نظــر

څنګه کولی شو، چې په افغانستان کې لوړې زده کړې معیاري کړو؟«۳» برخه

احمد جاوید شکیب

د لوړو زده کړو د معیاري کولو لپاره بله تر ټولو اړینه مسئله د تحصیلي نصاب او درسي میتود عصري کول دي. زه داسې افغانان پيژنم، چې په افغانستان کې یې لوړې زده کړې بشپړې کړې؛ خو په خلیج هېوادونو کې په کم معاش سره مزدوري او یا د ټکسي ډریوري کوي. څلورکلنې پوهنتوني زده کړې ورسره د کار په برخه کې ډیره لږه او یا هم هیڅ مرسته نه کوي.

حال دا چې د سیمې هېوادونو (پاکستان، هند، سریلانکا) د پوهنتونونو فارغان په دوبۍ، بحرین، قطر، سعودي او.. هېوادونو کې د ای ټي، میډیا، صحت، معارف او نورو اداري برخو کې په لوړو معاشونو په مسلکي کارونو بوخت دي. په خلیج هېوادونو کې په لوړو مؤقفونو کې د هوسا دندو ترڅنګ د خپلو هېوادونو اقتصاد ته یې هم بې دریغه ګټه رسیږي. د يوې احصايې له مخې اته میلیونه هندیان یوازې په اماراتو کې دندې ترسره کوي او هر کال خپل هېواد ته په میلیونونه ډالر سرمایه لیږي.

اوس پوښتنه دا ده، چې هغه افغانانو چې په خپل هېواد کې یې لوړې زده کړې تر لاسه کړي ولې په خلیج او نورو بهرني هېوادونو کې د خپل مسلک مطابق دنده نه شي ترلاسه کولای؟

د دې پوښتنې لپاره کیدای شي، چې دوه فرضیې تر غور لاندې ونیسو:
لومړی د افغانانو ای کیو نسبت پاکستاني، هندي او … ته کمزورې ده، افغانان سمه زده کړه نه شي کولی.

دویمه فرضیه یې دا کیدای شي، چې په افغانستان کې د لوړو زده کړو مؤسسات هغه څه له ځانه سره نلري چې د ۲۱ پيړۍ له غوښتنو او تقاضاوو سره سم کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي، یعنې افغانستان کې د لوړو زده کړو درسي نصاب او میتود پخوانی، فرسوده او کمزوری دی، د اوسني عصر له غوښتنو سره اړخ نه لګوي.

د فرضیو وضاحت:
لومړۍ فرضیه ناسمه ده، ځکه افغانان د لوړې ای کیو خاوندان دي. که په حاضر عصر کې بهر تحصیل کوونکو افغانانو ژوند ته نظر واچوو نو داسې ډیرې بیلګې شته چې دوی په ډیرو تحصیلي ډګرونو کې لویې، لویې لاسته راوړنې لري او ستر ویاړونه یې ګټلې دي. همدا رنګه پخوانیو افغانانو کې امام اعظم رحمة الله، البیروني، ابوعلي سینا، افغان سید جمال الدین او داسې نور هغه علمي هستۍ دي چې زمونږ تر څنګ زمونږ ګاونډیان یې هم په نومونو افتخار کوي.

دویمه فرضیه سمه ده، د افغانستان پوهنتونونو کې محصلانو ته هغه څه نه ورښودل کیږي، چې په مټ يې یو فارغ د هیواد څخه د باندې د نړۍ په نورو هېوادونو کې له خپلو زده کړو څخه استفاده وکولای شي. دلته درسي نصاب ډیر پخوانی او کمزوری دی کیدای شي د لوړو زده کړو د وزیر څرګندونې چې له پراخو نیوکو سره مخ شوي تلویحاً همدې مسئلې ته اشاره وه.

لکه څرنګه چې د محاربې په ډګر کې د اوس عصر ام فور او د تیر عصر موش کش ندې سره برابر همدارنګه اوسنی د ټکنالوژۍ پر مټ اپډیټ نصاب او نوي درسي میتودونه د پخوانيو زړو او له کاره لویدلو درسي میتودونو او نصاب سره اصلاْ د پرتلې وړ ندې.

د لوړو زده کړو په ډګر کې زما دیارلس کلنې تجربې دا راته ثابته کړې ده چې د افغانستان د لوړو زده کړو د نصاب تقریباً ډیرې برخې نیمګړتیاوې او ناخوالې لري او په کاري او عملې ساحو کې مؤثره نه تمامیږي. دلته سنتي درسي میتود چې یوازې حفظ کول په کې شرط دی غالب دی. په یوې مشخصې ساحې کې د محصل وړتیا د معلومولو لپاره یوازې د محصل د تشریح کولو او میخانیکي ډول د حفظ شوي موادو لیکلو ارزیابي کیږي. عملي میتودونه، لکه علمي سیرونه، پروژې او داسې نور ابتکاري او عملې هڅونکي میتودونه یا ډیر کم رنګې دي او یا له سره وجود نلري له بده مرغه زمونږ د محصلینو قیمتي وخت د داسې موضوعاتو په حفظولو ضایع کیږي چې د اوسني عصر (تکنالوژۍ عصر) او په شغلي بازار کې هیڅ ورته اړتیا نه لیدل کیږي، بالعکس هغه څه چې ورته په کاري ساحه کې اشده اړتیا لیدل کیږي په درسي کریکولم کې په ذره بین هم نه لیدل کیږي.

دا لاملونه د دې سبب کیږي چې مونږ ونشو کولای د علم او تخصص په وسله سمبال او پیاوړی فارغ ټولنې ته وړاندې کړو. زمونږ فارغ به په تشو حفظ کړل شوو اکسپایر معلوماتو څنګه د نورې نړۍ له فارغینو سره سیالي وکولای شي؟!

د افغانستان پوهنتونونو درسي نصاب کې باید ژور بدلون راشي نصاب باید د پراخه تحقیق پر بنا د ۲۱ مې پيړۍ د شغلې غوښتنو په اساس چمتو شي. دا زموږ د سهار او ماښام د دعا برخه هم ده. موږ له رب څخه غوښتنه کوو (اللَّهُمَّ إنِّي أَسْأَلُكَ عِلْماً نَافِعاً، وَرِزقاً طَيِّباً، وَعَمَلاً مُتَقَبَّلاً) نو په اخروي ژوند ترڅنګ باید د دنیوي ژوند لپاره باید د علماً نافعاً لپاره هڅه وکړو.

په افغانستان کې د تیر نظام په ورستیو کلونو کې په دې برخه کې لږ څه کار وشو خو په هیڅ صورت کافي نه و. یعنې دا باید یوه دوامداره پروسه وي او جاري وساتل شي.

په کور دننه او بهر لوی شرکتونه، کمپنۍ یا Stakeholder د پوهنتون څخه فراغت سند ته نه بلکه هغه وړتیا او مهارت ته اړتیا لري، چې د پوهنتون فارغ په درسي نصاب کې يې لوستي وي او کاري ساحه کې يې تطبیق کړي. د بیلګې په توګه د ژرونالیزم په برخه کې محصلانو ته حروف چینې، د راډیو تخنیک، د تلویزیون تخنیک او ځینې داسې مضامین تدریس کیږي، چې دا یو هم په عملي ساحه کې چلش نه لري، د راډیو تخنیک په ځای اوس د کمپيوټر پروګرام کول ایډیټ دی، د تلویزیون د تخنیک په ځای اوس اډابټ پریمیر د کمپيوټر یو پروګرام دی، د مطبوعاتو د تخنیک په ځای اوس په کمپيوټر کې ډیزایننګ او ویب جوړولو پروګرامونه کارول کیږي. اوس پوښتنه دا ده، چې د یوې راډیو مسؤل څنګه د ژورنالیزم د پوهنځي هغه فارغ په دندې وګماري، چې د راډیو تخنیک يې زده وي اما د کول ایډیټ د کمپيوټر پروګرام باندې نه پوهیږي. ځکه داسې فارغ په عملي ساحه کې کار نه شي کولی.

همدا رنګه د انجینري په برخه کې اوس عصري وسائل او کمپيوټري پروګرامونه لکه اټوکیډ شتون لري خو موږ د انجینرۍ په پوهنځيو کې محصل ته د نقشو رسامي drawing ور زده کول کیږي. شرکت داسې انجینر ته اړتیا لري، چې هغه په اټوکیډ باندې پوه شي، ځکه اوس د لاس د نقشو د رسامۍ زمانه نه ده.

بله مهمه خبره محاوره ده، د افغانستان د لوړو زده کړو د مؤسسو څخه ډیری فارغان په بین المللی ژبو نه پوهیږي. حال د لویو کمپنیو سرویګانې دا ښيي، چې کارفرما یا stakeholders هغه کسانو ته کار موندنې کې لومړیتوب ورکوي، چې په لیکلي او شفاهي ډول ښه محاوره ولري. نو پکار دا ده، په تحصلي نصاب کې د ژبو د مهارت مضامین شامل شي.

ما د افغانستان د بیلابیلو پوهنتونونو د شرعیاتو پوهنځيو ته بریالي محصلان لیدلي، چې په عربي ژبې بلکل نه پوهیږي خو بیا همداسې د شرعیاتو پوهنځي څخه فارغ وي، چې د عربي ژبې مهارت يې د نشت په حساب دی. حال دا چې په دین پوهیدو لپاره عربي ژبه کیلي ده. ترکيې دا مشکل رفع کړی دی. په ترکیه کې هر هغه محصل چې شرعیات لوستل غواړي، مکلف دی، چې د شرعیاتو د پوهنځي د پیل څخه مخکې یو کال د عربي ژبې پروګرام تعقیب کړي.

دا خو ثابته شوه، چې د لوړو زده کړو د معیاري کولو لپاره له مهمو او اساسي شرایطو څخه یو باید دا وي، چې د افغانستان د لوړو زده کړو مؤسسو تحصيلي نصاب د ۲۱ پيړۍ د غوښتنو د کار د بازار او لویو کار ورکوونکو شرکتونو د تقاضاوو مطابق چمتو شي. اوس پوښتنه دا ده، چې دا نصاب به څوک جوړوي؟

د نصاب جوړولو دنده د پوهنتونونو د ماهرو مسلکي استادانو ده، چې په خپل مسلک کې د کافي تجربې ترڅنګ د نړیوالو بدلونونو په پام کې نیولو سره ژوره او دوامداره مطالعه ولري. ډیری کسان داسې فکر کوي، چې تحصلي نصاب باید د لوړو زده کړو وزارت جوړ کړي، چې دا ناسم نظر دې. د ۲۱ پيړۍ د غوښتنو مطابق نصاب یوازې د هرې برخې وړ د پوهنتون مسلکي استاد او یا په مسلک کې متخصص اشخاص جوړولای شي او بس. د لوړو زده کړو وزارت یوازې د تسهیل، انسجام، مراقبت، ارزیابي او مانیټورینګ رول لوبوي. لوړو زده کړو وزارت کې د برنامو ریاست د همدې کار د مراقبت کار فعالیت کوي.

بل مهم ټکی دا دی، چې په ځانګړې تخصصي رشته کې د نصاب جوړونکو لپاره یوازې لوړه علمي رتبه (پوهاند، پوهنوال، پوهندوی او … ) مهمه نه دي، په یوې ځانګړې رشتې کې یاد استاد باید د پایلو پربنسټ د زده کړې (Outcome Base Education ) په سیستم هم وپوهیږي.

د پایلو پر بنسټ زده کړه یا OBE سیستم کې هر مضمون ځانګړي اهداف لري، چې د مضمون اهداف بیا د برنامې د اهدافو بشپړونکي وي او د برنامې اهداف بیا د کار په عملي ساحې کې د تطبیق وړ وي.

د پایلو پربنسټ سیستم باندې د پوهیدنکي کریکولم جوړونکي استادان باید خپل مسلک کې update هم وي. یعنې په نړیوالو ژورنالونو کې د خپل مسلک مطابق تازه نشر شوې علمي مقالې يې لوستلې او په تخصصي برخه کې د نويو بدلونونو او څیړنو څخه په واقعي معنا خبر وي.

په افغانستان کې د لوړو زده کړو د معیار پر وړاندې بل لوی خنډ دا و، چې په تیرو شلو کلونو کې بالخصوص د کرزي په وخت کې تقریباً اکثره خصوصي او دولتي پوهنتونونه او په پوهنتونونو کې تخصصي څانګو ایجاد د سیاسي اهدافو ترلاسه کولو وسیله ګرځېدلې وه. د پوهنتون او برنامې ایجاد لپاره مسلکيتوب، تخصص او د ټولنې اړتیا ته ډېره لږه توجه شوې او یا هم هیڅ پام ورته نه دی شوی. په ولایاتو کې پوهنتونونه د ضرورت او کافي اندازې متخصص او ماهرو استادانو د شتون په نظر کې نیولو پرته، یوازې د وکیل، جنګسالار او د قوم کوم ټیکه دار د خوشحاله کولو لپاره پوهنتون، پوهنځی او څانګې ایجادې شوې دي، چې د لوړو زده کړو معیار ته يې یوه نه جبرانونکې خساره وړاندې کړې ده.

بیلګې يې ډیرې دي، خو یوازې د شیخ زاید پوهنتون د اردو د څانګې د ایجاد موضوع دلته ذکر کول غواړم. په شیخ زاید پوهنتون کې په داسې حال کې د اردو ډیپارتمنت ایجاد او د کانکور په آزموینه کې د محصلانو د جذب لپاره کوډ ورکړل شو، چې یاد ډیپارتمنت لپاره هیڅ مسلکي استاد شتون نه درلود.

ځینو هغو داوطلبانو چې د اردو ژبې څانګې ته بریالي شوي څلور کاله يې د اردو ادبیاتو یو مسلکي استاد هم نه درلود. بالاخره د دې لپاره چې د اردو څانګه له منځته لاړه نه شي د اردو ډیپارتمنت څخه هغه فارغان چې په څلورو کلونو کې هیڅ نه وو لوستلي؛ کادر کې شامل او استادان کړی شول. اوس پوښتنه دا ده، هغه چا چې څلور کاله په مسلکي برخه کې هیڅ نه وي لوستلي نو محصلانو ته به څه ورزده کړي؟ په دې صورت کې د لوړو زده کړو وزرات مکلف دی، چې د دې مشکل د رفع کولو لپاره یادو استادانو ته د ظرفیت د لوړولو چانس برابر کړي.

خصوصي پوهنتونونو وضعیت تر دې بدتر دی. د کمیت له پلوه په افغانستان کې له سلو ډیر خصوصي پوهنتونونه د سیاسي نفوذ لرونکو کسانو لخوا ایجاد شوي، چې د سیمې په کچې يې ساری نشته خو له کیفي پلوه د محدودو خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو پرته تقریباً اکثر يې د تحصيلي اسنادو د ورکړې تجارت کوي.

د لیکوال په دوستانو کې یوه کس ورته وویل، چې کابل کې یوې خصوصي د لوړو زده کړو مؤسسې ته ورغلم، تر څو یوې څانګې کې زده کړه وکړم، د مؤسسې له مسؤلې مدیرې سره مې خبرې وکړې، چې زه خو یو څه مصروفیت لرم. نو مدیرې فوراً پرته له کومې ویرې وویل، چې مشکل نشته سمستر په سمستر زموږ فیس راکوه، نو موږ دې په ښو نومرو کامیاب او له خپلې مؤسسې څخه فارغ او د فراغت اسناد درکوو. لیکوال یاده موضوع د لوړو زده کړو د محصلانو معین سره هم شریکه کړې ده.

د دې ټولو مشکلاتو سربیره د تیر حکومت په وروستیو کې د لوړو زده کړو ځینو مخلصو با تجربه مسؤلینو د نصاب د اصلاح، مسلکيتوب او په پوهنتونونو کې د برنامو د ایجاد لپاره د پام وړ هڅې پیل کړې دي، د لوړو زده کړو له نوې رهبرۍ څخه هیله کیږي، چې د هغوی مثبت کارونو ته دوام ورکړي تر څو د نړۍ سره سیال تحصیلي نصاب چمتو کړو.

نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx