شعـــــرونه

مړ به شې له ستړي انتظاره زړه/ عمري

جهادي عمري

مړ به شې له ستړي انتظاره زړه
مه څـاره ده تللي سـړي لاره زړه

لاړه درنه بېل شو کيسه ختمه شوه
درد کوې نو بيا د څه لپاره  زړه؟

ولې دې په مړو سترګو را وه کتل؟
ولې دې ويل راته دلداره  زړه؟

ته چې په طالبو څڼو لاس وهې
کله صبرېدلى شي نو ياره زړه

زه دې په ژړا له له درده ستړی کړم
وي درسره څړیکې تر سهاره زړه

مه پـوهــوه خٙلٙګ جـهادي باندې
مه تويوه اوښکې له رخساره، زړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx