نظــر

علامه اقبال(رح) او د غرب تعلیمي دام

حسين احمد ملاخېل

علامه اقبال لاهوري(رح) هغه څوک چې هم یې غرب لیدلی هم شرق، هم عالم و هم پروفیسر، هم انجنیر هم استاد هم ډاکتر او هم حکیم و، او هم علامه و.

اقبال دلته د مستشرقینو په لاس تعلیم وکړ، بیا غرب ته لاړ د غرب نظریه، فلسفه، اخلاق او هرڅه یې ولوستل، په راتګ سره یې خپل ملت ته څه وصیتونه او نصیحتونه راوړل، چې ګورئ د غرب په تعلیم دوکه نه شئ، د غرب تعلیم د انسان څخه څه جوړوي هغه بیا دۀ په خپلو شعرونو او نظریاتو کې بیان کړی دی.

دی وایي چې زه غرب ته لاړم غرب ماته دام ایښی و، هم یې دانې اچولې وې، خو ما هغه دانې ترینه راوښکلې او له جال څخه مې ځان وساتو، په یو بل شعر کې بیا وایي چې څنګه زه د غرب ددې فتنې نه بچ شوم او د دوی په شکل او طریقه ورسره روان نه شوم.

طلسم عصر حاضر را شکستم
ربودم دانه و دامش گششتم
د دې عصر کوډې مې ورماتې کړې او دانه مې ترې راوتښتوله چې هغه علم او تجربې وې خو هغه دام مې ورمات کړ.

خدا داند که مانند ابراهیم
به نار او چی بی فروا نشستم
لکه ابراهیم ع غوندې اور باندې کېناستم خو پکې ونه خوځیدم ځکه توکل مې په الله باندې قوي و. ددې په خاطر باندې دا نظریات د قدر وړ دي چې هم یې شرق لیدلی هم یې غرب ولید او استاذان یې د شرقیانو غربیان ډیر پاتې شوي دي.

بل شعر کې وايي د فرنګيانو تعليم د مسلمانانو د وژلو لپاره يوه راويستلې توره ده.

ځکه نسبت زور او تورې ته د تعليم له طريقه کېدای شي يو څوک ډير زر او دوامداره شکل ايل کړای شي. د يو هندوستاني شاعر اکبر اله ابادي د فرعون په اړه وايي:
وہ بچو کے قتلوں سے وہ بدنام نا ہوتا
افسوس کہ فوعون نے کالج کو نا سوچا

وايي: فوعون به د ماشومانو په وژلو کې دومره نه و بدنام شوي، که چېرې يې ورته يو مکتب او پوهنتون جوړ کړی وي بيغمه به يې ماشومانو ته خپل طرز فکر ورزده کولو.
نو هر هغه څوک چې د غرب په تعليم کې لوی شوي وي هغه د خپل، ځان ملت ماضي څخه بيګانه شوي وي. الی ماشاالله.

دغه روزل شوي خلک دوی بيا په هر هيواد کې د خپلو اهدافو لپاره د يوې نانځکې په څېر کاروي. امريکا د همدې موخې لپاره تقريباً په ټوله اسلامي نړۍ کې مختلف تعليمي مراکز جوړ کړي دي، چې د لبنان، انقرې، مصر او کابل امريکايي پوهنتونونه يې مثالونه دي. کله چې د امريکايانو په راتګ د کزري نوې کابينه جوړه شوه له ډلې يې اووه تنه د لبنان امريکايي پوهنتون څخه فارغ شوي وو.

نو دا موضوع تردې راياده شوه چې تېره مياشت امريکا په افغانانو فولبرايټ سکالرشپونه بند کړل مطلب دوی پوهه شول چې د ټولو افغانانو غربي کول سخته ده او نور په افرادو سرمايه ګزاري ګټه نه ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx