شعـــــرونه

ستا د یاد لښکرې دومره معطرې/ بدري

همت بدري
خوشبویي ترې د شهیدو زلفو اخلم
ستا د یاد لښکرې دومره معطرې

د وجود له هر پرهر مې خوند اخیستی
دا د مینې کوم یو حد دی زورورې

دا د کومې زمانې د باب قیصه ده؟
بادشاه نه ساتي له ځان سره لښکرې

دا د جام او د می خور نشه ګۍ هسې
شراب اصلاً د ساقي د خولې سندرې

اې د سترګو د ښایست سازه خالقه!
حُسن غلی مسلمان کړم بې خبرې

د همت بدري په رنځ باندې شېریکي
څو جذابې د غزل سپینې کوترې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx