افغانستان

روسيې په مسکو کې د افغانستان سفارت ته د نويو ديپلوماتانو له معرفي کيدو سره موافقه کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ٢١ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د روسیې د ولسمشر خاص استازی ضمیر کابلوف وايي، هیواد یې د افغان چارواکو هغه غوښتنه منلې چې له مخې به یې په مسکو کې د افغانستان سفارت ته څو تنه نوي دپلوماتان استوي.

ضمير کابلوف له يوې رسنۍ سره په مرکه کې ويلي دي چې د افغان حکومت له خوا د نويو ديپلوماتانو معرفي کول او مسکو ته ليږل د افغانستان داخلي مسئله ده او روسيه د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه نه کوي.

ښاغلي کابلوف زياته کړې چې افغان حکومت په مسکو کې د افغانستان سفير د لري کيدو پلان نه لري خو له روسیې يې غوښتنه کړې چې دوه درې ديپلوماتان قبول کړي.

د يادونې وړ ده چې افغان حکومت تر دې وړاندې چين، قطر او پاکستان ته ديپلوماتان معرفي کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت سرچينې وايي چې افغان حکومت به نيږدې وخت کې د مرکزي اسیا ځينو هيوادونو ته هم نوي ديپلوماتان وليږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx