانو مور ده

امین وردګ

د آزادۍ په نوم رسنۍ (د امریکا پر افغان ولس) له وحشي یرغل سره یو ځای راښکاره شوه.
یاده رسنۍ ټول وخت د ازادیو نقد کوي او تل یو طرفه اخبار خپروي.
تاسو د دغې رسنۍ راپورونه له واقعتونو سره پرتله کړئ! تعصب او له حقیقت نه لیرې قضاوت به یې سم دم درته جوت شي.

دا رسنۍ ټول وخت فقط له غربي طرحو څخه تقلید کوي او په اسلامي ټولنو کې د هغوی شوم افکار خپروي، د خلکو فکري آزادۍ ترې اخلي او آرام زړونه یې ور ناقراره کوي.
دوی تل دروغ ویلي، دروغ به وایي؛ خو د ریښتیا په جامو کې یې نغاړي.

دوی د آزادۍ په نوم ریښتینې آزادي سلبوي.
تېر شل کاله یې زموږ په ګران هېواد کې غربي وحشت ته د جواز لایسنسونه جوړول او د حقپرستو او آزادي غوښتونکو حرکات به یې د انساني او بشري ناورین ستر لاملونه ګڼل او ضمناً به یې د یرغلګرو هر ډول وحشتونه پټوول هم ، چې ځینې وختونه خو به يې آن د هغوی ظالمانه کړنې هم پر افغان مبارزینو ور اچولې! لکه: په ښاري ګڼه ګوڼه، یا جوماتونو کې چاودنې، همدا راز د ډرون مخفیانه ګذارونه پر ښارمېشتو مظلومانو باندې…

دغه رسنۍ سخته وشرمېده! خو پر ځان یې نه وروړي او د یوې کمچینۍ په توګه لاهم فعالیت کوي.
تاسو یې اخبار تعقیب کړئ! ایله بیله ۲۰ په سل کې ریښتیا ووايي؛ نور ټول دروغ دي.
زه په زغرده وایم! چې دغه رسنۍ د شیطان مور ده او شیطانان زیږوي.
د شیطانانو کور یې بولم، چې شیطانان پکې اوسیږي.

زه هېڅکله هم پرته له ژور تحقیق څخه قضاوت نه کوم! ځکه خو مې په تېرو شلو کلونو کې د دغې رسنۍ په هکله دا لومړی ځل دی چې غږ پورته کوم او د ابلیس ظالمه حربه یې بولم.
دا رسنۍ یوازې هغه څه خپروي چې د مسلمانانو زړونه وداغي او غربي شیاطین خوشاله کړي.
زه بیا هم دا خبره کوم، چې د ناټو د یرغلېزې قافلې تر ټولو مهمه حربه همدغه رزیله رسنۍ ده.
حیران په دې یم! چې دا کارمندان یې ولې په دومره لوړه سطحه دروغو نه شرمیږي او ولې دا احساس نه کوي؛ چې پر دروغو یې اوس بیخي ډېر خلک پوه دي.

له ټولو مبارزو مسلمانانو څخه په کلکه غوښتنه کوم؛ چې دغه ستره شیطانه او پکې ناست شیاطین وپېژنئ او په دروغو یې مه غولېږئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx