شخصیتونه

د مولانا احمد علي لاهوري ژوندلیک

ژباړه: عبد الجبار ننګیالی حنفي

په دغه ليکنه کې د اسلامي نړۍ د ځلانده ستوري، شیخ التفسیر مولانا (احمد علي) لاهوري”رحمة الله علیه” ژوند ته لنډه کتنه لرو.

مولانا احمد علي لاهوري له هغه حقاني علماوو څخه و چې خپل ټول ژوند يې د الله تعالی د رضا تابع کړی و، په خپل وخت کې محقق عالم، بې ساری مفسر، عارف او خدای دوسته شخصیت و. نوموړی د ګوجرانوالې د ښار د جلال په کلي کې چې د پاکستان د پنجاب ایالت مربوط دی،  په ۱۳۰۴ هـ ق ، کې د روژې په دوهمه دې دنیا ته سترګې پرانیستلي دي. دغه ځلیدونکی نور په هغه میاشت کې دنیا ته راغلی په کوم کې چې قران نازل شوی دی او د ژوند تر پای یې خاص او عامو ته مستقیمه او د هدایت لار ښودلې.

دده محترم پلار شیخ حبیب الله د چشتي طریقې د لارويانو او مریدانو څخه و، مولانا احمد علي لاهوري د مور په مرسته په ابتدایه علومو شروع وکړه، له هغه څخه وروسته درویش صفته شخص مولانا عبدالحق ته وسپارل شو او هغه په ډيره مینه او شفقت سره د مولانا لاهوري په تربیه او روزلو کې زیار او کوښښ وکړ.

مولانا احمد علي لاهوري له یو څه مو دې څخه وروسته د بریتانیا د استعمار پر ضد انقلابي شخصیت او رهبر مولانا عبیدالله سندهي رحمه الله ته ولاړ او هغه خپل مرشد شیخ غلام محمد دین پوري ته وسپاره، همدا رنګه مولانا احمد علي صاحب د مولانا تاج محمود امروتي رحمة الله علیه د جهادي او سرښندنې کارنامو او انګیزو څخه برخمن او اغیزمن شو. کله چې د پاکستان د سند ایالت په (ګوت پیرجندا) سیمه کې مولانا عبیدالله سندهي رحمة الله علیه د دارالرشاد مدرسه تاسیس کړه نو مولانا لاهوري په هغه وخت کې داخله وکړه، نوموړي پخپله دغه مدرسه کې په زیار کوښښ او علاقې سره د ۶ شپږو کالو څخه وروسته دیني درسونه پوره کړل.

د مسلکې ژوند شروع:
مولانا احمد علي لاهوري د زده کړو څخه وروسته په همدغه دارالرشاد مدرسه کې په تدریس او ښوونه شروع وکړه او مولانا سندهي رحمة الله علیه ورته خپله لور هم په نکاح کړه.

مولانا لاهوري صاحب تر دريو کالو پورې په پوره زیار سره په (ګوت پیرجندا) کې په تدریس بوخت و، کله چې مولانا سندهي د (جمیعت الانصار ) حزب تاسیس کړ نو مولانا احمد علي یې ” دارالرشاد مدرسې“ څخه ځانته وغوښت، نوموړي د (انتظارة المعارف القرآنیة) په نامه جماعت چې نوې فارغ سوي علماء په کې شامل وه اماده کړل، ددې جماعت هدف د حالاتو مطابق او غوښتنو سره دعوت او تبلیغ و. مولانا احمد علي د عبید الله سندهي رحمة الله علیه سره اوږه پر اوږه د دغه  جماعت په پرمختګ کې زیار او تلاش کاوه. وروسته تر هغه د مولانا سندهي له توصیې سره سم د نواب شاه په مدرسه کې په تدریس مشغول شو. یو څه موده یې په علی ګړ کې هم تدریس ورکړی.

سیاسي فعالیتونه:
مولانا عبیدالله سندهي د افغانستان له هجرت څخه وروسته خپل زوم او شاګرد مولانا لاهوري د (جمعیت الانصار) حزب مسئول و ګرځاوه. مولانا سندي چې کله په کابل کې اوسیده د خپلو همفکرو او مخلصو افرادو په واسطه یې مولانا لاهوري ته خطونه لیږل. د خط وړونکې په نیولو سره د انګلیس استعمارګرانو په هند کې ددغه حزب ټکول او له مینځه وړل پیل کړل.

د مولانا سندهي د خطونو په افشا سره مولانا لاهوري ونیول شو او له ډهلي څخه د “شیملا” محبس ته انتقال کړل شو. د  شیملا د محبس مسئول د مولانا لاهوري د ښو اخلاقو او کردار څخه دومره متأثر شو چې وس او طاقت یې رسیده نو مولانا لاهوري ته یې د هوساینې اسباب برابرول، ددې تر څنګ یې د خپل کور څخه هم ځینې شیان مولانا لاهوري ته راوړل. یو څه عمر وروسته مولانا لاهوري د شیملا څخه لاهور او بیا “جالندر” ته انتقال شو.

مولانا غلام محمد دین پوري هم په دغه اتهام سره بندي او هلته انتقال شو .مولانا احمد علي لاهوري د بند د یوڅه مودې څخه وروسته د لاهور “راهون” منطقې ته منتقل شو. د (CIO) د اطلاعاتو یو افسر ورته وویل چې دولت دې د سند ایالت او یا دهلي ته نه استوي او په دغه بابت کې اطمناني نه دي. نو تاسو باید په لاهور کې اقامت وکړئ. ددغه کار لپاره یې د مولانا احمد علي څخه د دو ضامنانو غوښتنه وکړه چې هر ضامن به له حکومت سره (۱۰۰۰) روپۍ د ضمانت په شکل ږدي.

مولانا احمد علي رحمه الله په دغه دلیل سره چې په لاهور کې کوم شناخته او دوست نلري، پیشنهاد وکړ چې د سند ایالت ته یې منتقل کړي. ولې دولت ور سره موافقه ونه کړه. نوموړي له ډېر تلاش وروسته د  دارالعلوم دیوبند د زده کوونکو څخه مولانا قاضي ضیاءالدین پیدا کړ چې پدغه ورځو کې په لاهور کې و. له هغه سره له ملاقات وروسته یې په بلې واسطې سره یې په ډېر زحمت دوه ضامنان پیدا کړل چې په لاهور کې اوسیدل. مولانا احمد علي چې کله په زور سره په لاهور کې پاتې شو، په مشکل سره وتوانید چې ضامن پیدا کړي. تر څو د استعمارګرو له قید څخه ځان خلاص کړي، مګر کلونه وروسته یې په خپلو دیني او علمي خدماتو سره ټول ښار روښانه او متأثره شو. په لاهور کې د اوسېدلو څخه وروسته یې د قران مجید تدریس شروع کړ او په کرار کرار سره یې د دوستانو په مهربانۍ او کومک سره د قراني علومو د نشر او اسلام د پرمختګ لپاره یې د “خدام الدین” انجمن تأسیس کړ. مولانا لاهوري ددغه انجمن د مسئول په حیث انتخاب شو. ددغه انجمن له لوري د “خدام الدین ” په نوم اوونیزه چاپېدله چې تر نن ورځې پورې د ټولنې لپاره په دیني خدمت او علمي مطالبو نشرولو مشغول دي.

مولانا احمد علي صاحب د ” قاسم العلوم “ په نوم مدرسه په لاهور کې تأسیس کړه چې لویو علماوو او د عربي مدرسو فارغ التحصیل اشخاصو به ددغه مدرسې د تفسیر په دوره کې شرکت کاوه. د تفسیر دغه دوره دومره مشهوره شوه چې د دارالعلوم دیوبند, مظاهر العلوم سهارنپور, مدرسه امینیه دهلي او د مراد آباد د شاهي مدرسې لوی لوی علماء به له ددغې نوراني چینې له فیوضاتو څخه ځانونه برخمن کول. دغه دوره به د رمضان د اولې څخه بیا د ذوالقعدې تر اخیره او د مولانا احمد علي لاهوري د ژوند تر پایه پورې وه.

د علامه محمد انورشاه کشمیري, علامه شبیراحمد عثماني او مجاهد الاسلام مولاناحسین احمد مدني رحمهم الله، امضاء تائید او شرکت د تفسیر په دغه دوره کې د سند په حیث سته، د قاسم العلوم مدرسه د مولانا لاهوري له وفات څخه وروسته دهغه زوی مولانا عبیدالله انور رحمة الله علیه له لوري تر ۱۴۰۵ ه ق پورې اداره کېده د مدرسې ساختمان په اجاره و. د کار د کمبود او نورو مشکلاتو په راتلو سره د دې باعث شوه چې د سبحان خان په ساحه کې یوه اندازه ځمکه راونیول سي.د نوموړي مسجد او مدرسې تهداب او بنسټ د علامه شبیر احمد عثماني په واسطه سره کیښودل شو.

د مولانا احمد علي لاهوري رحمة الله علیه حق او رښتیا ویل:
مولانا احمد لاهوري ۲۵ کاله د ( جشن آزادي هند) د اسرارو امانت دار او ساتونکی و، په مصیبتونو کې د ملت په څنګ کې و، د بند سختۍ یې پر ځان یو وړې، همېشه یې پر خوله د حق او رښتیا خبرې وې. کله چې به حکومت په یو فتنه آمیزه فعالیت شروع کاوه نوموړي به غاښ ماتوونکی ځواب ور کاوه، د قدرت د خاوندانو په مخکې به یې د حق ویل نه پټول. په همدغه سبب څو واره د خبرو کولو څخه منع شوی دی. په ۱۹۳۱ م کال کې د لاهور د پوهنتون د رئیس له خوا چې انګریز و. د (رسول الله صلی الله علیه وسلم ) په شان کې تندرويي کړې وه، خو مولانا لاهوري صاحب په ټول جرئت سره د نوموړي په مقابل کې د حق آواز پورته کړ، چې په همدغه سبب سره بندي هم شو، مګر له یو څه وخت وروسته حکومت د خپل دغه عمل څخه پښېمانه شو او مولانا احمد علي یې په عزت سره خوشې کړ.

علمي خدمتونه:
د مولانا احمد علي لاهوري رحمه الله ټول ژوند د اسلام د خدمت لپاره وقف و. نوموړي د قرانکریم تفسیر، سنتِ رسول الله صلی الله علیه وسلم او د تصوف د علم له تدریس سره د قران کریم ترجمه په اردو ژبې سره وکړه. همدا رنګه یې ۳۴ رسالې اسلامي ټولني ته تصنیف او تقدیم کړې دي لکه:

①   تذکرة الرسول صلی الله علیه وسلم
②   اسلام مي نکاح بیوګان
③   ضرورة القران
④  اصلي حنفیت
⑤  رسول الله صلی الله علیه وسلم کا وظائف
⑥  میراث می حکم شریعت
⑦  توحید مقبول
⑧  عکس کا شرعي فیصله
⑨  صد صیت کا ګلدسته و فلسفه روز
او داسې نور….

مولانا احمد علي لاهوري د علامه ابوالحسن ندوي له لیدلوري:
د اسلامي نړۍ ستر مفکر علامه ابوالحسن ندوي رحمة الله علیه د مولانا احمد علي سره صمیمانه اړیکې درلودې. د مولانا لاهوري له حضور څخه د تزکیې او عرفان په برخه کې زیات برخمن سوی دی او دده په توصیې سره یې دده د پیر شیخ غلام محمد دین پوري سره بیعت کړی و. علامه ندوي صاحب د مولانا لاهوري په اړوند  فرمایي: مولانا احمد علي لاهوري په یوه خط کې ماته توصیه وکړه چې هیڅکله د دیوبند د علماوو له لارې څخه مه ګرځه.

نوموړی د دیوبند له علماوو څخه زیات متأثره و. په ځانګړي ډول د مولانا ندوي رحمه الله سره زیات په یوه عقیده و. زما د تفسیر د دورې سند هم دده په لاس راکړل سوی. مولانا لاهوري چې به یو ځای ته تلو چاته به یې اجازه نه ورکوله چې دده استقبال وکړي. کله به داسې هم کیدل چې خلک به  په لاره کې دده په انتظار وه. مګر مولانا لاهوري رحمه الله به په پټه د هغه ځای څخه وتلی و. هر ځای یې په خپل شخصي مصرف سفر کاوه او تبلیغي سفرونه یې هم کول. ما دده په (حجة الله البالغه) درس کې شرکت کړی دی، د تفسیر په درس کې يې د هرې رکوع خلاصه ویل او طالبانو باید یاد کړې وای. دغه خلاصې مولانا سندهي  بیان کړې وې. د سیاسي تحولاتو په دوران کې یې تدریس ورکاوه او په هغه وخت کې یې د قران لارښوونې بیانولې. د ایت ارتباط ته یې توجه کوله، د توحید د عقیدې، د خدای جل جلاله، د تعلق نبوي محبت، اخلاص او د نفس د تزکیې بیانونه دده د تفسیر د درس مهم ټکي وه. (مجالس حسنه)

د مولانا احمد علي رحمه الله ځینې زرین اقوال:

۱ – په هر کار کې مو باید د الله تعالي رضا هدف او مقصد وي.

۲- د قران مجید او احادیثو شرح په دوو جملو کې کیدای شي، د الله تعالي عبادت وکړه او د هغه مخلوق په خدمت سره راضي کړه.

۳- زړه چې هر څومره سخت وي د خدای جل جلاله په پرلپسې ذکر سره نرمیږي. لکه څنګه چې ډبره د اوبو په څاڅکو سره تغیر خوري.

۴- په دین کې استقامت وغواړه، کرامت مه غواړه، ځکه چې د استقامت درجه پر کرامت ډېره ده.

۵-  هغه قیمت بها نور چې له اولیاء الله څخه حاصلیږي د بادشاهانو په خزانو کې نه پیدا کیږي.

د اخرت سفر:
دغه درویش صفته شخصیت د رمضان په ۱۷، په کال ۱۳۸۳ هـ ق کې د جمعې مبارکې په ورځ د حق دعوت ته لبیک ووایه او دا فاني نړۍ یې د تل لپاره پریښوده.

په زرهاوو خلکو یې په جنازه کې ګډون کړی و او د ” میاني” په هدیره کې خاورو ته و سپارل شو . څو کلونه یې له قبره څخه د عطرو بوی پورته کېده.

ماخذونه:
اکابرعلماء دیوبند، اداره اسلامیات ، ندوی ابوالحسن، مجالس حسنه، لکهنو او احیای علم دعوت.

 

 

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx