نظــر

امريکا د افغانانو پیسې غلا کوي!

حمزه الیاس

دا څو ورځې کیږې چې پر ټولنیزو رسنیو دا خبره ډېره تر سترګو کیږي چې د امریکا اوسنی ولسمشر غواړي، د افغانانو کنګل شوې پیسې د ۱۱ سپتمبر پر قربانیانو ووېشي.
‏د بایډن دا ظالمانه پرېکړه په تر ټولو کلکو ټکو غندم، دوی باید نور له دې ظالمانه کړنو لاس په سر شي، که نه ډېر بد عواقب به ایجاد کاندي، دوی باید د مظلومو افغانانو حوصلې نورې و نه ازمایي، که نه منفي اغیز یې دوی ته هم رسیږي.

امریکا غواړي چې افغانان ځان ته محتاج کړي، امریکا په افغانستان کې نظامي ماتې وخوړه اوس غواړي نور په افغانستان کې اقتصادي جنګ شروع کړي.

بایډن اوس هم نه غواړي چې افغانان دې په قراره شي، دوی غواړي د افغانانو په کنګل شويو پیسو د خپل شل کلن جنګ هغه ټول زیانونه چې دوی ته رسېدلي پرې ورغوي.

باید نور دوی د افغانانو په وینو لاسونه سره نه کړي، امریکا غواړي چې د افغانانو کنګل شوې پیسې داسې چاته ورکړي چې دا شل کاله یې د افغانانو وینې څښلې دي، هغه چا ته چې دا شل کاله یې افغانان په سرو اورونو کې وسوځول، امریکا دې نور ددغسې کیسو نه لاس واخلي.

نور دې پر خپل تاریخ لاتور داغونه نه جوړوي، دا به د امریکا په تاریخ کې تر ټولو د شرم ټکی وي چې یو وار یې شل کاله دا مظلوم ملت په اورو کې وسوزاوه.

او اوس بیا غواړي چې ددې مظلوم ملت کنګل شوې شتمني د همدې مظلوم ملت پر قاتلینو ووېشي.

نور دې د افغانانو د حوصلو آزموینه نه کوي یوازې دې د افغانانو دا څلویښت کلن تاریخ وګوري او ځغلنده نظر دې پرې تېر کړي چې افغانان هیڅکله هم د خپل حریم او خپلو هیوادوالو د حق په دفاع کې درېغ نه دی کړی او نه به یې وکړي.

امریکا دې پر افغانستان د عربي اماراتو، سعودي عربستان او جزیرة العرب سوچ او فکر پر افغانستان نه کوي، چې له هغوی نه یې تېل، پیسې او هر څه غصب کړي، خو هغوی ورته څه نه وایي.

دا افغانان دي او الحمدلله افغانان داسې واکمنان لري چې د خپل هیواد د یوه وچ او بې ارزښته بوټي نه به هم دفاع کوي او هم به د یوې ذرې ذرې حساب ورسره کوي دا لا پرېږده چې دوی دې د افغانانو پیسې غلا کړي.

نور دي امریکا پر خپل تاریخ تور داغ نه لګوي او نور دې له داسې ظالمانه پرېکړو نه لاس واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx