
شعـــــرونه
زړۀ مې بې برخې ستا له مینې نه دلبره مه شه
شعيب شهامت
زړۀ مې بې برخې ستا له مینې نه دلبره مه شه
نصیب مې کم دا ستا له دره، د زړۀ سره مه شه
“بې له تاهیڅ یم “دافِقره هیڅ بې ارزښته مشه
“په تا نازیږم ” دا جمله مې بې باوره مه شه
تا ته لیـږلې سلامونـه مې منظور پر تا شه
پر تا ویلې مې درُودونــه بې اثـــره مه شه
ستا په سپیڅلې وفا شکر باوري زړۀ لرم
نظر مې لري ستا د مینې له نظره مه شه
ژوندون مې پاته ستا دعشق له خوږ ثمره مه شه
بې خواږه درده ستا د هجر له ګوهره مه شه
اې! د سپیڅلي او مؤمن عشق د ایمان یقینه
خوار شهامت شعیب محروم دې له کوثره مه شه
شعیب شهامت