ورزش

ملي لوبډله له قطر څخه بنګلاديش ته روانه شوه

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۳ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن شنبه د قطر له پلازمينې دوحې څخه د بنګلاديش په لور روانه شوه.

ټاکل شوې ده د افغانستان او بنګلاديش لوبډلو ترمنځ د درې يو ورځنيو او دوه شل اوريزو سياليو سيريزونه ترسره شي چې د فبروري له ۲۳مې به پېل شي.

کرکټ بورډ د ملي لوبډلې د سفر په اړه خبر ورکړی خو د بنګلاديش پر وړاندې لوبو لپاره تراوسه ځانګړې لوبډله نه ده په ډاګه شوې.

داسې اټکل کيږي چې لوبډله به په ګډه د بنګلاديش په سيليهت ښار کې لومړی تمرينات ترسره کوي او له هغې وروسته به ځانګړې لوبډله اعلانيږي.

د بنګلاديش او افغانستان ترمنځ د لوبو سيريز داسې مهال ترسره کيږي چې له دې وړاندې د زمبابوې پر وړاندې سيالۍ د ځينو تخنيکي ستونزو له کبله لغوه شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx