افغانستان

امریکا د افغانستان اسعاري زېرمې پر خپلو اتباعو ويشي 

نن ټکی اسیا (جمعه، ٢٢ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د امریکا حکومت تصميم نيولى چې د افغانستان اسعاري زېرمو له منځه درې نيم ميليارده ډالر د ستمبر د يوولسمې د پېښې قربانیانو پر کورنيو وويشي او پاتې نورې يې افغانستان سره د بشري مرستو لپاره ځانګړې کړي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې په يوه راپور کې ويلي دي چې د امریکا ولسمشر جوبايډن به نن د جمعې په ورځ يو اجرايوي فرمان صادر کړي.

امریکا په داسې د افغانستان بانک اسعاري زېرمې پر خپلو اتباعو ويشي چې افغانستان له سخت اقتصادي حالت څخه تيريږي.

امریکا چې په افغانستان کې يې ماتې خوړلې له يوې مخې له افغانستان سره د بشري مرستو اعلانونه کوي او له بل لوري د افغانستان د خلکو شتمنۍ لوټي.

همدا راز د امریکا په بانکونو کې پيسې د افغانستان د خلکو دي نه د طالبانو يا القاعده چې دوى يې په خپلو اتباعو ويشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خیرالله سعادت

په اسانی می خولی ته کنځل نه راځی
خو ډیر یی په غصه کړی یم نور به څه نه وایم خو دومره به ووایم دوی **** دی حرمونو ****
دی دنیا په مخ چی امریکنی پیدا کیږی مردارول یی پکار دی
موږ کی خو یی نور زړه وخوړ

خیرالله سعادت

موږ ویل چی اشغال به ختم سی
هیواد به مو په کال دوه کی پرمختګ وکړی
خو چی حلاتو ته ګورم او دی ظالمی نړی ته نو موږ ته ډیر څه کول پکار دی

Safi

They must avoid to do this. If they do Taliban must stop all diplomacy with them. This is stupid action by American .

غ.حضرت

سته داسی کسان چی:
یا ئې نیکټائی تړلې وی او ځان پوه پوه او روشنفکر ښئی
یا ئې لنګۍ او چلتار تړلې وی او ځان مسلمان مسلمان ښئی
خو
د امریکې د استعماری روحئې د غندلو جرئت نلری او اصلاً د امریکې د امپریالیسی کړنو د حقیقت څخه منکر وی.

Safi

Feel so bad that America will share Afghan money to 9/11 victims.Taliban must stop all diplomacy with them America. We don’t need any help from anyone.

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx