ټکنالوژي

مارک زوکربرګ: اروپا کې به فیسبوک وتړم، اروپا: له فیسبوک پرته ژوند ښکلی دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د ټولنیزو رسنیو مشهورې شبکې فیسبوک د بنسټګر مارک زوکربرګ اروپا ته د فیسبوک تړلو د ګواښ څو ورځې نه وې تېرې چې د اروپایي مشرانو له لوري مستقیم او شاید طنزیه توند غبرګون وښودل شو.

د جرمني د اقتصاد وزیر رابرټ هابیک وړمه ورځ پاریس کې یوې غونډې په ترڅ کې خبریالانو ته وویل چې له هیک کېدو وروسته یې څلور کاله له فیسبوک او ټویټر پرته ژوند کړی او په وینا یې دا «ژوند ډیر په زړه پورې و».

د راپورونو له مخې، د یادې خبرې په تایید کې د فرانسې مالیې وزیر برونو لي مایر زیاته کړه چې «ژوند له فیسبوک پرته خورا ښکلی دی».

د دواړو وزیرانو له لوري غبرګون هغه مهال وښودل شو چې د فیسبوک یا میټا مشر مارک زوکربرګ اروپایي مشرانو ته خبرداری ورکړ چې که د فیسبوک کاروونکو معلومات له امریکا سره شریک نه کړي اروپا کې به فیسبوک او انسټاګرام دواړه وتړي.

زوکربرګ په خپل کلني راپور کې خبرداری ورکړی چې د اروپایي اتحادیې سره یې د محرمیت چوکاټ Privacy Shield په نامه تړون لاسلیک کړی و چې د اروپایي اتحادیې له لوري نه عملي کیږي او میټا ته یې ستونزې رامنځته کړې دي.

د یاد تړون له مخې به اروپایي اتحادیه دغو هېوادونو کې د فیسبوک کاروونکو ځانګړي معلومات امریکا ته ورکوي چې د ځینو ګټو لپاره کارول کیږي.

میټا ټینګار کوي چې د هېوادونو او سیمو ترمنځ د معلوماتو شریکول ددوی د خدمتونو او هدف شوي اعلاناتو چمتو کولو لپاره خورا مهم دي، ځکه یې د معلوماتو لیږد اوسني تړونونه په اروپایي اتحادیه کې تر جدي څیړنې لاندې دي.

ددې لپاره فیسبوک د Privacy Shield په نامه د محرمیت داسې چوکاټ وړاندې کړی چې په قانوني توګه د کاروونکو معلومات ځانګړي ځای ته ولیږي او ګټه ترې پورته کړل شي.

ددې سربېره، د فیسبوک او اروپایي اتحادیې دا تړون د ۲۰۲۰م کال په جولای میاشت کې د عدالت محکمې له لوري د «معلوماتو محافظت څخه د سرغړونې» له امله لغوه کړې دی. له هغه وخت راهیسې اروپایي اتحادیې او امریکا تایید کړې چې په دې تړاو په یوې تازه نسخې او تړون کار کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx