دیني، سیرت او تاریخ

د طوطي د لا إله إلا الله ویلو کيسه

ناصر هاشمي
یو وخت یو استاد خپلو شاګردانو ته د عقیدې درس ورکاوه او د لا إله إلا الله په اړه یې معلومات او تشریحات ورکول، دې استاد له پیشوګانو او مرغانو سره مینه لرله، یوه ورځ یې یوه شاګرد طوطي ورته راوړ د وخت په تېرېدلو سره د استاد مینه له طوطي سره زیاته شوه آن چې د درس په مهال به یې هم له ځانه سره درلوده او تردې پوري چې طوطي د لا اله الا الله کلمه ډیره په خوند زده کړه او شپه او ورځ به یې دا کلمه ویله.

یوه ورځ شاګردانو خپل استاد په داسې حال کې وليد چې ډېر سخت یې ژړل، کله چې هغوی د ژړا د لامل پوښتنه وکړه ده ورته وويل: یوې پیشو زما طوطي مړ کړی.

هغوی ورته وویل: ایا په طوطي باندې دومره زیات ژاړې؟!! که غواړې موږ به همدا اوس تر هغه ښه او ښایسته طوطي درته راوړو؟

استاد ورته وویل: پر طوطي نه ژاړم، ژاړم پردې چي کله زما طوطي پیشو ونیوه نو هغه په چغارو پیل وکړ او تر مرګه یې چغې وهلې، زما د طوطي لا اله الا الله ډېره ښه زده وه او هر وخت به یې ویله هم خو کله چې پیشو حمله پرې وکړه نو دا کلمه یې هیره شوه او یواځې چیغې یې پر خوله پاته شوې ځکه دا کلمه ده یواځې په ژبه زده کړې وه او زړه ته یې نه وه لویدلې او نه د زړه له تله پرې پوهیده.

بیا استاد وویل: زه ویریږم چې موږ ددې طوطي په څېر نشو، په ژوند کې خو لا اله الا الله ډېره وایو او ذکر یې هم کوو او خدای مکړه د مرګ په مهال یې هیره نه کړو ځکه دا ویره پکار ده چې هسې نه زموږ زړونه هم د هغه طوطي په څېر تش پاته وي، په دې سره یې ټولو شاګردانو هم وژړل.

عن أبي هريرة عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: أسعد الناس بشفاعتي يوم القيامة من قال: لا إله إلا الله خالصا من قلبه أونفسه ” رواه البخاري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx