شعـــــرونه

عشقه بريالی دې کړم/ عمري

محمد علي عمري

عشقه بريالی دې کړم
هيڅ نه وم يو شی دې کړم

ته د کوږک لاره وې
ستړی لغړی دې کړم

زه پخوا معتو ومه
ته وې سم سړی دې کړم

خوږ د نشې زور غوندې
ټول وجود کې ځای دې کړم

ته رانژدې دومره سوې
ليچو کې بنګړی دې کړم

خوند مې روح ته ورسېد
سر تر پښو زړګی دې کړم

ستا عمري سوو کامل
ګوته کې غمی دې کړم

محمدعلي عمري
مسلم باغ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx