افغانستان

بګرام کې یوې پیغلې یو امریکايي عسکر وژلی

نن ټکی اسیا(جمعه، زمري۱۷مه، ۱۳۹۳ل): د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې یوې کلیوالې پیغلې د د امریکايي ځواکونو له لورې د خپل کلي د محاصرې او د کلیوالو د کورونو د تلاشۍ پر مهال د کورني ټوپک په مټ ډزې کړې او یو امریکايي عسکر يې پکې وژلی.

د لومړنیو ورکول شویو معلوماتو سره سم، په بګرام کې مېشت امریکايي ځواکونه پرون سهار وختې د یو لړ چاڼیزو عملیاتو په موخه د بګرام د نیازیو کلي ته له رسېدا سره جوخت، د ملکي خلکو په کورونو کې تلاشۍ، د کلیوالو تړل او بې ځایه ځورول پیل کړي او تر بېګا ناوخته پورې یې لا هم پای ته نه وو رسېدلي.

دا راپور د لومړي ځل لپاره د طالبانو د ویندوی ذبیح الله مجاهد له لورې له رسنیو سره شریک شوی.

په خبرپاڼه کې ، چې یوه کاپي يې نن ټکي اسیا ویب پاڼې ته هم را رسېدلې،راغلي؛ چې پر امریکايي ځواکونو دا برید کوونکې تنکۍ پېغله نازنین نومېږي، د محمد اجان چې په رئیس هم مشهور دی لور او د همدې نیازي کلي اوسېدونکې وه.چې څه موده وړاندې کوژده شوې وه، خو لا واده شوې نه وه.

د ښاغلي مجاهد له راپور سره سم، یادې پیغلې د خپل کور د تلاشۍ پر مهال له نیږدې فاصلې نه یو ناڅاپه پر امریکايي عسکرو د چریز ټوپک برید وکړ او یو عسکر یې ځای په ځای وواژه.

ویل کېږي، چې د نوموړې پيغلې له مرګوني برید سمدستې وروسته نورو امریکايي عسکرو پر نازنین ډزې کړې او بالاخره یې د خپل کور په انګړ کې شهېده کړې.

 مجاهد همداراز زیاته کړې، چې د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په نیازیو کلي کې امریکايي ځواکونو د ملکي خلکو د کورونو پر پلټلو او د بې ګناه ولسي خلکو په ځورولو لاس پورې کړی، چې تر اوسه پورې ادامه لري.

د نوموړي په وینا : «له تیر ماښام را هیسې د بګرام ولسوالۍ په مختلفو کليو باندې د امریکايي وحشي عسکرو لخوا چاپه روانه ده چې د اړوکو په کلي کې امريکايان د مجاهدينو له سخت غبروګون سره مخ شوي، ۳ امریکايي عسکر قتل ۲ ټپيان شول، ۲تنه مجاهدين او ۴ تنه عام کليوال هم د امریکايانو لخوا شهيدان شوي دي.»

د بګرام سیمه یېزو چارواکو د پېښي او یادو عملیاتو د تایید او رد په اړه تر دې دمه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده، چې دا په روانه میاشت کې پر امریکايي ځواکونو څووم خونړی برید دی، چې ترسره کېږي.د تیرې سه شنبې په ورځ په کابل کې پوه افغان سرتېري رفیق الله هم د خپل افغاني ننګ و غیرت په مټ پوه بې ساري برید کې د امریکايي ځواکونو یو لوړ پوړی جنرال و واژه او له لسو زیات امریکايي او ایټالوي عسکر یې ژوبل کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
aiAssadulah Nuyazi

Mohtarmo lekwaloo Assalamu Alaikum Pe deer dranaawee ghwalem taso ta wowaayem chee da hamla parron mazeegar shroow shwah aw pe klee kay che de Hezbi Islami mujhidden woosee, de haghoyee mukabela woklah, de kelle khalek toolw wasle wakhestee aw de Hezb Mujahedeeno saraw yaw zay shwell aw de kuffaroo mukaabella yee woklah Da khor de khpel de wror de ghach akhestyoo de parra yawk kafer murdar kel. la hom de neazoo mantekah muhasera dahh. duua wekleey ———— محترم لیکوال السلام علیکم په ډیر درناوي غواړم تاسو ته واایم چې دا حمله پرون مازدیګر شروع شوه او په کلي کې چې… نور لوستل »

جبیرعبرت

دادروغ ده چی په کلی کی حزبیان دی حزب أوس مهال دناټومربوط ده مجاهدین یی نه وو أونه شته

aiAssadulah Nuyazi

Deera manena, de nun asia web panney na
Mohtarama wrora Ebrat sahiba
Da Khabere makawah, gunaah dah, wali khpelo wrono ta tatoo wayee, te kh da teber de khpel pe peshoo wahee
, Hezb mujahideen ka nato sara dee aw ka Talibanoo sara, mung ba yee see wersara laroo.
kho de Hezb mujahideen delta pe neyazeo key de kuffaroo sara jangezze.
Ka per day wake eat te khafa shweey no bakhshena ghwalem

aiAssadulah Nuyazi

deera bakhshena ghwalem chee zema mobile de pashtu neshee lekelay

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x