افغانستان

لوړو زده کړو وزارت ننګرهار پوهنتون کې ٢١٥ کادري بستونه اعلان ته سپارلي دي 

نن ټکی اسیا (جمعه، ٢٢ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د لوړو زده کړو وزارت ننګرهار پوهنتون کې ٢١٥ کادري بستونه اعلان ته سپارلي دي.

د لوړو زده کړو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې دغه وزارت په ټولو دولتي پوهنتونو کې علمي کادر جذبوي، او نن د ننګرهار پوهنتون کادري بستونه اعلان ته سپاري.

خبرپاڼې زياته کړې چې د  ختیځ زون د لغمان، کونړ او نورستان پوهنتونونو بستونه به هم ژر اعلان ته وسپاري چې دغه بستونو ته به هم  ننګرهار په پوهنتون کې نوم لیکنه ترسره کېږي.

د ننګرهار پوهنتون يوې سرچينې نن ټکى اسيا ته وویل چې له پخوا راهیسې په دغه پوهنتون کې د بستونو کمبود و.

دوى ويلي دي چې بستونو ته د ملکي لوړو زده کړو د قانون او لايحو مطابق کادري اعضا نيسي.

د یادونې وړ ده، چې د کادري ازموینو لپاره په یادو پوهنتونونو کې نوم‌لیکنه په (۲۳/۱۱/۱۴۰۰) نېټه پیل او په (۵/۱۲/۱۴۰۰) پای ته رسېږي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ځیرک څارونکی

دا د لوړو زده کړو وزارت دې د ښادی وزارت شي، اوسنی چارواکی ئې زما په خیال د فیل په غوږ کې ویده دي دوی لږ باید را بیدار شي، په کدری پروسه کې د مقرری د فساد مخه باید ونیسئ، د پوهنتونونو په پوهنځیو کې له تیر نظام نه را پاتي د بعضی خبیثو استادانو او مسئولینو د شخصی بازیو مخه باید ونیسئ چي اوس هم غواړئ خپلو هغو تیرو خبیثانه کړنو ته ادامه ورکړئ، دا اوس ډیر بستونه په ډیرو پوهنځیو بالخصوص د هیواد په مرکزی پوهنتونو کې خالی شته اما اعلان ته ندی تللی او د همدغو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx