روغتیا

روغتیا وزارت هغه ادعا رد کړې چې ګواکې د کرونا اړوند ۳۳ روغتونونه تړل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲ سلواغه، ۱۴۰۰ل): په دې وروستیو کې د یو شمېر داخلي او بهرني رسنیو له لوري خبرونه خپاره شول چې په افغانستان کې له هغو ۳۸ روغتونونو څخه چې د کووید-۱۹ درملنه یې کوله ۳۳ تړل شوي او یوازې پنځه فعاله دي.

د عامې روغتیا وزارت دغه ادعا رد کړې او زیاتوي چې که څه هم د بشري مرستو له بندېدو وروسته هېواد کې ځينې روغتونونه د وسایلو د کمښت له کبله تړل شوي او یا هم له جدي ستونزو سره مخ دي خو رسنیزه شوې ادعا ناسمه ده.

د روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر هغه ادعا رد کړې چې ګواکې هېواد کې د کووید-۱۹، ۳۳ روغتیایي مرکزونه تړل شوي دي.

نوموړي رسنیو ته ویلي، پخوا په ټول هېواد کې د کرونا درملنې ۳۸ روغتونونه فعال وو، خو اوس د نړیوال بانک د مرستو بندېدو له کبله دغه شمېر ۱۷ ته راکم شوی دی.

هغه زیاته کړه چې له یادو ۱۷ روغتونونو پنځو ته مالي وجه پیدا شوې او پاتې نور یې د ناچیزه امکاناتو له لارې چې عامې روغتیا وزارت یې لري، تمویلېږي.

له دې وړاندې ازادۍ رادیو، هشت صبح ورځپاڼې، ټولنیزو رسنیو او نړیوالو رسنیو لکه الجزیرې، عرب نیوز او داسې نورو رسنیو خبر ورکړی و چې په افغانستان کې له ۳۸ څخه د کرونا د تشخیص یوازې پنځه روغتونونه فعال دي.

هغه افغانستان کې د کووید-۱۹ د تشخیص او درملنې په برخه کې په کافي امکاناتو نه درلودو اندېښنه څرګنده کړه او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل تر څو په دې تړاو د پخوا په څېر خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx