نظــر

هو، دريغه ستا پر حال امته!

دوکتور عمر عماد

نن مې د هغې هندۍ مسلمانې باتورې محصلې ویډیو ولیدله چې د غوا بچیانو یې مزاحمت او د حجاب سپکاوی کاوه، نو هغه زمرۍ راپیاده شوه چې په لسګونه ضباع یې شاوخوا را ټول شوي او ورته غاپي خو یو هم دا جرئت نشي کولای چې خوله ورواچوي.

خو څه فکر کوئ چې که له هندي چارواکو سره د امت د غبرګون یو بڅرکی خیال هم و داسې بې باکي به یې کړې وه؟

کله هم نه!
زه پدې کې هیڅ شک نلرم چې که دغه د پیسو بنده ګانو همدومره اندیښنه درلودله چې مسلمانان به لږ تر لږه د هغوی د مبتذلو فلمونو سره پریکون وکړي، ددې سپین سترګۍ به یې تصور قدرې هم نه و کړی.

خو، هغوی پوهیږي چې نن سبا په مسلمانانو کې څومره اسلام پاتې دی.

هغوی پدې پوهیږي چې نن سبا مسلمانان د ځمکې پر مخ تر هر چا کم ارزښته مخلوق دی.

ته به وایې چې ګویا هغوی مسلمانانو ته د اسلام د پیغمبر هغه خبر او خبرداری اوریدلی دی چې ورته وایي نږدې ده چې پر تاسې به نړیوال داسې راټولیږي لکه خوړونکي چې په کاسه راټولیږي، ناستو کسانو ترې په حیرانتیا پوښتنه وکړه چې دا به زمونږ د کمي له کبله وي؟

رسول الله صلی الله علیه وسلم ځواب ورکړ چې: نه، تاسې به هغه وخت ډیر وئ لکن داسې به وئ لکه د سېلاب زګ، ستاسې د دښمانو له زړو به ستاسې هیبت ایستل کیږي، ستاسې په زړونو کې به بې همتي او ویره اچول کیږي.(يوشك أن تداعى عليكم الأمم، كما تداعى الأكلة على قصعتها. فقال قائل: ومن قلة نحن يومئذ يا رسول الله؟ قال: بل أنتم يومئذ كثير، ولكن غثاء كغثاء السيل ولينزعن من صدور عدوكم المهابة وليقذفن في قلوبكم الوهن… ) الحدیث.

ای د ایمان په غرور مستې او مغرورې پېغلې!
هغوی یوازې ستا حجاب نه بلکه ستا دین نشي زغملی او ته د یو څو باحجابه پیغلو نه، بلکه په یوازې ځان د ټول امت استازیتوب کوې.

نو همداسې دنګه دنګه درومه!
ګوندې وي چې ستا هسکه غاړه زمونږ مخنثو ځوانانو ته د غاړې هسکولو چل ورزده او دې نیم ژواندي امت ته د بیا راژوندي کېدلو درس ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx