نړۍ

القاعدي د تښتول شویو فرانسویانودخوشي کولو په بدل کي د۹۰ ملیونو یورو غوښتنه وکړه

kidnapped_french_in_Nigeria(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۱۰) دفرانسي پارلمان نن دغه خبره را څرګنده ګړه، چي په مغرب کي دالقاعده ډله داوو تنو نیول شویو فرانسویانو په بدل کي د۹۰ ملیونه یورو غوښتنه کړی دهدغه اوه سره تښتول شوی فرانسویان دتیرکال دسیپټمرله میاشتي راپدي خوا له القاعدي سره زندانیان دي.
په فرانسي کي داشتراکي ډلی مرستیال مشر دپارلمان وغړو اوخبریالانو ته دوینا پرمهال وویل دالقاعدي دډلي له لوری دغه غوښتل شوی رقم له هغه رقم څخه ډیر زیات دي کوم چي فرانسه یی دمالي هیواد ته هرکال دمرستي په ډول ورکوي.
ښاغلي فرانسوا لونکل چي اوس دستي د افریقی له یوه سفر څخه هیواد ته راستون شوی وو، وویل مونږهرکال دمالي هیواد دهیواد دپرمختیا لپاره یواځي ۵۳ملیونه یورو ورکوو چي له هغو پیسو څخه ډیري کمي دي کوم چي  القاعده یی دنیول شویو فرانسویانو دراخوشي کولو په بدل کي غواړي.
تیرکال دفرانسي هیواد ددروتنو تښتول شویو کسانو چي یو یی دفرانسي بل یی دتوګولجي اودریم کس دملجاشي اوسیدونکي وو دراخوشي کولو اعلان وکړ.
دبانا په نامه سره یوي خبري رسني دنایجریا هیواد له لوري خبرنشرکړی وو، چي دری سره کسان هغه وخت دالقاعدي دډلي له لوري خوشي کړل شوو کله چي دهغه شرکت له لوري کوم چي درو سره کسانو ورسره  کارکاوه مبلغ ۱۳ملیونه یورو ددوي دخوشی کولو لپاره دالقاعدي ډلی ته ورکړل شوي.
تیره ورځ دبلاد المغرب الاسلامي په نامه سره دالقاعدي ډلي په یوه ږغیز پیغام کي داوو تنو تښول شویو کسانو چي پنځه له هغوي څخه فرانسویان دي دتښولو پړه په غاړه واخیسته، دالقاعده ډلي په خپل پیغام کي زیاته کړه چي اوه سره کسان مو دنایجریا په هیواد کي دننه نیولي دي، اودخوشي کولو په بدل کي یی د۹۰ ملیونه یورو غوښتنه وکړه.
دفرانسي اولس مشر نیکولا سرکوزي زیاته کړه دتښتول شویو فرانسویانو په بدل کي دالقاعدي ته ډلي پیسي ورکول به زمونږ راتلونکي اوپایه داره ستراتیجي نه وي.
بخت الرحمن بخت                                               نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x