دیني، سیرت او تاریخ

د یوې بوډۍ او ابوبکر رضي الله عنه ګټوره مرکه!

حامد افغان

د احمس قبیلې زینب نومې بوډۍ ښځي ته ابو بکر رضي الله عنه ورغی، هغې ورته وویل: ته څوک یې؟ ده ورته وویل: له مهاجرینو یم، هغې بیا وپوښتی چې مهاجرینو کې څوک یې؟ ده ورته وویل: له قریشو یم، هغې وویل: له کومو قریشو یې؟ ابو بکر ورته وویل: ته څومره ډېرې پوښتنې کوې زه ابو بکر یم.

زینب ورته وویل: له جاهلیت وروسته چې کوم غوره اسلام الله موږ ته رابښلی، موږ په دې اسلام تر څو قایم پاتې یو؟ ابو بکر ورته وویل: تر څو مو چې مشران او واکمن په دې دین ولاړ پاتې یي. یعني تر څو چې واکمن پر دین ولاړ یي خلک به هم په دین ولاړ پاتې یي. او که هغوی کاږه او واوښتل نو خلک به هم اوړي. فتح الباري 186/7

له روایته مهمه ګټه دا ترلاسه کولی شو چې خلک او ولس د واکمنو لاره نیسي او هغه په خوند څاري (الناس علی دین ملوکهم) نو که خدای مه کړه واکمن له دینه کاږه شي خلک به هم ورسره کږیږي او د واکمنو پر اوږو به د ګناهونو غبرګ پېټي لوېږي!

بله دا چې ابو بکر صدیق رضي الله عنه اول په کم معرفت بسنه وکړه (له مهاجرینو یم)، وروسته د ښځي ډېرو پوښتنو خوند ورنه کړ، بیا یې ایله خپل لقب یاد کړ (ابو بکر یم)، مطلب دا چې ډېرې پوښتنې مناسب کار نه دی او بله هم دا چې د تعارف پر مهال صرف خپل پېژند نوم او مشهور نوم اخیستل کفایت کوي، القابو، منصبونو وغیره ته هیڅ ضرورت نسته، خو زموږ علم پرور ملت به له القابو څنګه راتم کوو؟!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx