نظــر

یوه ورکه معنی

محمد شريف راشد
څو ورځې مخکې مې يو تلويزوني بحث کتلو، موضوع يې د سل زره نوې اردو جوړېدل وو، د ملي دفاع وزارت يو ملا صاحب او دوه زاړه جنرالان ميلمانه وو..
زوړ جنرال ډېر تېز او چالاک و، ږيره يې هم لويه کړې او تور پاج يې په سر و، ده د اسلامي امارت دومره صفت وکړو چې ملا صاحب او حاضرين يې متاثره کړل، چې ښه سندان تود شو نو وار يې وکړو.

د مخکنيو د استخدام په هکله يې په ډېر جرئت سره د ملي دفاع وزارت نماينده ته ويل: نوې اردو جوړېږي، نو عسکر دې هغه طالب وي چې دا شل کاله په امريکايانو پسې پښې لوڅي ګرځېدلي، د قول اردو مشر دې هم طالب وي، کنډک مشر دې هم طالب وي، خو رئيس د ارکان دې له مخکنيو نه تعيين شي… بيا يې په همدې جرئت سره زياته کړه چې: زه له ملا صاحب نه پوښتنه کوم؛ په يوه قول اردو کې دې ماته مخکنی رئيس د ارکان را وښيي.

په ډېر مهارت سره يې خپله مدعی د دفاع وزات په نماينده باندې ومنله او تقريبا هغه يې دومره متاثره کړو چې احساساتي شو او ده ته يې اقرار وکړو چې رښتيا هم زمونږ په اوسني نظام کې ځينې خلک ما ليدلي چې د رئیس ارکان په منصب ناست خو تعريف يې نشي کولای.
عسکر دې طالب وي، د قول اردو مشر دې طالب وي ..ووو… خو صرف رئیس د ارکان حرب دې د زړې اردو يا د روسانو د وخت د اردو نه وټاکل شي.

ما چې د ده ځيرکتيا وليده د خان او ملا زړه کيسه را په ياد شوه، يو خان (ميلمه ملا) ته ويل: ملا صاحب کدو شريف به درته پوخ کړم… ملا هوښيار و، پوه شو چې خان مې تېر باسي.. ځکه چې کدو هم يو مقدس بوټی او بيا ورپسې شريف هم… نو بيخې د تقدس اخري پوله وه، چې بايد ملا نه وای ترې تېر شوی.. خو ملا هوښيار و، هغه خان ته ويل: خان صاحب بس کدو شريف څه کوې، يو ښه بد کاره چرګ را پوخ کړه.

زمونږ زوړ جنرال صاحب ويل: عسکر دې هغه طالب وي چې دا شل کاله پښې لوڅی په امريکا پسې ګرځېدلی، قومندان دې طالب وي… خو صرف رئیس د ارکان دې په هره قول اردو کې زاړه جنرالان وټاکل شي.

د ده دا خيال وو چې ملا صاحب د رئیس ارکان په منصب نه پوهېږي.

مونږه خپل ملا صاحب ته وايو: پام کوه چې دا کار ونکړي، پدې سره به د ملي اردو زړه متزلزل او واګي درڅخه بل په لاس کې ونيسي.

که يو متعهد ځوان د ارکان حرب په منصب کښيني او تعريف يې نه وي زده… خير ده .. زده به يې کړي، په منصب کې اصل کار تعهد، معنوي او بدني لياقت دی، لفظي او فرهنګي لياقت کسب کېږي او د څنګ ملګري يې هم کولای شي.

د بغداد په اطرافوا کې د دجلې د سيند پر غاړه د مدائن په نوم يو وړوکی کلی دی، د سلمان فارسي او حذيفه رضي الله عنهما زيارتونه هم همدلته دي، دا کلی يو وخت د کسرا دارالحکومت و، صحابه کرامو چې د کسرا همدا دارالحکومت (مدائن) فتحه کړ، نو کافور (سپينه خوشبو) يې نه پېژندله، ځينو اصحابو د مالګې خيال پرې کولو( ).البداية والنهاية(7/ 67)

خو پای بيا په همدوی کې حذيفه رضی الله عنه د مدائن والي او تر پايه هملته په کار بوخت او وفات شو.
حضرت عمر رضي الله عنه شام ته په رسمي سفر تللی و، هلته ابوعبيده بن جراح رضي الله عنه ستر درستيز(د اسلامي لښکرو مشر) و، حضرت عمر په پيوند کاليو او عربي اوِښ باندې سپور و، شام کې ژوند تر حجاز نه يو څه پر مخ تللی او په هر څه کې نوښت و… ابوعبيده رضي الله عنه امير المؤمنين ته يو شامي اس او يوه جوړه د کتان کالي راوړل چې دا واغونده او بيا د ملاقات مجلس ته ورشئ، امير المؤمنين حضرت عمر رضي الله عنه ورته ويل: مونږه الله پاک د اسلام له برکته عزت راکړی، که مونږه بې له اسلام نه په بل څه کې عزت لټوو نو الله به مو ذليله کړي( ).البداية والنهاية، (7/ 59)

زه د رئیس ارکان حرب تعریف نه کوم، صرف د رئیس ارکان د منصب د اهميت په هکله د نږدې تاريخ يوه کيسه بيانوم.
څو کاله مخکې په طيب اردوګان باندې پوځي کودتاه وشوه، کودتا ډېره دقيقه او د پوځ ټول مهم قومندانان پکې شريک وو، خو کودتا رئیس د ارکان حرب او استخباراتو مشر شنډه کړه.
مخکنیو حربي او نظامي منسوبينو ته کار نه ورکول تبليغاتي مشکلات پيدا کوي، چې ستونزې به ولري، خو شور به بهر وي او واك به مو خپل لاس کې او چې څوک په واک کې وي هغه هر تبليغاتي شور غلی کولای شي.
خو که خدای مه کړه کوم غدار يا خائن د ملي اردو صف يا حساسو منصبونو ته ور تېر شو، نو بيا به هغه شور پيدا کوي چې د واک او هېواد بهير به پر بله خوا روان، او د اور مړه کول به يې وخت واخلي.
عمر بن عبد العزيز رحمة الله عليه چې خليفه(بادشاه )شو نو د حجاج بن يوسف د زمانې خلک به يې له کاره لرې کول، يو کس يې معزول کړ، هغه ورته ويل چې: ما خو لږه موده کار کړی دی.
عمر ورته ويل: د بدو خلکو ملګرتيا که يوه ورځ وي که نیمه ورځ ستا د بد ګڼلو لپاره کافي ده( ). حلية الأولياء (2 / 220 )
له مينې او عاطفې سره د ويښتابه او حساسيت په هيله.
راشد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx