شعـــــرونه

د شپې ويده شو سهار پاڅو د ملا په آذان/ وردګ

جواد وردګ

د شپې ويده شو سهار پاڅو د مُلا په آذان
ښارو کې امن دى په کليو هم نه اوري بمان

د شر او شور جزيرې ټولې په کې محوه شولې
چې شو قائم شرعي نظام په سرزمين د افغان

غله، غاصبين او لنډغر له يوې مخې ورک شول
د دېموکرات او سيکولرو په کې مړ شو ارمان

هر يو انسان تر خپل معيار د انسانيت ورسېد
قتلُ قِتال اختتام وموند دى د لوى رب احسان

لسيزې وروسته مو د ګرمې جګړې اور پرې مړ کړ
ثابت قدم اوسئ مشرانو په خپل عهدُ پيمان

جواده! زمونږه د بې درېغه قربانۍ بدل کې
سپین امارت حاکم شو رپي هرخوا سپین بيرغان

جواد وردک

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx