افغانستان

جوبایډن د افغانستان اسعاري زیرمو د برخلیک اړوند فرمان لاسلیک کړ

نن ټکی اسیا (شنبه،  ۲۳ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د امریکا ولسمشر هغه اجرایوي فرمان لاسلیک کړ چې له مخې به یې د افغانستان بانک اسعاري زیرمو له منځه ۳،۵ میلیارده ډالر د ستمبر د ۱۱مې د پېښې لپاره ساتل کیږي او ۳.۵ میلیارده نور ډالر به له افغانستان سره د مرستو لپاره استفاده کیږي.

پرون د جمعې په ورځ نيويارک ټايمز ورځپاڼې په يوه راپور کې ويلي و چې د امریکا ولسمشر جوبايډن به د افغانستان اسعاري زیرمو د برخلیک په اړه يو اجرايوي فرمان صادر کړي چې له مخې به يې د امریکا په بانکونو کې د افغانستان نیمايي زیرمې د ستامبر د ۱۱مې د قربانیانو پر کورنیو وویشل شي.

امریکا په داسې حال کې افغانستان بانک اسعاري زېرمې پر خپلو اتباعو د ويشلو لپاره لارې جوړوي چې افغانستان له سخت اقتصادي حالت څخه تيريږي.

امریکا چې په افغانستان کې يې ماتې خوړلې له يوې مخې له افغانستان سره د بشري مرستو اعلانونه کوي او له بل لوري د افغانستان د خلکو شتمنۍ لوټي.

د چارو شننونکي وايي چې د امریکايي ولسمشر وروستۍ پریکړه ظالمانه، غیر عادلانه او استعماري ده او امریکايي ولسمشر  په افغانستان کې د ماتې بدل له ۳۸ میلیونه افغانانو څخه اخلي او د افغانستان اسعاري زیرمې پر خپلو اتباعو د ویش وروستۍ پریکړه د افغانستان د شتمنیو د غلا کولو په معنا ده.

دوی وايي چې د ستمبر د یوولسمې په بریدونو کې افغانان او افغانستان ښکېل نه و او د امریکا په بانکونو کې د افغانستان اسعاري زېرمې د یو حکومت یا یوې ډلې نه دي بلکې د افغانستان د ملت شتمنۍ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد عبدالله

دوى دى نسلى غله خو دلته ددى پيسو د ظبتولو يا دداسى بادولو مقصد دا سو ملياره دالر ندى بلكى نور مقصدونه دوى لرى . دوى د افغانستان په شل كلنه جگره كى ترليونونه دالر چاپ او استعمال كرل نو دا سو مليارده دالر ظبتولو دندورى فقط نمايشى بنه لرى چى مطلب دا د جنگ تاوان له افغانانو چى د بايللى جنگ تاوان اولته دوى غوارى او بله داده چى دوى نغوارى دومره غته پيسه په يو وارى د طالبانو لاسونو ته چى اوس په واك كى دى ورسيگى زكه چى دوى پر هر طالب اعتماد نشى كولى او ممكن… نور لوستل »

خوګياڼي

د امریکا د انسانيت او انسان دښمنې څيره په ښکاره ډول بربنډه شوه، کوم چې د افغانستان مظلوم ولس په شتمنيو چې په ميلياردونه ډالره کېږي په ظالمانه توګه خيټه واچوله. او د يولسم د ستمبر د وژل شوو کورنیو ته يې د ويشلو امر صادر کړ. اول خو دسپتمبر يولسم پيښه کې هيڅ يو افغان دخيل نه وو. دويم اکثره امریکايان دا پيښه د امریکا د حکومت کار ګڼي. دريم په افغانستان او عراق د بهانې د پاره دا پيښه امریکا له خوا وشوه چي په زکر شوو ملکونو حمله وکړي. په افغانستان د حملې کولو پلان 2001 ع… نور لوستل »

pattang

د امریکا زور همدغه جنګی قدرت دی چې ظالمانه یې هرې خواته د قطل لپاره استوي او لکه لیونی حیوان طاقت یې نه کیږي چې مرګ او وژنه ونکړي او بی له وژنې یې ځان بخار کوي ! عقل او منطق یې زور او جهالت دي ! انسانی حقوقو ته کوم نورم نلری هر څه چې غواړي هغه کوي او ټول تاریخ په ظلم کې تیر شوی او تیریږي !!‌ اوس به راشم ددې جاهل غوښتنې ته : ++ ایا دا غوښتنه حقوقي ده ! که حقوقي وی نو ولې یې دا شل کاله د اشغال په وخت کې دا… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

اوسنۍ اکفری انسانی نړی د ځنګل د لیوانو او ځناورو تر قانون ښکته او ذلیله دی. او هغه دا چه ۱ ـــ د ځنګل ځناور خو واښه، میوه جات او سبزیجات نه شی خوړلی هاضموی جهاز یی د غوښو خوړولو د پاره چوړ شوی نو جبرا نور هغه حیوانات چه خونړی غاشونه نه لری شکاروی او خوری. موږ انسانی ځناورو د پاره خو الله ج د غوښو په څنګ کی سبزیجات او میوه جات هم خلق کړی یعنی زموږ هاضموی جهاز ورله برابر جوړ کړی. ۲ ـــ د غره ځناور چه ماړه شی هسی حیوانات نه وژنی او نه یی… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx