افغانستان

اسلامي امارت زعیم زابل کې له علماو او ولایتي چارواکو سره کتلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د افغانستان اسلامي امارت زعیم شیخ هبة الله اخندزاده د یوه ځانګړي سفر په ترڅ کې، د زابل له ځایي علماو او ولایتي چارواکو سره کتلي دي.

باختر دولتي آژانس د راپور له مخې ښاغلي اخندزاده د دغه سفر پر مهال مسوولینو ته وویل چې له ولس سره ښه چلند وکړي، په ادارو کې له مامورینو سره نېکه رویه وکړي، د بیت المال پوره خیال وساتي او تکبر او غرور ونه کړي.

د اسلامي امارت زعیم زیاته کړه چې د اسلامي امارت فرد فرد دې د خپلو مشرانو او امیرانو اطاعت وکړي.

هغه وویل چې څوک چې چېرته ټاکل شوي دي، هغه ده ټاکلي دي، او څوک چې د ده له خوا د ټاکل شوي آمر اطاعت نه کوي، هغه په واقعیت کې د ده اطاعت نه کوي.

د اسلامي امارت زعیم همدا راز له چارواکو وغوښتل چې خپل مسوولیت د شریعت او اسلامي احکامو په رڼا کې مخته یوسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

11 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

چی کله به لدې حلالو درواغو څخه لاس واخلو؟

pattang

اول یې له ځانه شروع کړه چې مونږ پرې پوه شو ْ

غوربندي

افسوس چې تاسو هر څه ته په خپله خیرنه اپیینه کې نه کتلای،،، خپل مخ به هم په دې بدرنګه آیینه کې بدرنګ وینې…

حلال درواغ فقط د قم په مکتب کې شتون لري.

نثار

منبع ؟

دکتور مجاهد

غلام حضرت ، شک په یقین بدل شو، چه له کوم ځآیه مو منشا پیل شوی سپک سپیکی خبری کوی

غ.حضرت

ته خو کېنه بیانزی ساب د لندن لمر ته چی ویټامین D دی بشپړه سی.

Karwan

ماهميشه ويلي، چه دغه غ حضرت په هر مليت پوري چه اړه لري، خو خپله يو رذيل متعصب او فاشيست انسان دي!
نوره تبصره دغ حضرت په مورد دوخت ضايع ده. دنن تکي اسيا دمحترمو چلونکو نه هيله لرم چه زما ليکني نشرکړي. مننه کاروان

غوربندي

غ. حضرت صاحب ماته یو مینه ناک سړی رامالومېژي،،، البته له خپلې میراثي عقیدې سره لاس او ګرېوان دی،،، ډېره تمه شته چې هدایت به ومومي باذن الله…. او تر مونږ به هم ښه و اوسي ان شاالله.

غ.حضرت

ممکن فاسق او فاجر او عاصی او فاشیسټ او متعصب به یم
خو
د الله سبحانه پر ښکلی مخلوق ( تعقل ) سخت مَیَن او عاشق یم
که څه هم
د معشوق اثر په عاشق کی الزاماً د مشاهدې وړ نه وی.
بله دا چی
زه د خپلو عقیدتی او فکری مخالفینو د کنځاوو د اورېدو څخه سخت خوند اخلم او هغه د ځان لپاره یوه درنه تحفه او توښه ګڼم.
بناً
د نورو سپکو غبرکونونو د توفیق په هیله دی یم کار وران ساب.

دکتور مجاهد

غوربندی صاحب، تاسی ډیر مهربانه او د اسلامی امارت د قیادت په شان د ښو او بدو دواړو سره د سولی په نیت روغبړ کوۍ مجرمینو ته هم عمومی بخښنه کوی ګوندی ښه شی. زما له نظره دا نیمه ناسمه او حتی خپله جرم دی چه مجرم ته بخښنه وشی مګر په هغه صورت کی چه د مجرم جرم د بخښنی وړ وی عبدالله ، کرزی او غنی ته بخشنه کول د اسلامی قانون له مخی ناسمه مګر افغانی دود کی شته کله ګټه او کله ډیر تاوان لری خو د تاوان اړخ یی زیات متصور وی. د غلام حضرت… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

د غلام حضرت د [[ د حلالو دروغو ]] په اړه : اسلام کی چه د دوه کسانو یا کورنیو تر منځ روغه جوړه کی دروغ روا دی، که د کفارو په ګیر کی راغلی د ځان ژغورنی د پاره دروغ حتی کفر منل روا دی او داسی نور . مګر غلام حضرت د سولی په مخالف اړخ کی قرار لری د سولی او اسلامی نظام زغیمانو په شو کړنو هم د بطلان خط کشوی. هو، په اهل تشیع او دموکراسی کی دروغ نه یواځی روا پلکه تقوی ده نه یواځی دروغ بلکه غلا، او درغلی هم د اهل تشیع… نور لوستل »

Back to top button
11
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx