ادبي لیکني

دوه دېرشمه خونه «لنډه کيسه»

وقار ابراهیمي

د اوسپنې دروازې زنګا شوه، په اوږد دهلېز کې د بوټونو ټکا خته، د دروازې زنځير تر ډېره ټالۍ وهلې، تیاره وه د را روان پوځي څېره سمه نه ښکارېده.

وړاندې لاړ، د زندان ساتونکي د بوټو د غږ په ټکا سر وخوځېد، له مېز څخه یې سر پورته کړ، د دروازې په لور یې سترګې نیولې وې.
سلامي یې وکړه.
_ قومندان صېب ته؟
_جماله ویښ یې؟
هو صېب دنده ده، څه وکړو.
قومندان له جمال څخه مخ وګرځولو، وړاندې د زاندان په خونې یې سترګې وګنډلې، د خونې په بانديني دېوال د دوه دېرش شمېره لیکل شوې وه، د دروازې پورې اچول شوي ژېړ لوي قلف له ورایه ځلا کوله.

جمال ته یې مخ ور واړاوه.
_جماله هغه به وېښ وي؟
_صېب لکه هغه څوک؟
_هغه دوه دېرش شمېره خونه کې چې دي.
جمال یوه شېبه له خوبه ډکې سترګې سره وموښلې.
بیا یې وویل:
_تر دوولسو بجو پورې خو وېښ وو، ستا له راتګ نه ساعت وړاندې ورغلم، په ناستي ویده وو.
قومندان په دېوال کې راځوړند ساعت ته وکتل، شل کم درې وې.
جمال قومندان ته ور نږدې شو.
په ورو یې وویل:
قومندان صېب، ځواني يې ده، لس کاله په دومره کوچني جرم ظلم نه دی؟
قومندان له تورو پلنو بریتو لاندې سره مسک شو.
_ زه هم حیران یم، باور مې نه کېږي، چې ده به خپله میرمن وژلې وې.
شېبه چوپتیا خپره وه.
ناڅاپه جمال وویل:
_ صېب که ستا خوښه وي، زه به ویده شم، سهار ته هم لږ وخت پاتې دي.
قومندان د هو په بڼه سر وخوځولو.
وړاندې د دوه دېرشمې خونې په لور روان شو، په وروسېدو سره یوه شېبه ودرېد.
له دروازې یې ځوان ته کتل، ځوان په اوږده چوکۍ ناست سر د ځنګنو په منځ کې ايښی و، د جمال خبره ور په زړه شوه، تر اوسه یې سر په زنګنو کې اېښي و.
ناڅاپه د قومندان څېره جدې شوه، ځوان ته یې کتل.
په لوړ غږ یې وویل:
_ هله جماله ژر راشه.
د ځوان له پښو څاڅکي څاڅکي وينه بهېده، لاندې په ځمکه د ښیښې کوچنۍ ټوټه ښکارېده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx