افغانستان

کابل امنیه قومندانۍ وايي د انجنیرمحمدخان د کور دننه نښته خپلمنځي ده

نن ټکی اسیا (شنبه،  ۲۳ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران د انجنیرمحمد خان په کور کې نښته تایید کړې ده.

د راپورونو له مخې تېره شپه د جهادي قومندان انجنیر محمد خان په کور کې نښته شوې وه چې له کبله یې د نوموړي زوی او یو ساتونکی وژل شوی و.

د کابل امنیه قومندانۍ وايي چې دغه نښته د انجنیر محمد خان د کورنۍ خپلمنځي نښته وه او له بهر څخه څوک دغه کور ته نه دي ورغلي.

خالد ځدران ویلي چې د ښاغلي انجنیرمحمد خان یو ساتونکي چې د نوموړي باجه هم دی، تایید کړې چې نښته د کور دننه شوې او له بهر څوک کور ته نه دي داخل شوي.

هغه زیاته کړې چې امنیتي ځواکونه په سیمه کې حضور لري او د پېښې په اړه تحقیقات کوي.

انجنیرمحمد خان د حزب اسلامي جهادي قومندان او د استخباراتو رئیس و. په تېر نظام کې نوموړی د اجرائیه رئیس لومړی مرستیال هم و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله مجید وردک

چی بد گرزی بد به پرزی !

طوطی

ولی څه یی کړی وه چه زه هم خبر شم؟

Karwan

طوطي ته څه دپياز سر يا بيخ ئي چه خبر شي! ورځه خپله له محمد خان نه پوښتنه وکړه. پوه شوي. بل کار نلري، تمامه ورځ په نن تکي اسيا کي اوتي بوتي ليکي او هغوي هم ستا ټول چټيات نشروي!
کاروان

غوربندي

زه شک لرم چې دا به د شر اچوونکو پنچشیریانو کار وي تر څو د مقاومت منحوثې جبهې ته په دې ډول خلک جلب کړي

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx