دیني، سیرت او تاریخ

“لویه اندېښنه “یوه تاریخي کیسه

عزیز ودان
درب شو دروازه خلاصه شوه، ټولو وروکتل یو ځوان سیده راغی د پاخه عمر لرونکي سړي تر مخ اول ودرید، بیا پۀ ملا کړوپ شو لاس یې ور اوږد کړ یو څۀ یې ورته ونیول. سړي پړسېدلې سترګې ورواړولې، یوه وریځه یې پورته کش کړه ځوان پورته شو ورو یې وویل:

ـ پۀ ډېر احترام! د عراق لۀ لوري همدا شيبه سپاهي راغی، چا لیک رالیږلی.

سړي پلنې ګوتې وروغځولې لیک یې ورواخیست، د سترګو شنۀ ګاټي یې د لیک پر مخ کږو وږ جملو ته ښکته پورته شول تندی یې تریو شو ناستو خلکو ته یې وکتل پیړې شونډې یې سره بیرته شوې؛

ـ موږ چې د څۀ پۀ اړه اندیښنه درلوده، یو بڅری یې نن زما تر لاسو راورسید، سړي لاس جګ کړ، ټولو پۀ حیرانۍ لیک ته وکتل
پاخه سړي لۀ غټې ګوتې سره منځنۍ ګوته وجنګوله او بیا یې بیرته پۀ تیزۍ خوشې کړه لۀ زیړې پاڼې ټک پورته شو وې ویل:

ـ پۀ عراق کې زموږ د دوست هرمز لیک دی، لیکلي یې دي؛

ډېر علي قدر اردشیر! د مسلمانانو لښکر د خالد بن ولید او مثنی پۀ مشرۍ تر کواظم او حضیر رارسیدلی، څو ورځې وړاندې یې لیک راولیږه د اخطار پۀ ډول یې لیکلي و؛

ـ که ته اسلام ومنې پۀ امن به شې، که دا نۀ شې کولی جزیې ورکولو ته غاړه کیږده! او کۀ لۀ دې هم انکاري شوې؛ نو وروسته درته پښېمانتیا هیڅ ګټه نۀ کوي، ځکه ماسره داسې سرښندونکي راغلي چې پۀ مرګ دومره مئین دي لکه تاسې چې د ژوند پر خوږو مئین یاست. علي قدر اردشیر! زه له تاسې مرسته غواړم! ځکه نۀ غواړم چې د ایاس ابن قبیضه پۀ څیر جزیې ته غاړه کیږدم او یا دې اسلام ومنم. که ته څه ونکړې، نو لرې نه ده چې ساساني سلطنت له خاورو سره یو شي.
ناستو خلکو ارد شیر ته رډې سترګې نیولې وې.

اردشیر د میز لۀ سر څخه د شرابو ډکه پیاله ورپورته کړه، شیبه وروسته د تش ګیلاس ټنګ لۀ میز پورته شو، ژبه یې پۀ شونډو ورتیره کړه، سر ته یې دوه ټکانه ورکړل وبړید؛

ـ نه!! نه!! پۀ اتشکده اور مړ کیدل..!! بوتان …؟ ساسانیان …؟ او د اسلام راتګ…؟ نه…!! بیخي نه!!!

ناستو خلکو یو بل ته وکتل وبوږنېدل، او بیا یو پورته شو پۀ لوړ غږ یې وویل:
ـ علي قدر اردشیر! موږ ټول د مقدس اور مړ کیدل نۀ غواړو، زموږ رایه داده چې د هرمز مرستې ته لښکر واستوې.
اردشیر پۀ ګونځ تندي ګوته کیښوده، او د بل لاس پۀ ورغوي یې د خپلې څوکۍ نیمه پله وهله، ډډ غږ به یې له څلورو دیوالونو تاویده، له ډیر سوچ وروسته یو دم پورته شو وې ویل:

ـ خپل نومیالي افسر قارن ته دنده سپارم چې د هرمز مرستې ته همدا اوس لښکر برابر او روان شي.

له مخامخ کتارو څوکیو پۀ وجود ډنګر سړی جګ شو، د احترام پۀ ډول پۀ ملا کړوپ شو، بیا یې لاسونه پۀ سینه کیښودل شونډې یې وښوزېدې؛

ـ ستاسې امر پۀ سر سترګو! دا یې وویل او ګړندۍ قدمونه یې واخیستل له اوږدې کوټې ووت.
*****

د لمر سترګې د غروب سلګۍ وهلې، تتو وړانګو یې د هوارې دښتې خړې خاورې ښکلولې. قارن د سپین اس قیز نیولې وه او د لښکر مخې ته ښکته پورته ګرځېده او له خریلې خولې یې چغې وتلې؛
ـ موږ د ساساني سلطنت سرښندویان یوو، ټول باید د جګړې پر وخت یو بل سره ځانونه پۀ ځنځیرونو وتړو، تر څو شاتګ ونکړو او دښمن برلاسی نۀ شي. ډېر وغږیده او وروسته یې د اس قیزه پریښوده پۀ لوړ غږ یې وویل:

ـ حرکت!

د قدمونو دراندۀ غږونه او د اسونو شڼا لۀ هوارې دښته ووته، د اوږدۀ لښکر پۀ سرونو د ساساني بیرغ زړې ټوټې، ماښامني شمال ته ښکته پورته کیدلې. لۀ څو ورځو مزل وروسته قارن له لوی لښکر سره د مزار پراخ ځنګل ته ورسید، له اس ښکته شو بره یې وکتل د سپوږمۍ شغلې د ګڼو ونو پر څانګو پرتې وې او پۀ ځمکه یې سپین خالونه جوړ کړي و.

د قارن خولۀ بیرته شوه؛

ـ چیشششت

لښکر ودرید
قارن وویل:

نن شپه همدلته کوو او سهار پۀ شنه خړه روانیږو. اسونه ودریدل جنګیالي ښکته شول، تر شاه یې تړلې غوټې خلاصې کړې او لږ وخت وروسته د ټولو خولې پۀ ډوډۍ چړپېدلې.

قارن ونې ته وکتل پورته شو ټولو وروکتل غشی یې پۀ لینده کې کیښود، کش یې کړ، پړپ شو د ونې لۀ سر څخه د مرغۍ بڼکې باد شوې

قارن وخندل او بیا یې زیړ غاښونه وچیچل؛

ـ زما غشي به له هر مسلمان دغسې پورې ورې وځي.

ټولو خولې وازې کړې او ښۀ شیبه یې وخندل.
قارن غوږنه څک کړل بیا یې ورو وویل:

ـ تاسې چپ شئ!

ټول غلي شول، د ځنګل له ښي اړخ څخه د اسونو د تیزو ګامونو غږ ورو ـ ورو رانږدې کیده او شیبه وروسته له ګڼو ونو سپاره راووتل

قارن لینده کش کړه. جنګیالو لاسونه څنګ ته تیر کړل او د تورو نري غږونه پورته شول.

سپاره ودریدل یو اس رامخکې شو لاس یې جګ کړ د ساساني بیرغ نرۍ څوکه د سپوږمۍ رڼا ته وبریښده.

قارن لاس ښکته کړ غږ یې کړ

ـ لنډ راشئ! خپل یوو.

سپاره راغلل، پۀ زغرو یې د وینو لیکې تیرې شوې وې، څهرې یې نیولې ښکارېدې. قارن یو شیبه ورته وکتل بیا یې پۀ حیرانۍ وپوښتل:

ـ فکر کوم چېرته مو ماته خوړلې راتښتېدلي یئ؟
یو ځوان رامخکې شو زوړند سر ودرید، پترۍ شونډې یې ببرته شوې؛

ـ د هرمز جنګیالي یوو .. خبره یې لا نه وه پوره کړې

قارن توره پۀ تیزۍ راوباسله او بیا يې پر ستوني ورکیښوده چغه یې کړه

ـ چپ، چپ! شرمیدلیه! لکه د غوښې دې پۀ توره کې پېرم.

ځوان پۀ بنده بنده ژبه وویل:

ـ څه مو کړي وای، اول وار کې د خالد بن ولید پۀ نامه عرب مسلمان له هرمز سر پرې کړ، لښکر کې ماتې ګډه شوه موږ مجبور …..

قارن پۀ توره زور راوست

ځوان پۀ لړځیدلي غږ وویل:

ـ تر هغې مې مه وژنه چې یوه خبره درته وکړم

قارن توره ښکته کړه

ځوان وویل:

ـ د مسلمانانو کم شمېر لښکر د مثنی پۀ مشرۍ موږ پسې راروان دی. او زه فکر کوم لاره کې د دجلې د سیند یو خاښ د هغوی خنډ ګرځېدلی شي . موږ زیات یو زۀ وایم که د ثنا ویالې ته څومره ژر کیدای شي ځانونه ورسو غوره به وي.

قارن غاښونه وچیچل ترخه موسکا یې وکړه؛

ـ احمقه! د وژلو لایق وې خو خیر پۀ هم دې خبر دې پریږدم. بیا سوچونو پسې واخیست لۀ لږ ځنډ وروسته یې سر جګ کړ وې ویل:

ـ د ثنا ویالې ته ځان رسوو. باید یو مسلمان روغ لاړ نۀ شي دا یې وویل او بیا یې د اس پۀ لور ګړندي ګامونه واخیستل او پۀ لنډه موده کې له تیاره ځنګل د اسونو کتار یو پر بل پسې ووت .
*****
یو چا وویل:

ـ د وړاندې تللو مخه ټوله د دجلې سیند همدغه خاښ نیولې. ټولو وروکتل پۀ ونه دنګ خو غنمرنګ سړي د نرۍ ږیرې څو تاره ویښته پۀ ګوتو کې موښل او تورې سترګې یې د سیند اوږدو څپو ته نیولې وې. چې پۀ کیناره کتارو تیږو ته لږیدلې او تر شا به یې سپین زګونه پریښودل

یو ځوان رامخکې شو ورو یې وویل:

ـ مثنی! زموږ دلته پاتې کیدل زما پۀ فکر خطرناک ثابت کیدلی شي.
ځوان توره پۀ خټو ورتیره کړه بیا یې خپلو ملګرو ته وکتل وې ویل:

د سپاهیانو شمیر کم دی، او شاید ساسانیان … خبره یې لا نه وه پوره کړې چې د غشي شړا راغله او لۀ ستوني یې نرۍ وینې پۀ ګریوان لیکه جوړه کړه.

د مثنی سپاهیانو ډالونه چج کړل نور غشي راغلل او د دوی تر مخ پۀ پرتو خټو او ډالونو نیغ ودریدل.

وروسته قارن غږ کړ؛

ـ اوس د تورې وخت راورسید
مثنی چغه کړه:

ـ الله اکبر او بیا یې توره پۀ ګوتو کې کلکه ونیوله. د ساسانیانو پۀ صفونو ورننوت.

د تورو شرنګا زور واخیست، او لږه موده وروسته د سیند تږو څپو نرۍ وینې زبیښلې

د مثنی توره د بریښنا پۀ څیر د لمر وړانګو ته ځلیدله

قارن وخندل خندا یې لا پسې زور واخیست

ـ مثنی هنن…! مثنی ….! څومره به نور وجنګیږې؟ خپله به دې غاړه زما تر تورې راورسوې. جنګیالي دې ختمیږي بیخي کم پاتې دي.
مثنی توره وڅرخوله او بیا د قارن له جنګیالي پورې ووته، سرې څوکې ته یې قارن سپږمې غونجې کړې.

مثنی وویل:

ـ تر هغو جنګېږم تر څو نفس اخلم.

قارن د اس قیزه یو لور ته کش کړه اس دوران وخوړ او تر شا یې تورې خټې باد شوې . غږ یې کړ

ـ اخري ورځ دې ده.

تر ډېره تورې وشرنګېدې خو یو ناڅاپه د جنګ لوری بدل شو
له څلورو طرفونو د غشو تیره غږونه راغلل او د قارن د جنګیالیو پۀ سینو لکه ستنې نیغ ودریدل.

مثنی بره وکتل سترګې یې وځلیدې

پۀ خوشالۍ یې وویل:

ـ اخ!! د خدای تعالی توره خالد بن ولید.

جنګ زور واخیست، تورې تر ډېره له سینو او مریو ووتلې او وروسته د ساسانیانو له شلیدلو اورمیږنو وینو لکې دارې وهلې.

*****

مثنی قارن ته ورنږدې شو پۀ لوړ غږ یې وویل:

ـ امم قارن … اوس ته ووایه ستا لښکر کم شو او که د الله تعالی؟؟ ستا اخري ورځ ده کۀ زما؟؟

قارن له اس ټوپ وهل او پۀ ډېرې چټکې سره یې لاس خطا کړ مثنی څنګ ته شو توره هوا کې تاو شوه بیرته قارن ته وروګرځېده.

مثنی د لاس ګوتې ټولې کړې او بیا د قارن پر مخ د سوک دروند وار ولګید.

درب شو لکه جونګی اوښ پۀ خټو یې ګونډې وښویدې.

مثنی څلور طرفه وڅرخید او بیا د تورې تېزه شڼا راغله او د قارن پۀ سینه ننوته.

مثنی پۀ لوړ غږ وویل:

• ـ حق راغی؛ باطل ماتې وخوړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx