نظــر

پتلون دې سوړې سوړې راووړ

لیکوال: فضلي پکتياوال

وايي په يوه کلي کې يو ډير باټو او غورو هلک وو، مور پلار به چې د کوم کار کولو خبره ورته وکړه نو ده به په ځواب کې ورته ويل : دا زمونږ د کلي هلکان چې کوم کارونه کوي دا دې ځوان ته څه دي، که زه ميدان ته ور ووتم بيا به خلک زما د کارونو په ننداره وي.

يوه ورځ يې مور ته وويل : صبا سهار وختي خر راته په کته کړه، غواړم غره ته ولاړ شم او ښه دروند بار راوړم، وبه يې ګورې چې دا ځوان د کلي له ټولو هلکانو مخکې هم راشي او له ټولو دروند بار هم راوړي، مور يې ډيره خوشحاله شوه، سهار وختي يې خر ورته په کته کړ او ښه نازولی تبر يې په لاس ورکړ.

هلک خر تر مخ کړ او د غره په لور رهي شو، کله چې غره ته ورسيد مټې يې را پورته کړې او د سټو په وهلو يې لاس پورې کړ، دا چې دی يوازې باټو او غورو وو او د هيڅ ښمرې نه وو نو کومې سټې ته به يې چې ډب ورکړ له ځان سره به يې وويل : دا خو ډيره سخته ده.

ټوله ورځ يې د سټو په ډبولو تيره کړه، غرمه مهال د کلي نور هلکان را ورسيدل، باټو لا په غره کې په کومه پسته سټه پسې ګرځي، مور يې له ډيرو هلکانو وپوښتل چې زوی يې دوی وليد که نه؟ هلکانو ورته وويل په غره کې يې وليد چې ګرځيدو.

لمر په لويدو شو چې ځوان را ښکاره شو، تبر يې په اوږه ايښی او تش خر يې تر مخ را روان دی، کور ته چې را ورسيد په ډيره قهرجنه لهجه يې وويل : مورې خر وتړه او بيا دلته راشه، ستن او تار هم درسره راوړه، د خره له تړلو وروسته مور يې په ستنه کې تار کش کړ او د زوی خوا ته ورغله، زويه ستړی مشې، خير ده که نن همداسې راغلې، بلد خو شوې، په بل وار که خير وو ښه دروند بار به راوړې.

مورې دا خبرې پريږده پرتوګ مې را وګنډه، زويه پرتوګ دې په څه څيرې شوی؟ او هو ! ولې مورې غره ته تګ تا ته دومره آسان کار ښکاري؟ ښه زويه را نږدې شه، مور يې د پرتوګ په ګنډلو پيل وکړ، د باټو ځوان له پرتوګ يو يو ټک وباسي او له ځان سره دا مصرۍ زمزمه کوي :

پرتوګ دې راووړ سوړې سوړې

چې هره سوړه يې ګنډم خندا راځينه

زما په فکر د کابل په قرغه کې وژل شوي امريکايي جنرال به هم شايد دلته له راتلو مخکې خپلې کورنۍ ته ډيرې باټې وهلې وي، واورئ ! دا زمونږ عسکر چې افغانستان ته تللي او هره ورځ يې تابتونه او جنازې را روانې دي دا چندان عسکر نه دي، زه چې ورشم بيا به يې دنيا وويني چې زه له طالب او افغانانو سره څه کوم.

همدغه باټو هم افغانستان ته ځان را ورساوه او دا دی اوس بيرته خپلې کورنۍ ته ورغی، ارمان مې دا ده چې د ده سوړې سوړې فتلون ته به د کورنۍ غړيو څه ډول مصرۍ ويلې وي.

په اخير کې د هيواد هر زلمي چې دا کارنامه تر سره کړې وي، که د هرې سيمې وي په هديره کې په قبر يې د لوړو جنډو درول پکار دي، او د سيمې ټولو خلکو ته پکار دي چې مزار ته يې ورشي او په غبرګو ورته سلامي شي.

ګرانه اتله او قهرمانه شهيده وروره ! که ستا د مزار ادرس مې ترلاسه کړ او ژوند وفا راسره وکړه خامخا به دې يوه ورځ مزار ته درځم او ستا لوړ همت ته به لاس په تندي سلام کوم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

چی هر سوړه یی ګندم ژاراځینه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x