نظــر

د امریکا په عدالت کې بې عدالتي

محمد‌اسماعيل يون

(يادښت: دا لیکنه هم یو څه اوږده ده، لوستل یې حوصله غواړي، که امریکا کې یې کوم هېوادپال افغان انګلیسي ته وژباړي او اړوندې محکمې ته یې ورسوي په ملي او هېوادني ثواب کې به شریک شي).

د لویو زبرځواکونو اشتباوې او خطاوې هم لویې وي، د غرور پر اس سواره شي، له یوې وړې تېروتنې یې پیل کړي او په پای کې همدا وړې وړې تېروتنې یوه په بله پسې غوټه شي او د یو ستر زبرځواک د نړېدو سبب شي.

لومړۍ نړيواله جګړه د یوه شخص د قتل له اشتباه پیل شوه او بیا په کې د اروپا ډېر متمدن هېوادونه او ملتونه وسوځېدل، دویمه نړیواله جګړه هم د هټلر د ځانخوښونې له غریزې پیل شوه او بیا د پنځوس میلیونه انسانانو د ژوند په قېمت تمامه شوه. پخواني شوروي اتحاد هم د یو دیکتاتور د غرور او د یو غوړه مال د کاذب نفوذ او دروغجنو ژمنو له امله خپله اشتباه پیل کړه، خو په پای کې همدا تېروتنه د شوروي د ړنګېدو سبب شوه. امریکا په یو څه توپیرونو هماغه تېروتنه بیا تکرار کړه. که څه هم تر دې دمه لا ړنګه شوې نه ده، خو د ماتې شرم یې تر شوروي اتحاد او زړې برتانیې هم کم نه دی.

امریکا پر افغانستان باندې د خپل یرغل پر مهال له ډېرې بېړې کار واخیست، په کور دننه یې غله او فسادګر را ټول کړل او د طالبانو پر ځای یې د قدرت پر ګدۍ کېنول. دا نامتجانس او مصنوعي ترکیب او دلته د دوی د یوویشت کلن حاکمیت په بهیر کې متواترې تېروتنې، دوی له داسې یو نامطلوب برخلیک سره مخامخ کړل چې د داسې یو نړیوال لومړۍ درجه زبرځواک په فکر کې نه ګرځېدل.

امریکا متحده ایالات د نړۍ داسې یو لوی هېواد دی چې (۹،۸۳۴) ملیونه کیلو متره مربع مساحت او ( ۳۲۹،۵) ملیونه نفوس لري، د نړۍ (۲۵) سلنه انرژي مصرفوي، د دنیا نږدې (۴۰) سلنه سره زر لري او ویل کېږي د ټولې نړۍ نږدې (۳۳) سلنه اقتصاد یې په لاس کې دی، د پیسو کلنی دوران (GDP) یې په ۲۰۲۱م کال کې (یوویشت نیم ټرلیونه) ډالر دی.

له ۲۰۱۵-۲۰۲۰ م کال پورې د افغانستان د ټولو پیسو کلنی دوران یوازې ( شل ملیارده) ډالره و او اوسنی حالت که په پام کې ونیول شي، نو کېدی شي زموږ د هېواد ټول کلنی دوران (لس ملیارده) ډالرو ته را کښته شوی وي، یعنې په امریکا کې د دوی د پیسو کلنی دوران نږدې(دوه زره ځله) تر افغانستان زیات دی.

د اقتصاد دا حجم او د ټکنالوژۍ دا پرمختګ په دې مانا نه دی چې دوی به ګنې په ټولنیز ډګر او د عدالت د تامین په برخه کې هم همدومره تر افغانانو لوړ وي، بلکې په دې برخه کې حق د افغانانو په طرف دی.

کله چې په تېر اګست کې طالبانو یو ځل بیا پر افغانستان خپله ولکه ټینګه کړه، نو امریکا کې د هغه هېواد حکومت د افغانستان ټوله پانګه، چې نږدې(اته نیم ملیارده) ډالره کيږي، کنګل کړه.
له افغانستانه تر وتلو وروسته سم له لاسه داسې اوازې خپرې شوې چې د امریکې د یوې محکمې د پرېکړې له مخې به ددې پیسو یوه برخه د سپټمبر د (۱۱ )مې نېټې د پېښې د نږدې (څلور زره تنو) قربانیانو کورنیو ته ورکول کېږي. که دا پرېکړه عملي شي، نو د افغانانو د اقتصادي مظلومیت پېټی به لا دروند شي او امریکا حکومت به په افغانستان کې د تېرو سیاسي او جنګي جرمونو او تېروتنو په تعقیب د مظلوم افغان ولس پر وړاندې د نورو بشري او اقتصادي جرمونو مرتکب هم شي.

دلته غواړو د امریکا د حکومت او بیا د محکمې د نظر او پرېکړې د اړوندو خواوو د مسولیت او مکلفیت په باب یو څو څرګندونې ولرو:

د پرېکړې اساس له دې محتوا سره تړلی چې (اسامه بن لادن)او د هغه ملګرو پر امریګا برید کړی، د طالبانو تېر حکومت ورته پناه ورکړې او دا ځای یې د امریکا پر ضد کارولی دی، نو ځکه دوی ګرم دي او تاوان باید پرې کړي. په دې باب باید وویل شي:
۱-اسامه او عرب جنګیالي خپله د امریکا د لویو پالیسیو زېږنده وو، دوی یې د روسيې پوځونو په مقابل کې وجنګول او د دواړو تر منځ د جګړې په بهیر کې افغان ولس ته درانه زیانونه واوښتل.

۲-اسامه او ملګري یې د هغو جهادي ډلو له خوا افغانستان ته راوړل شوي وو، چې وروسته د امریکایانو د کورنیو ملېشو په توګه د هغو له خوا وکارول شول او د امریکایانو د شل کلن پوځي حضور په بهیر کې د واک و ځواک او نعمت خاوندان وو، امریکا ددې پر ځای چې طالبانو ته، چې اسامه ورته له تېرو جهادي ډلو په میراث پاتې و، سزا ورکړي، باید له اصلي محرکینو او عاملینو سره یې پر خپل وخت حساب او کتاب کړی وای.

۳- طالبان چې کله لومړی ځل واک ته ورسېدل، نو د افغانستان بانک په خزانه کې یوازې پنځوس ګون او سلګون نوټونه پاتې وو، چې دا مهال د زیات انفلاسیون له امله ناچله شوي وو، نور هېڅ نه وو، یوې روسي کمپنۍ رباني، مسعود او یو انګلیسي کمپنۍ جنرال دوستم ته بې پشتیوانې پیسې چاپولې چې د افغانیو ارزښت یې(یونیم زر ځله) را غورځولی و.

د طالبانو د حاکمیت پر مهال د ټول هېواد کلنۍ بوديجه نږدې ( یو پنځوس ملیونه ) ډالره وه چې د زېرمه کولو لپاره یې هېڅ چانس نه و، له درېیو هېوادو پرته یې نه حکومت چا په رسمیت پېژنده او نه یې خپله کرنسۍ لرله.

۴- که د امریکایانو له خوا د غرامت خبره مطرح وای، نو د طالبانو د تېر حکومت پر مهال به یې دا موضوع عملي کړې وای، لږ تر لږه، عربي متحده امارات، سعودي عربستان او پاکستان، چې د طالبانو واکمني یې په رسمیت پېژندلې وه، د امریکایانو سیمه ییز متحدین وو او خپله اسامه بن لادن ورسره هر ډول اړیکې درلودلې، هغو ته به یې ویلي وو چې ګورئ موږ له دې خلکو خپل غرامت او تاوان غواړو.

۵-د امریکا له یوې محکمې پرته بلې هېڅ کومې نړیوالې محکمې ته نه دا موضوع راجع شوې او نه پرې چا نظر ورکړی دی؛ نه مدعي دعوه کړې، نه څارنوال دعوه اقامه کړې او نه مدعی علیه چا پوښتلی چې ته څه سپیناوی لرې او کنه؟ بس یو حکومت دی، یوه محکمه ده، نه مدعي شته، نه مدعي علیه، نه د دعوې صورت شته او نه یې سیرت.

۶-لکه څنګه چې دمخه مو وویل د طالبانو، په حاکمیت کې د هېواد ټوله کلنۍ بوديجه نږدې (۵۱) ملیونه ډالر وه، نه په مرکزي بانک کې کومه زېرمه وه، نه د پیسو پشتیوانه، اصلاً هغه وخت د دوی حکومت پيسې چاپولې نه، نو پشتیوانې ته یې څه اړتیا وه؟ دا (اته نیم ملیارده ډالره) پشتیوانه خو د هغوی د نظام تر سقوط وروسته د شلو کلونو په بهیر کې د افغان ولس د مجموعي کار او زیار په برکت رامنځته شوې، چې د سرو زرو او نورو اررښتمنو اسعارو ټولیز ارزښت هم په کې شامل دی، نو دا زېرمه خو د ولس ده، طالبان یې په جوړونه کې هېڅ لاس نه لري، نو اوس به د طالبانو د اعمالو په کفاره کې ولس خپله دا زېرمه هم له لاسه ورکوي.

۷-عجیبه خبره خو دا ده چې د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني. نه یې د افغان ولس استازي بولي، خو د ملت د پیسو مسؤل او مالک یې بولي، دا خزانه خو اصلاً د ولس ملکیت دی چې حکومت یې وکالت کوي او مرکزي بانک یې حراست، نو چې دلته حکومت او مرکزي بانک په رسمیت نه پېژنې او نه یې د ولس د ارادې ممثل ګڼې، نو د دومره لویې خزانې مسولیت ورته ولې راجع کوې؟

۸- خپله امریکایانو او نورو نړیوالو طالبان یوه ترورستي ډله بلله او ځینې یې لا اوس هم ترورستان ګڼي، نو که داسې وي، دا زېرمه ولې طالبانو ته راجع کېږي، ایا د امریکا د محاکمو په قانون کې کومه داسې ماده شته چې ترورستان کولای شي، د امریکا په بانکونو کې هم خپلې پیسې کېږدي، په هغو ګټه هم وکړي، شل کاله په دوران کې هم وي، د یو داسې هېواد او جغرافیې لپاره چې د نړۍ سلو هېوادونو او ملګرو ملتونو له خوا په رسمیت هم پېژندل شوی وي، د هغوی لپاره پیسې هم چاپ کړي، خو خپله حکومت هم نه وي، یو ډله وي، شل کاله وروسته یو محکمه راپاڅي وايي چې نه دا پیسې د دوی د تېر حکومت په وخت کې د شوي جرم له امله درڅخه ګرځوم. په داسې حال کې چې محکمه دا نه شي ثابتولای چې دا پیسې د کوم وخت دي؟

۹-که طالبان دومره تکړه وي چې د خپل تېر پنځه کلن حاکمیت په بهیر کې یې په خپل مټ په مرکزي بانک کې ( اته نیم ملیارد ډالره ) زېرمه جوړه کړې وي، نو دا خو بیا د بلا بچیان دي چې د امریکا او پنځوسو هېوادونو په ګډون تېر شل کلن حکومت یو ډالر هم زېرمه نه کړای شو او طالبانو په څلورو پنځو کلونو کې دومره اقتصادي توره وکړه، نو بیا خو کېدی شي ولس ووایي چې موږ ته همدغسې ګټور حکومت په کار دی!؟

۱۰-د اسامه د شتوالي په پلمه پر افغانستان یرغل وشو، د افغانانو کلي او کورونه بمبارد شول، خو څو کاله وروسته اسامه د پاکستان په ایبټ اباد کې پیدا شو، د وژلو عملیات یې په دومره چټکۍ وشول چې بارک اوباما په خپل کتاب کې ولیکل: ((ځینې وخت ډېر عادي شیان هم ډېر مهم وي، خو د کار پر وخت د سړي له یاده وځي؛ کله چې امریکايي پوځیانو پر اسامه عملیات کول، نو د هغه د قد اندازه ورته معلومه وه، په دې اندازه یې خپل یو عسکر هم پیدا کړی و او ویل یې کله چې اسامه ووژل شي، ته به ورسره وغځېږې چې پوره معلوم چې رښتیا هم اسامه دی کنه؟)).

بارک اوباما زیاتوي:((پوځیانو دېته فکر نه و کړی چې د سړي پر ځای باید متر ځان سره یوسي، په هغه یې د قد اندازه معلومه کړي، کله چې اسامه ووژل شو ببا یې په بیړه همغه عسکر، چې قد یې له اسامه سره برابر و، له اسامه سره وغځاوه او باور یې پوخ شو)).

د غټو ځواکونو دغسې فکرونه هم وي، اوس یې افغان ولس د طالب تر عنوان لاندې په دې جرم نیولی چې تاسې ولې اسامه ته پناه ورکړې وه، خو له کوم اصلي پناه ځای څخه چې را ووت، هغو ته هېڅ هم نه وايي. که د امریکا په عدالت کې رښتیا هم عدالت وای، نو د پاکستان حکومت یې باید په دې کیس کې رانیولی وای، ټوله پانګه یې ورته کنګل کړې وای او که پیسې نه درلودلې، نو اټوم بم یې ترېنه د تضمین په توګه اخیستی وای. عجیبه منطق دی اسامه له پاکستانه راووت، خو د مور بم یې پر افغانستان وکاراوه!

۱۱-دا اسامه څوک و، د چا زوی، د کوم توک و؟ نسب یې درلود که نه همدلته افغانستان کې تولد شوی او لوی شوی و؟
ټولو ته معلومه ده چې (لادن) کورنۍ په سعودی کې د پنځو شپږو مطرحو کورنیو له جملې څخه یوه ده، په سعودي کې زیات جایدادونه لري او ګڼې ساختماني چارې یې پر غاړه دي، ټولیزه پانګه یې لسګونو ملیاردو ډالرو ته رسېږي، یو درجن زامن یې د خپل همدې پلار په پیسو په انګلستان، فرانسې او نورو لویدیځو هېوادو کې د عیش او عشرت په وروستۍ پوړۍ کې ژوند کوي ، د امریکا یوې محکمې هم د هغه له پانګې څخه د غرامت د اخیستو خبره مطرح نه کړه، خو د غم غوټه یې ټوله د افغان ولس پر اوږو بار کړه.

۱۲-اسامه د سعودي عربستان تبعه و او د کورنۍ يو شمېر غړي یې لا اوس هم هملته اوسي، پانګه یې هم هلته زېرمه ده، بن لادن د سعودي په ټولنه کې د افراطي اسلام مفکوره او انګېزه خپله کړې او بیا افغانستان ته راستول شوی دی، نو ولې اصلي پالونکي او روزونکي ته لاس نه وروړي چې د یو مظلوم ملت په اوښکو لوند ګرېوان مو ټینګ نیولی دی؟ سعودي همدا اوس د امریکا په بانکونو کې تر ( څلورسوو ملیاردو ډالرو ) زیاته پانګه لري، د غرامت لپاره باید پر دغو پیسو غور وشي او زیاته برخه یې باید افغان ولس ته په دې خاطر ورکړای شي چې د همدوی د سترو او ناعادلانه لوبو قرباني شوي او له جغرافیې څخه یې د جنګ د ډګر په توګه ناوړه ګټه پورته شوې ده.

۱۳-دلته په کابل کې نویو چارواکو سره دا فکر دی چې دا نږدې(لس ملیارده ډالره) که را خلاص شي، نو دوی به پرې د خپلو مامورینو معاشونه ورکړي، په پوځي ډګر کې به یې ولګوي او د خپلې بوديجې کسر به پرې پوره کړي. په همدې خاطر ګرم تبلیغات کوي، د خپل یو منظم اقتصادي پلان نشتوالی هم په دې پلمه پټوي چې هغه دي امریکا د افغانستان پیسې بندې کړي کنه هر څه به سم وو؟!

حقیقت خو دا دی چې د دې پیسو یوه زیاته برخه د افغاني بانکنوټونو ملاتړ یا پشتیوانه ده، که دا پیسې له هغه حالته را ووځي او په بل ځای کې وکارول شي، افغاني بانکنوټونه به د باد بڼکه شي او سخت انفلاسیون به رامنځته شي. د ډاکټر غني حکومت کې یو شمېر کړیو هم هڅه وکړه چې له دې پیسو څخه د جنګي او سیاسي موخو لپاره ګټه پورته کړي، خو زیات لاسرسی یې ورته پیدا نه کړای شو، نوي حکومت ته هم باید ددې زمینه برابره نه شي چې د افغانیو له دې ثابتې پشتیوانې څخه د نورو مقاصدو لپاره ګټه پورته کړي.

یوازې یو مقدار داسې پیسې شته چې د هغوی د دوراني حرکت له لارې هرکال افغانستان ته (درې څلور سوه ملیونه) ډالر ګټه راځي، دا پیسې کېدی شي هم د افغانیو د پشتوانې او یا هم د صحت او تعلیم په برخه کې ولګول شي، د دې تر څنګ یو مقدار نورې پیسې دي چې د نړیوالو له خوا په افغانستان کې د پرمختايي پروژو لپاره بېلې شوي، هغه باید ازادې شي. نویو چارواکو ته باید وویل شي چې دا نږدې(لس ملیارده ډالره) د تېر شل کلن حکومت د نیمګړي کار په نتیجه کې د ولس د عامه شتمنۍ یوه مجموعه ده، چې د هغو نږدې(درې سوه ملیارده افغانیو) ارزښت ساتي او تضمین یې کوي چې همدا اوس په بازار کې د چلند وړ دي، د افغانستان بانک پر هر بانکنوټ لیکلي چې:(( د دې سند لرونکي ته وعده ورکوي چې د غوښتنې په وخت کې … افغانۍ ورکوي)).

کله چې د افغانستان بانک د سرو زرو او بهرنیو اسعارو دا زېرمه و نه لري بیا د کوم مدرک له مخې تضمین ورکوي؟ دا رنګه بانکنوټ خو چې پشتیوانه و نه لري دا خو نو تش یو کاغذ دی. بله خبره دا ده چې دا نو څه مانا لري چې د تېر حکومت په بهیر کې راټولو شویو پیسو سره مینه، خو سړیو څخه یې کرکه لرو!؟ حقیقت دا دی چې دا پیسې نه د تېر حکومت شخصي ملکیت دی، نه د اوسني او نه د سباني، دا د ملت مال دی باید ملت ته خوندي وساتل شي.

۱۴-د افغان ولس هیله دا ده چې د امریکا متحده ایالات، د هغوی خاصه محکمه او نړیوال بانک دې لومړی د افغانستان د ټولې هغې پانګې دقیق مقدار معلوم کړي چې تر دې دمه دوی کنګل کړې او یا دوی سره خوندي ده. دویم بیا دې هغه مقدار معلوم کړي چې د افغانیو د پشتیوانې په توګه کارول کېږي او باید خوندي وساتل شي او بل ځای و نه کارول شي، درېیم د افغانستان هغه پیسې دي چې د امریکا په بانکونو کې پرتې وې او له دورانه یې افغانستان ته هر کال یو مقدار ګټه راتلله او څلورم د نړیوالو یو مقدار هغه مرستې دي چې اوس منجمد شوې دي.

۱۵-د نوي حکومت چارواکي کولای شي له امریکا او نړیوالو سره د پیسو له پشتیوانې پرته یوازې د اضافي پیسو د دوراني حرکت د ګټې او همدارنګه د نړیوالو مرسته شویو پیسو د راخلاصون په باب بحث وکړي، د افغاني بانکنوټونو د پشتیوانې پیسو ته هېڅ حکومت د لاس ور وړلو حق نه لري، هغه هم داسې حکومتونه چې د مشروعیت او تداوم پر وړاندې یې لا ډېر خنډونه موجود دي.نوی حکومت کولای شي له امریکا او نړیوالو سره د افغانستان د بانکي سستم د بیا فعالیت او وصلېدو په باب بحث وکړي نه دا چې یوازې د تېرو راټولو شویو پیسو پر محور ورڅرخي.

۱۶-ویل کېږي چې امریکا کې اجراییه، مقننه او قضایه قوه د یو مثاوي الاضلاع مثلث بڼه لري، د امریکا محکمه باید د اجراییه قوې تر دومره سیاسي فشار لاندې رانه شي چې د امریکا د حکومت د سیاسي ماتې غچ د طالبانو د تېر حاکمیت په پلمه له عامو افغانانو واخلي، دوی ته باید روښانه وي چې تاسې خپله وایئ چې طالبان د افغانانو سیاسي استازولي نه شي کولای، نو چې داسې ده بیا د افغان ملت د ټول عمر د تکلیفونو د پانګې صلاحیت ولې هغوی ته منسوب شي.

محکمه که له طالبانو غچ اخلي نو خپل حکومت دې محاکمې ته راکاږي چې ولې یې داسې یوې ډلې سره په دوحه کې د سولې تړون لاسلیک کړ چې د امریکا له محکمې سره مخکې تر مخکې کیس لري او د امریکایانو پر وژنه ګرم ګڼل شوي دي.

ایا د امریکا محکمه پر دې نه وه خبره چې په قطر کې د طالبانو د دفتر لګښت په مستقیم ډول د امریکا د حکومت او په نامستقیم ډول د هغه د ګټو د شریکباڼي( قطر ) له خوا ورکول کېږي. نو چې یو څوک د چا د سیاسي دفتر لګښت پر غاړه اخلي، د هغوی د تېرو او راتلونکو سیاسي اعمالو د غرامت مسؤلیت دې هم وزغمي. سبا به محکمه دا هم ووايي چې قطر کې د طالبانو پر دفتر د امریکا دومره لګښت راغلی، د افغان ولس له ملي زېرمې دې دا لګښت هم وګرځول شي! ایا دا عادلانه او منطقي بحث دی؟

۱۷- افغان ولس د امریکا له حکومت، ولس، په تېره بیا له محکمې څخه دا هیله او غوښتنه لري چې ظالمانه او ماشومانه پرېکړې دې نه کوي، تېرې تېروتنې دې بیا نه تکراروي، د نړۍ د یو لوی او متمدن ملت او د عدالت د یوې مؤثرې سرچینې په توګه دې خپل مسؤلیت و پېژني، که افغان ولس ته د جنګي غرامت او تاوان د ورکړې په برخه کې له اخلاقي او حقوقي پلوه ځان ګرم او مسؤل نه ګڼي، نو د خپل حکومت او سیاسيونو د بې کفایتیو بار دې هم پر مظلوم افغان ولس نه باروي، کومه پېښه چې د سپټمبر پر (۱۱) مه په امریکا کې وشوه، دا د هغه هېواد د امنیتي او سیاسي سکتور د بې کفایتیو نتیجه وه، هېڅ افغان په کې دخیل نه و. اوس نو چې د دې کار د زیان جبیره له افغان ولسه غواړئ ، داسې ښکاري چې یو ډېر زورور او زبرځواکی پانګوال، چې د پانګې مقدار یې دوه زره ځله له یو مظلوم ملنګ څخه زیات وي او دی ورته ووايي چې څو کاله وړاندې ما یو روزل شوی انډیوال ستاسې کلي ته د خپل دښمن د ځپنې لپاره درلېږلی و، ښه مې پړسولی او ستایلی و، خو چې زما رقیب ستاسې کلي کې مات شو، زما دوست له ما څخه باغي شو، ما ته یې ستاسو له کلي د تورو برېښ کاوه، بیا زه ورپسې راغلم دلته مې کلي او ولسونه پسې بمبارد کړل، سړی پیدا نه شو، څو موده بعد مو د خپل یو بل دوست له کلي را ووېست، هلته مې وواژه، اوس نو راکه هغه یوه روپۍ چې د شلو کلو په نتیجه کې دې د خپلو خولو په زور ګټلې او د لاس په ورغوي کې دې د خپلو ماشومانو لپاره ټینګه ساتلې ده. ځکه چې زما دښمن څو ورځې دلته ستا په کلي کې ځان پټ کړی و!؟ د امریکا د محکمې قضاوت دې ته ورته یو قضاوت دی!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx