نظــر

د افغانانو وینه هم د انسان وینه ده!

احسان افغان

تازه امریکا پتیلې ده چې د افغانستان د ولس سرمایه پر باطلو دعواوو او پوچو دلایلو سره لیلام کړي او په افغانستان کې ناورین رامنځ ته کړي.

د امریکا جمهور رییس په ادرس هغه خبرونه حیرانونکي دي چې د افغانانو پانګه درې نیم ملیارده ډالر د یوولسم سپټمبر د قربانیانو کورنیو ته وویشي.
دا کار د امریکا داسې سرغړونه ده لکه په افغانستان کې د بیګناه افغانانو وینې تویول.
ایا د امریکا برید افغانانو کړی چې د افغانانو پانګه امریکا لیلام کړي حقایق د نړیوالې ترهګرۍ څه وو؟

حقایق:
د افغان شوروي د جهاد پر مهال امریکا د اسامه بن لادن په ګډون عرب سخت دریځ جنګیالي په ټکساس کې وروزل په یو نیم سل میلیونه امریکايي ډالرو یې ورته فقط د روزنې کمپ جوړ کړ او بیا یې افغانستان ته راولیږل.

د عرب جنګیالیو تولید خو لکه د داعش د امریکا کار و چې ګڼ هېوادونه یې پرې له خاورو سره خاورې کړل او جنوسایډ یا عام وژنه یې په کې وکړه.
همدا رنګه افغانستان ته یې یوولسم سپتمبر بهانه کړ او په افغانستان یې بې شرمانه یرغل وکړ او نړۍ یې ملګرتیا وکړه او په افغانستان کې هغه ظلمونه د القاعده او ترهګرۍ په نوم امریکا او نړیوالو وکړل چې د بشریت تاریخ ترې شرمیږي.

ایا عرب او القاعده جنګیالي د افغانانو په جنازو کې و چې بمبارونه پرې وشول، د افغانانو د ودونو په وراوو کې وو چې بې رحمانه بمبار شول، د خلکو کورونه بمبار شول، په ړندو مزایلو او انسان ضد بمباریو کې افغان تور سرې، ماشومان، زاړه ووژل شول.

سلګونه زره افغانان امریکا په بې رحمۍ سره ووژل او نړیوالو تش په نوم د بشري حقونو مدافعینو یې تماشا کوله.
امریکا د طالب او القاعده په نوم د افغانانو کورونه ویجاړ کړل، دیني عالمان، قومي مخور او ځوانان یې ووژل او افغانستان ته یې د بليک واټر په څېر ګڼ کرايي قاتلین راوستل او افغانان یې پرې شهیدان کړل، ایا افغانان بشریت نه و انسانیت چیرته و، که انسانیت یوازې د امریکا لپاره دی.

چا د عرب جنګیالیو په لاس الوتکې ورکړې.
ایا د هلمند په مارجه او نورو سیمو کې، کندهار، نیمروز، زابل، غزني، میدان وردګو، کاپیسا، کندز، کونړ، ننګرهار، پکتیا کې عام وژنې د امریکا او کرایي قاتلینو له لوري ونه شوې نړۍ ولې سترګې پرې پټې کړې او د افغان انسان وینه یې بې بها وګڼله.

ایا امریکا د بمونو مور او نورې کیمیاوي او بیولوژیکي وسلې د افغانانو پر وژنه ونه ازمایلې.
افغانان یې په خپلو کې سره په یو او بل نوم ونه وژل.
په دې هر څه څنګه با وجدانه نړۍ سترګې پټوي.

د امریکا او ملاتړو سرتیرو ته یې د عام وژنو له امله عصبي ناروغۍ پیدا نه شوې، چېرته ده په انسانیت منکره نړۍ؟

دلته خو امریکا د بشریت ضد هغه ناخوالې وکړې چې د مور په غیږو کې یې ماشومان شهیدان کړل زمونږ مزدورو افغانانو او نړۍ پرې سترګې پټې نه کړې.

د ترهګرۍ قرباني خو افغانانو ورکړه بې رحمي له افغانانو سره وشوه، ووژل شول افغانان.
او اوس د افغانانو پیسې لیلام کیږي دا به هیڅ منطق ونه لري او نه به افغانان اجازه ورکړي.

د یوولسم سپټمبر له قربانیانو ډیر کسان امریکا د افغانستان په هر کلي او ولسوالۍ کې شهیدان کړي دي.
خو بالاخره دروغجنې او قاتلې امریکا اسامه بن لادن په افغانستان کې ونه مونده او د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد په ایبټ اباد کې یې شهید کړ.
او له هغې وروسته یې هم د افغانانو وژلو ته دوام ورکړ او نړۍ یې ملګرتیا وکړه.

د ترهګرۍ قرباني چا ورکړه افغانان یې په خپل منځ کې وجنګول او اخر په شرمېدونکې ماتې له افغانستان وتښتیدل.

د دې لپاره چې اوس د خپل شرمیدلي یرغل او شرمیدلي تاریخ او افغانانو د عام وژنې له پړې ځان خلاص کړي نو د افغانانو سرمایه لیلام کوي او پردي اوښان بښي.

که نړۍ انسانیت ته ژمنه وي له افغانانو سره دې ودریږي او له امریکا دې د افغانانو د وژنې تاوان وغواړي.

د افغانانو د وینو وژنو او بې سرپرسته فامیلونو کورنیو ته به څوک جنګي جبران ورکوي.
اسلامي هېوادونه بې اتفاقۍ او غلامۍ خوړلي او غیر اسلامي هېوادونو له افغان انسان او مسلمان سره خپله دښمني ثابته کړې ده.

افغانانو یو ناره شئ، یو غږ شئ، د خپلو وینو پوښتنه له انسانیت څخه منکرې نړۍ نه وکړئ او ټولې نړۍ ته د انسانیت غږ پورته کړئ.
بس دی چې تر اوسه ووژل شو، و ربړېدو، بې کوره بې اوره شو نور چاته فرصت مه ورکوئ.
د خپل حق پوښتنه وکړئ د خپلو وینو تاوان وغواړئ.
زمونږ وینه هم د انسان وینه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

اوس د امریکا دښمنه پالیسي د اسلام او مسلمانانو سره پخپله جوبايډن واضح او بربنډه کړه چي د افغانستان د مظلوم مسلمان ولس د کنګل شوو شتمني په حکله ظالمانه پريکړه وکړه. مونږ مسلمان امت بايد دا درک کړو چي امریکا هيڅکله هم زموږ او انسانيت په ګټه نه بلکې په ضد او دښمنه ده. بايد زمونږ باور يوازې په الله تعالى وي. او د امريکا او د هغوي د لاسپوڅو ملکونو د رسمیت پېژندلو په طمع کيڼه نوو. او خپل اسلامي نظام په مکمله توګه جوړ او شرعي نظام قايم کړو. انشاالله

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx