نظــر

د بې اخلاقه زورورې امریکا په منطق کې (مړ هم زه او پړ هم زه)!

دوکتور عمر عماد

پداسې حال کې چې داسې هیڅ ثبوت نه و او نه شته چې د سپتمبر په بریدونو کې دې افغانان ښکېل وي، خو د وخت فرعون جورج بوش د افغانستان له چارواکو وغوښتل چې هغه تورن عرب باید بې له چون او چرا هغوی ته تسلیم کړي، خو افغان حکومت استدلال کاوه چې هغوی ته د کره شواهدو د درلودلو پرته د هغه تسلیمول ستونزمن دی، هماغه و چې یوه میاشت وروسته امریکا او پرنګیانو په افغانستان خپل ظالمانه برید پیل کړ او لږ وروسته یې بیا په بن کې خپل ګوډاګیان سره راټول او په یو جوړ جاړي یې د ( شرکاء متشاکسون) فاسده اداره جوړه کړه، بیا د نړیوال استکبار استازی اداره(ملګري ملتونو) هم د ایساف د ځواکونو د راتګ او د افغانستان د رسمي اشغال پریکړه وکړه.

د شلو کلونو په اوږود کې نه د امریکایانو په مشرۍ د ایساف ټلوالې په افغانستان کې د هیڅ ډول جنایت څخه ډډه ونه وکړه او نه یې لاسپوڅو افغاني چارواکو د هیڅ ډول فساد څخه دریغ وکړ، تر څو چې د الله تعالی په مرسته د اشغالګرو او د هغوی د دوستانو ټغر ټول شو.

حق خو دا دی چې امریکا باید افغانانو ته د جنګ تاوان ورکړي او مجرمان یې د جنګي جنایتونو په تور محاکمه شي، خو چون د زور په ځنګلي قانون کې د حق په نوم کوم لغت نشته بلکه دلته یوازې د زور او قوت لغت موجود دی، نو ځکه د جنګي تاوان موضوع لا تر اوسه هیڅ مطرح شوې نه ده.

خو د حیرانتیا خبره دا ده چې اوس خبره بیخي سرچپه شوه!

اوس د پېښې نه پوره شل کاله وروسته امریکایان وایي مونږ به د افغانستان د کنګل کړو پیسو یوه برخه د سپتمبر د قربانيانو کورنیو ته ورکوو، يعنې ځما لکونه بې ګناه افغانان چې دې د خاورو لاندې خاورې کړل، د بمونو مور باندې مو حتی د غر شنې ونې وسوځولې، په زرګونو کسانو باندې دې زندانونه ډک کړل….الخ

دا ټول هیڅ نه، خو ستا برجونه چې خدای خبر چې چا نړولی دی، پړ پکې زه شوم او تاوان یې زما د بېوزله ولس څخه اخلي!

دې ته وایي د بې اخلاقه زورور منطق.

اله العلمین دې د کبر څلی ونړوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx