افغانستان

امنیتي ځواکونو د يوه ډاکتر د تښتونې په تور درې کسان نيولي دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ٢٢ سلواغه، ۱۴۰۰ل): امنیتي سرچينې وايي چې د يوه ډاکتر د تښتونې په تور يې درې کسان نيولي دي.

باختر دولتي خبري اژانس د راپور پر اساس امنیتي ځواکونو درې تنه د ډاکتر احمد فواد پيرزاد د تښتونې په تور په فراه کې نيولي دي.

داکتر احمد فواد پيرزاد د اعصابو د جراحۍ متخصص دى او څو ورځې وړاندې د کابل ښار د څلورمې کارتې څخه وسله والو کسان وتښتولو.

امنیتي چارواکي وايي چې په نيول شوو کسانو کې يې دوه تنه کابل ته د څېړنو لپاره ليږلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د افسوس ځای دی چی د غنی له حکومت نه د انسان په تیښتونی کی امارت دوه قدمه مخکی دی. مونږه نه د وسلو د قاچاقبرانو او نه هم د انسان تښتوونکو اعدام ولید. دا ولی؟ دا ځکه چی حتمآ به د طالب چارواکو لاس پکی ښکیل وی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx