
د عامې روغتیا سرپرست وزیر د روغتیا نړیوال سازمان له مشر سره کتلي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د عامې روغتیا وزیر قلندر عباد د روغتیا نړیوال سازمان مشر تیدروس ادانوم ګیبریسوس سره کتلي او د هېواد په یو لړ روغتیایي ستونزو غږیدلي دي.
د الجزیرې راپور له مخې د روغتیا نړیوال سازمان مشر د چهارشنبې په ورځ څرګنده کړه چې د تېره ورځ یې د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر سره د جینوا نړیوال کنفرانس پرمهال لیدلي دي.
ښاغلي قلندر عباد د افغان سیاسي پلاوي سره ګډ د افغانستان په اړه د بشري لاسرسي او بشپري حقونو په اړه د بنسټونو او غیر دولتي ادارو سره د خبرو اترو لپاره په جینوا کنفرانس کې د ګډون لپاره سویس هېواد ته سفر کړی دی.
تیدروس ادانوم چې له دې وړاندې د ۲۰۲۱م کال په سپتمبر میاشت کې افغانستان ته راغلی و او د روغتیا له سرپرست وزیر سره یې لیدلي وو وایي، «له هغه وخت راوروسته د یو شمېر پرمختګونو ترڅنګ په افغانستان کې روغتیایي وضعیت تراوسه هم ناوړه او بشري وضعیت د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي».
نوموړي زیاته کړه چې د قلندر عباد سره د افغانستان د روغتیایي اړتیاو، د سیستم د پياوړي کېدو، بیړني حالت د چمتوالي، د روغتیایي ځواک د روزنې چې میرمنې په کې مرکزي رول لري، خبري اتري کړي دي».
تیدروس وایي چې اوسمهال افغانستان د کووید-۱۹ نوې بڼې د اومیکرون د تشخیص تجهیزاتو ته اړتیا لري، ځکه چې ددغه پېښو مخ پر زیاتېدو دی.
له دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت د اومیکرون تشخیصولو لپاره د کيټونو په نه شتون اندېښنه ښودلې وه او د روغتیا نړیوال سازمان څخه یې په دې تړاو د ژمنو پوره کولو هېله څرګنده کړې وه.
د روغتیا نړیوال سازمان مشره ستا تر شا ستا پدى بيرق كى د مار نخه مى نده خوخ شيطان پرستانو په دنيا كى مو تباهى راوستل
د خداى لخوا وركرل شوى د انسانانو فطرتى او قدرتى اميون سيستم په خپل شيطنت له مينزه ويسى بيا لكه د لستونى مار يى يار شى