افغانستان

اوبو او انرژۍ وزیر: د چک پر برېښنا بند کار پيلوو

نن ټکی اسیا (شنبه،  ۲۳ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د اوبو او انرژۍ  سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور وايي چې د چک برېښنا بند باندې کار د نوي کال له پيلیدو سره سم پیلوي.

ښاغلی منصور میدان وردګو ته په سفر کې د چک ولسوالۍ برېښنا بند چارې له نږدې څخه کتلي دي.

باختر دولتي خبري آژانس د خبر له مخې؛ د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د میدان وردګو د چک ولسوالۍ برېښنا بند د لیدنې پر مهال ژمنه وکړه چې د نوي کال په پيل سره به د دغې نیمګړې پروژې چارې په چټکۍ پيل او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

سرپرست وزیل وویل چې حکومت د هېواد او هېوادوالو ته د خدمت په برخه کې پر خپلو ژمنو ولاړ دی او د خپلو شته امکاناتو په اډانه کې به د ټولو پروژو د سر ته رسولو لپاره تر وروستي بریده خپلو هڅو ته دوام ورکوو.

د چک ولسوالۍ برېښنا بند په افغانستان کې د برېښنا له لومړنیو بندونو څخه دی چې په بیا رغېدو سره، کولای شي د برېښنا له پلوه د زرګونو کورنیو او بزګرانو ستونزه حل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

او خلکو د چک بند به دومره مهم نه وي. ولې ځان او خلک غولوئ؟ ولې د کمال خان او د سلما د بندونو د کانالونو د جوړولو چارې نه پیل کوئ؟ دا بندونه چې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره کانالونه ونه لري، نو ګټه به یې څه وي؟ تاسو لطفاً بنسټیز کارونه وکړئ او په هر امکان چې کېږي د همدغو بندونو لپاره په ښۍ او کیڼه خوا کې لویې ویالې یا کانالونه جوړ کړئ چې ژر تر ژره شاړې ځمکې د غنمو او یا نورو غلو دانو د کرلو لپاره تیارې شي. مننه

طوطی

ملا خو څه انجنییر ندی چی کانالونه پری جوړه وې. د کانالونو طرح، تیزاین او چاری مسلکی کسانو ته ضرورت لری. اوس خلک ټول په تیښته دی.

طوطی

د کابل د شکر دری په ولسوالی کی یو بند په نوم د شاه او عروس چی چاری یی باید لاپخوا بشپړل شوی وای او ګټی اخیستو ته سپارل شوی وای لا تر اوسه یی کار ندی تمام شوی. تیر حکومت په خپله وعده کی پاتی راغلی بیا امارت راغلی، امارت هم وویل چی راتلونکی میاشت کی به دا بند افتتاح شی خو ګورو چی څو میاشتی نوری هم تیری شوې. امارت ورځ تر بلی خپل اعتبار د خلکو منځ کی له لاسه ورکوی. تر اوسه نه مکتبونه شروع دی نه پوهنتونونه او نه هم امارتیانو خپل کورونه له پاکستان… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx