ادبي لیکني

آیلټس

محمدشفیق شرفزی

آیلټس (IELTS) د انګلیسي ژبې ارزونې نړیوال سیستم دی. په هغه هېوادونو کې چې انګلیسي ژبه پکې د اړیکو او ارتباطاتو په موخه کارول کېږي او تاسې غواړۍ هلته زده کړې یا کار وکړئ، نو د آیلټس سند درلودل به تاسې ته هره ممکنه دروازه پرانیزي.
په نړۍ کې له لس زرو څخه زیاتو سازمانونو په دغه ټسټ اعتماد کړی. له دیرشو کلونو راپدېخوا په ټوله نړۍ کې په واحد ډول له یوې ادارې (برتش کونسل) لخوا په لاره اچول کېږي.
دغه ازموینه، چې د یو څخه تر نهه نمرو پورې مقیاص او اندازه ورته ټاکل شوې ده، یانې پوره نمرې یې نهه دي او کمې یې یو نمره ده، چې په نړېواله سطحه منل شوې او د خاص اعتبار درلودونکې ازموینه ده. د IELTS (International English Language Testing System)
IDP: IELTS Australia او Cambridge Assessment English
ادارو لخوا په ۱۹۸۹ م کال کې تأسیس شوې. په نړۍ کې د انګلیسي ژبې یو له مهمترینه ټسټونو اداره شمېرل کېږي.
د آیلټس ازموینه دوه بڼې لري، Academic او General بللی شي.
اکاډمیک ټسټ Academic
د هغه خلکو لپاره دی، چې غواړي په یو بهرني ( انګلیسي ژبې) هېواد کې زده کړې وکړي او یا په تخصصي ډول دنده ترلاسه کړي.
جنرال ټسټ General
د هغه خلکو لپاره، چې غواړي په یو انګلسي ژبي هېواد کې کار او یا مهاجرت وکړي، نو دغه ټسټ ورته خورا اړین دی.
دغه دواړه بڼې ازموینې بېلې بېلې ځانګړتیاوې لري.
آیلټس ستا د څلورو مهارتونو بررسي کوي، چې عبارت دي له اورېدلو، Listening لوستلو Reading لیکلو Writing او خبرې کولو Speaking څخه.
خبرې کول د آیلټس اصلي برخه ده، چې د ممتحن سره مخامخ ترسره کېږي او په عین وخت د خبرو کې ارزیابي کېږي. او همدارنګه ستا جلسه د بیاکتنې لپاره ثبتېږي. پدې ټسټ کې چې (انټرویو یا مرکه) ورته وایي معمولاً انګلسان، اسټرالیایان، نیوزلنډیان او امریکایانو لخوا ترسره کېږي.
د IELTS جوړښت
دغه ټسټ له څلورو برخو څخه جوړ دی، چې هر یو یې ټاکلی وخت لري.
اورېدل Listeningچې ټول وخت یې دېرش دقیقې دی او په پاې کې لس دقیقې نورې درکوي تر څو ځوابونه اصلي ورقې (انسرشیټ) ته انتقال کړې.
لوستلReading چې ۶۰ دقیقې وخت لري او په عین وخت کې به ځوابونه هم اصلي ورقې ته اړوې. پدې کې لکه د لېسننګ اضافي وخت نه درکول کېږي.
لیکل Writing چې دا هم ۶۰ دقیقې وخت لري، او پکې دوه مقالې essay لیکل کېږي یو مقاله چې معمولاً د نقشې، ګراف یا چارټ تجزیه وي او د ۱۵۰ لغاتونو څخه کم نه وي او بل یې یو عنوان درکول کېږي، چې په ټاکل شوي چوکاټ کې باید د ۲۵۰ لغاتو په تناسب په ټاکل شوې موضوع مقاله ولیکې.
خبرې کول Speaking چې له ۱۱-۱۴ دقیقو پورې مرکه ده د ممتحن سره مخامخ د هغه شفاهي پوښتنو ته ځواب ویل دي.
دغه ازموینه، چې ۲ ساعت او ۴۰ دقیقې مسلسل بیدون له وقفې وخت نیسي. البته سپیکنګ یې معمولاً به بله ورځ ترسره کېږي.
د ټولو ګډونوالو( جنرل او اکاډمیک) لپاره د سپیکنګ او لېسننګ ازموینه یوشان وي خو د ریډینګ او راېټنګ بستې د دواړو متقاضیانو لپاره جدا وي.
اورېدل Listening
دغه بخش، چې څلور برخې لري او هره برخه یې لس پوښتنې لري، چې ټولې څلوېښت پوښتنې کېږي او دیرش دقیقې وخت نیسي. معمولاً اول او دوېمې برخې یې عمومي مالوماتو په اړه وي او درییم او څلورمه برخه یې علمي او تخنیکي بحث او لکچر وي. تر ټولو مشکله برخه یې اخرنۍ برخه وي، چې معمولاً د پوهنتون د یو استاد لکچر وي چې لس پوښتنې پکې ځوابېږي.
لوستل Reading
دغه بخش، چې درې برخې لري او ټول ټال ۲۱۵۰ څخه تر ۲۷۵۰ کلمو پورې وي او مختلف سوالونه ترې جوړ شوي وي. په عین لوستلو کې به ځواب پېدا کوې او سیده به یې په اصلي ورقه کې لیکې. املا او درست لیکل اړین دي!
د مقالو متن یې د کتابونو، مجلو، ورځپاڼو او ځینو آنلاین سایټونو څخه برابر کړي وي.
لیکل Writing
پدې بخش کې تاسې ته دوه دندې درکول کېږي، چې باید دواړه تکمیل کړئ. یو یې شل دقیقې وخت نیسي او بل یې څلوېښت دقیقې. که ځوابونه مو لنډ یانې د ټاکلو کلمو څخه کم او یا د موضوع مطابق نه وو نمرې مو کمېږي. پدې بخش کې باید کوښښ وشي، چې خپل الفاظ وکارول شي. (پرافرېزنګ) ډېر مهم دی. کټمټ متن او تکراري لغاتو ته نمرې نه ورکول کېږي.
خبرې کول Speaking
دا بخش، چې د ممتحن او متقاضي لخوا په حضوري ډول خبرې کول دي، درې برخې لری. په لمړۍ برخه کې، چې د ۴ څخه تر ۵ دقیقو پورې وخت نیسي ممکن د معرفت، کور، کورنۍ، کار، زده کړې، ذوق او علاقه، او داسې نور لکه لباس، فري ټایم، انټرنټ کارونه او خوراک په اړه وشي.
دوېم بخش کې، چې د ۳ څخه تر ۴ دقیقو وخت نیسي. په یوې خاصې موضوع د بحث لپاره یو کارټ درکول کېږي، چې (کیوکارټ) بللی شي. یوه دقیقه ټاکلی وخت د تیاري نیولو لپاره درکوي، چې په دوېمه دقیقه سمدواره به خپلې خبرې بیدون له کوم ځنډه پېلوې کله چې مو خبرې ختمې شوې او وخت پاتې وو ممکن ممتحن یو یا دوه پوښتنې د موضوع مطابق نورې هم درڅخه وکړي. دریېم بخش، چې د ۴ څخه تر ۵ دقیقو پورې وخت نیسي چې (فالوآپ کویسشنز) بللی شي، یانې د تېرې موضوع مطابق ځینې پوښتنې درڅخه کوي، چې باید د موضوع مطابق ځوابونه ورکړئ.
ددغه سترې ازموینې د نمرو د ورکړې سیستم
د هر سکېل بېلې نمرې دي، چې وروسته یې اوسط سره حسابېږي. د نمرو سیستم یې د صفر څخه تر نهه نمرو پورې دی. مثلاً که چېرې مو په لېسننګ کې چې ټول ټال څلوېښت پوښتنې دي او لس په شاوخوا کې مو درست ځوابونه وو نو د څلورو نمرو مستحق یې. تر پنځلس درست ځوابونو څلورنیمې نمرې دي د شلو او درویشتو پورې شپږ نمرې دي. د دیرش او دوه دیرشو پورې اوه او اوه نیمي دي تر اوه دیرشو پورې اته نمرې دي او څلوېښت درست ځوابونه پوره نهه نمرې ټاکل شوي دي. دغه شان د ریډنګ هم دي. خو د راېټنګ او سپيکنګ محاسبه له دوی جدا او لږ څه پیچلې او تخنیکي ده. هلته ګرامر، فصاحت، د لغاتونو د استعمال طریقه او قوه، د جملو یو له بل سره اړیکې، د موضوع وضاحت بڼه، د (ټرانزېشنو او لېکنګ ورډز ) پر خپل ځای استعمال او په ټوله کې د آیلټس په ټاکلي فورم باندې تلل دي.
اخستنې
1-Barron’s IELTS Superpack
2- The Official Cambridge Guide to IELTS
3- Cambridge IELTS 14 Academic Student’s Book with Answers
4- Official IELTS Practice Materials
5- Target Band 7: IELTS Academic
6- Ace the IELTS: IELTS General
7- Collins Reading for IELTS
8- Collins Listening for IELTS
9- Collins Writing for IELTS
10- Collins Speaking for IELTS

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx