نظــر

له تاريخ ناخبره خراسان غوښتوونکي!

ابوالیاس جهادوال
پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد او امريکا په مشرۍ د لوديځو هېوادونو د يرغلونو په پايله کې د نورو ناخوالو ترڅنګ هېواد کې د وروڼو قومونو ترمينځ د نفاق فتنې اچولو لپاره هم ډېرې دسيسي په لار واچول شوې چې يوه هغه يې هم د يو موټي افغانستان د تجزيې هڅه وه. يو مهال د ځينو مغرضو کړيو له خوا د هېواد شمالي برخو تجزيې او د تاجکستان کبير جوړولو لپاره هڅې روانې وې، خو کله چې دغه دسيسه ناکامه شوه، نو د يو شمېر معلوم الحاله کړيو له خوا چې اوسمهال حتی په هېواد کې د پښو ايښودلو ځای هم نه لري او په امريکايي کمپونو کې د صليبي يرغلګرو خيرات ته ناست دي، د خراسان د احياء کولو نغارې ډنګول کيږي او خلکو ته داسې مفکوره ورکوي چې ګواکې د معاصر افغانستان بنسټ اېښودونکي احمدشاه بابا د خراسان په نوم کوم خپلواک هېواد تر خپلې واکمنۍ لاندې راوستی او د هغه نوم يې افغانستان ته اړولی دی. نو له دې کبله مو وغوښتل چې تاريخ ته په کتو دغه موضوع روښانه کړو چې په رښتيا سره هم په اوسني جغرافيايي موقعيت او حدودو سره د ننني افغانستان پخوانی نوم خراسان و؟ او آيا خراسان د تاريخ په بهير کې کوم خپلواک هېواد و او که د کومې امپراطورۍ ايالت؟

خراسان د ايران تر ټولو پخوانی ولايت دی چې کابو ۸۰۰ سوه زره کاله تاريخ لري. مؤرخين خراسان د لمرختو ځای ته وايي خو ځينې نور بيا وايي چې خراسان د نوح عليه السلام د لمسي نوم و او د هغه له نوم څخه اخيستل شوې کلمه ده. هغه مهال چې خراسان د اسلامي خلافت له خوا اداره کيده، د اوسني ايران ختيځې برخې، ترکمنستان او د افغانستان ځينې برخې ( بادغيس، هرات او غور ولايتونه ) شاملې وې خو په ۱۳۸۳کال کې يې جغرافيه بدله شوه او يوازې د ايران شمال ختيځ ولايت چې په ۳۱۳۳۳۵ کيلو متره مربع مساحت سره د ايران کابو پنځمه برخه جوړوي، په همدې نوم يادېده چې وروسته په درېيو ولايتونو يعنې شمالي خراسان، رضوي خراسان او سويلي خراسان ووېشل شو.

همدارنګه کله چې عرب مسلمانانو د خپلو فتوحاتو په لړ کې د فارس ساساني دولت ته ماتې ورکړه، خراسان يې د خپل خلافت يو ولايت وټاکه، چې مرکز يې مروه ښار و او اوس مهال دغه سيمه د ترکمنستان هېواد برخه ده. نو له دې کبله خراسان د عربو مسلمانانو په شرقي متصرفاتو کې د ماورالنهر، هند، سند، نيمروز، کابل او زابلستان په څېر يو ولايت و چې «بابرنامه»، «د جورج فورستر سفرنامه» او « کابل افونستون » کتابونه هم په يادو حدودو سره د خراسان ولايت موقعيت تأييدوي.

له دې سربېره کله چې احمدشاه بابا او له هغه مخکې ميرويس خان نېکه( ۱۷۰۹ م ميلادي کال) پر اوسني افغانستان حکومت کاوه، په ختيځ کې له کابل څخه تر بلخ پورې سيمې د بابريانو له خوا له ډهلي او پاتې نورې يې له اصفهان څخه اداره کيدې چې د دواړو سيمو واکمنان هم د دغو سيمو اصلي اوسيدونکي نه وو. هغه مهال خراسان، کابلستان، زابلستان، تخارستان، سيستان، افغانستان، غرجستان او غور د اوسني افغانستان د بېلابېلو سيمو نومونه وو. له هغه وروسته صفوي حکومت حتی په خپلو تشکيلاتو کې هم د خراسان په نوم ولايت نه درلود او دغه ولايتونه د کندهار او هرات په نومونو ياديدل.

تاريخي روايتونو ته په کتو سره ويلی شو چې هيڅکله هم د خراسان په نوم کوم خپلواک هېواد نه و موجود چې د اوسني افغانستان له ۳۰ سلنې زياته خاوره دې پکې شامله وي او نه د همدې خراسان په نوم کوم واکمن يا پاچا تېر شوی دی.
نو له دې کبله ويلی شو چې خراسان د اسلامي خلافت يو ولايت و چې د اوسني افغانستان د هرات، بادغيس او غور ولايتونه، د ايران مشهد او نيشاپور ولايتونه او د ترکمنستان هېواد مروه ښار سيمې پکې شاملې وې او له فراه څخه تر پېښور پورې سيمې د سيستان، زابلستان او کابلستان په نومونو يادېدې.
له دې سربېره کله چې د معاصر افغانستان بنسټ اېښودونکی احمدشاه بابا په ۱۷۴۷ کال کې د نادر افشار له ميړنې وروسته د لويې جرګې له لارې واک ته ورسيد، د بېلابېلو سيمو د قومونو ترمنځ يې د ملي يووالي په ټينګښت سره د داسې يوې امپراطورۍ بنسټ کېښود چې له اوسني افغانستان سربېره يې د واکمنۍ پولې په ختيځ کې تر هند، په لويديځ کې تر سبزوار (د مشهد لوېديځ)، په شمال کې تر آمو سيند او په سويل کې تر فارس خليج پورې رسيدې.

نو پورته معلوماتو ته په کتو سره ويلی شو چې احمدشاه بابا نه يوازې دا چې له خراسان څخه افغانستان ته د هېواد نوم نه دی بدل کړی، بلکې په سيمه کې يې د ملي يووالي په ټينګښت سره د داسې يو امپراطورۍ بنسټ کېښود چې سرحدونه يې تر هند، فارس خليج او مشهد پورې رسېدل.

اوس د حيرانتيا خبره دا ده چې اوسني خراسان غوښتوونکي يو هم په هغو سيمو پورې تړاو نه لري چې پخوا د خراسان په نوم يادېدې. بلکې ډېری يې د پخواني کابلستان او تخارستان سيمو اوسيدونکي دي. نو له دې کبله ويلی شو چې خراسان غوښتونکيو يا د هېواد او سيمې تاريخ نه دی مطالعه کړی او يا هم د افغانستاناو د دغه هېواد معاصر بنسټ اېښودونکي احمدشاه بابا له نوم سره حساسیت لري او په دا ډول کاذبو شعارونو سره غواړي چې په افغانستان کې شته سوله او سوکالي او واحد اسلامي حکومت پر وړاندې چې د ميليونونو انسانانو په قربانيو سره رامنځته شوي، خنډونه رامنځته کړي او يو ځل بيا د مغرضو هېوادونو مداخلو او لاسوهنو ته زمينه برابره کړي.

دا چې په افغانستان کې ميشتو قومونو په خپل تاريخي يووالي او د ايمان په زور د نړۍ سترې امپراطورۍ ماتې کړې او خپل هېواد ته يې د امپراطوريو د هديرې لقب ګټلی، نو باوري يو چې هيڅ کله به هم د داسې پلورل شويو کړيو آرمانونو پوره کيدو ته اجازه ورنه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

ښه تاریخي لیکنه او پر واقعیت ولاړه ده. دا کسان چې د خراسان خیالي خبرې کوي، ټول د پردیو نوکر، تالي څټي او په اصل کې د پښتنو دښمنان دي. دوی باید ونیول شي او داسې سزا ورکړل شي چې بیا تر ابده څوک داسې چټیات و نه وایي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx