ادبي لیکني

تخيل او شاعري

لیکوال: مصطفی سالک
په فن کې فن يانې په شاعرۍ کې انځورونه لټول عجيبه ښکاري، خو دا خبره د حيرت وړ هم نه ده. که مختلف فنون د پسرلي خوشبويانې وګڼو، نو بيا شاعري هغه وږمه ده چې دغه ټولې خوشبويانې په ځان کې لري او خپل مستقل وجود هم لري. الفرد ويبر ښه وايي، چې “شاعري د ټولو فنونو خلاصه بلکې جوهر دى. په دې کې د تعمير فن هم شته او د بت توږنې هم، ترکيب او رنګ آمېزي ټول د شاعرۍ کار دى. ګويا شاعري د تعمير فن، بت توږنه او موسيقي هر څه، هر څه ده او دغه ټولې بڼې يوه د بلې پسې غوره کولاى شي.”
خبره مو د انځور کوله، په شاعرۍ کې انځور د تخيل زېږنده ده. تخيل څه ته وايي؟ دې پوښتنې ته د ځواب لټولو پر وخت زما په ذهن کې شکونه پيدا شول، چې دلايل غواړي. پوښتنې پيدا شوې، چې معقول ځوابونه غواړي، لکه تخيل څه شى دى؟ له تصور او حافظې سره څه تړون لري او که نه؟ فلسفيان يې څه ګڼي؟ او ارواپوهنه ورته له کومې زاويې ګوري؟ همدا راز شاعرانه انځور څه ته واي؟ او د انځورګرۍ، بُټ توږنې او د کمرې له تصوير سره څه توپير لري؟ دا او داسې نورې ډېرې پوښتنې دي، چې زما په خيال يې احاطه په دې مقاله کې نه شي کېداى، خو له موضوع سره د ارتباط له مخې به پر ځينو موضوعاتو په خپل، خپل ځاى خبرې وشي او ځينې موضوعات به بل وخت ته پرېږدو.
تخيل څه شى دى؟ پر دې باب محمد هادي حسين د کانټ په حواله ليکي:
“تخيل د هغو موادو نه چې فطرت يې ورته تياروي، د يو دويم فطرت زبردست تخليق کوونکى عامل دى”.
د کانټ دا تعريف ډېر نيمګړى دى، هغه وايي چې تخيل ته مواد فطرت تياروي. دا خبره تر دې ځايه سمه ښکاري چې د تخيل مواد د فطرت اجزا دي، خو له تخيل سره د فطرت مستقيمې اړيکي نه شته، لکه چې د کانټ له خبرې راوځي، بلکې د حافظې قوت دى چې د تخيل لپاره د فطرت تصورات تياروي. تخيل يې يوځاى کوي او يو نوى څيز منځ ته راوړي. مطلب دا چې د تخيل کار د مجسم فطرت پرځاى د هغې له تصوراتو سره دى.
د تعريف په دويمه برخه کې په شاعرانه انداز کې وايي:”تخيل د يو دويم فطرت زبردست تخليق کوونکى عامل دى.” دا خبره هم سمه نه ده، ځکه چې تخيل يو مرکب تصور جوړوي. دغه تصور به نوښت ولري، خو دويم فطرت ورته نه شو ويلاى ځکه چې فطرت د خداى تخليق دى چې نېغ په نېغه زموږ د حواسو په مخکې موجود دى، نو په داسې صورت کې د تخيل محصول ته دويم فطرت ويل په منطق کې سترګې پټول دي.
علامه اقبال د تخيل په باب وايي: “تخيل مى جو کسى شے کو ذهن مى محفوظ رکهنے اور اس کا اعاده کرنے والى قوت هے او جس مى خارجيت سے قطع نظر کلى جاتى هے، فکر کے ايک اعلى زينه تک پهنچ جاتے هے اس سے اعلى زينه وه هے جهان فکر تصورات وضع کرتے وقت ماده سے لا تعلق هوجاتا هے.”
علامه مرحوم د تخيل دوه صفات ذکر کړي دي، لومړى دا چې د اشياو نقل په ځان کې ساتي. دويم دا چې ددې نقل اعاده کوي خو که موږ د ذهني قوتونو د بېلوالي او يا د تخيل د انفراديت قابل يو (لکه چې يو) نو بيا ددې دواړو نه يو هم د تخيل صفت او خصوصيت نه دى، ځکه چې د اشياو نقل ساتل د تخيل نه، بلکې د شعور کار دى او دويم خصوصيت يانې د نقل اعاده هم د تخيل کار نه، بلکې د حافظې دى. له دې خبرو نه همدغه نتيجه راوځي، چې علامه اقبال دلته د تخيل د پېژندګلوۍ په برخه کې موږ ته لارښوونه نشي کولاى. نوموړى چې کومه بله خبره کوي: “اس سے بهى اعلى زينه وه هے جهان فکر تصورات وضع کرتے وقت ماده سے لا تعلق هوجاتا هے” مطلب دا چې د تصور کړۍ د تخيل له کړۍ نه وروسته راځي، خو زما په خيال دا خبره هم سمه نه ده، ځکه چې ړومبى د اشياو تصورات په شعور کې محفوظېږي چې حافظه يې اعاده کوي او تخيل ترکيب ورکوي. دغه ترکيب ته مرکب تصور ويلى شو. که د علامه صاحب مطلب همدغه وي، نو بيا سوال پيدا کېږي چې تصورات خو ساده هم کېدى شي نو مشخص کول يې په کار نه و او چې مشخص نه شي، د تصور د لفظ نه مراد ساده تصور وي. په دې لحاظ د علامه صاحب استدلال زړه ته نه پرېوځي.
ايډيسن وايي:
“د تخيل د مسرتونو نه مراد هغه مسرتونه دي، چې د مشاهدې نه حاصلېږي چې دوه مرحلې يا صورتونه لري. ړومبى هغه دي، چې شى نېغ په نېغه په سترګو ليدل کېږي او دويم هغه دى، چې د کتل شويو څيزونو تصورات (چې په حاظه کې يوځاى شوي وي) څه ناڅه بيا په ذهن کې تازه شي يا تازه کړاى شي”. په دې تعريف کې لاندې ټکي بيان شوي دي:
ړومبى دا چې تخيل د مسرتونو مدخل مشاهده (د باصرې حس) ښوول شوى دى. حالانکه پېنځه واړه حواس د فطرت د تصوراتو مدخلونه دي. نوموړى دويمه خبره داکوي، چې د تخيل د مسرتونو لومړۍ مرحله په سترګو ليدل کېږي. په دې هکله به عرض وکړم، چې دا مرحله په لومړي قدم کې د احساس او په دويم قدم کې د ادراک ده او د تخيل مرحله ورته نه شو ويلى. دويم ټکى، چې د ايډيسن له خبرو راوځي دا دى چې تصورات په حافظه کې ټولېږي، خو زما په خيال حافظه يوه قوه ده چې د تصوراتو اعاده کوي او د جمع کېدو ځاى ته يې شعور ويل کېږي.
د تخيل د مسرتونو د دويم صورت د وضاحت په هکله د نوموړي دا خبره چې “تصورات په څه ناڅه بڼه تازه شي يا تازه کړاى شي” هم د غور وړ ده، د (تازه شي) خبره سمه نه ده ځکه چې ددې مطلب انفعاليت دى او انساني ذهن صرف د احساس پر وخت انفعالي وي. له دې نه وروسته تصورات تازه کېږي، نه تازه کولاى شي. د ايډيسن تعريف ته له کره کتنې وروسته موږ پر دې نتيجه ورسېدو چې نوموړى په دې هکله زموږ لارښوونه نشي کولاى.
اى فاروق د تخيل په هکله د کولرج خيالات داسې بيانوي:
“د کولرج په خيال تخيل په خپلو ابتدايي منزلونو کې د نظم او ترتيب پيدا کولو يوه وسيله ده، دا يوه داسې قوه ده چې موږ ددې قابل ګرځوي چې د اشياوو ترمنځ داسې امتياز وکړو چې د يو حقيقت جوړولو نه وروسته يې هم ادراک کولاى شو.” د کولرج په خيال دا تخيل اولي دى. د هغه په خال تخيل ثاني د تخيل اولي بازګشت دى، خو ددې عمل څه قدر مختلف دى. دا قوت محسوسات بېل بېل کړي، اجزا يې جدا کړي او په هغې کې د يو نوي نظم او ترتيب رنګ پيدا کړي. کولرج په خيالاتو کې زما په خيال دوه نکتې د غور وړ دي:
١_ تخيل د اشياو ترمنځ امتياز کوي.
٢_ تخيل د اشياو ترمنځ ترتيب او تنظيم راولي.
د کولرج دا خبره، چې د اشياوو ترمنځ امتياز کوي، سمه نه ښکاري ځکه چې که موږ امتياز د تخيل دنده وګڼو، نو خامخا به د يوې بلې ذهني قوې (قوه مميزه) نفي کوو، ځکه چې امتياز د همدې قوې کار دى. دويمه خبره سمه ده، خو د اشياوو پرځاى د اشياوو تصورات ليکل په کار وو، ځکه چې تخيل يو ذهني عمل دى چې د تصوراتو ترمنځ ترتيب او ترکيب راولي. محمد حسين هادي ليکي: “د لاطيني ژبې لفظ اميجنيشن Immigination) مانا د باطن سترګې دي، چې د تېرو څيزونو نقشونه ګوري. هغه په نويو طريقو يوځاى کوي خو کوم نوى څيز نه پيدا کوي.”
پورته تعريف کې تخيل ته د باطن سترګې ويل شوي دي. همدغه تخيل دى، خو د تخيل تعريف نه دى، نو دا تعريف يو منطقي تعريف نه دى، بلکې يوه شاعرانه خبره ده چې بنياد يې پر تخيل ولاړ دى. بله نکته پکې دا ده، چې تخيل کوم نوى څيز نه پيدا کوي. دا خبره هم سمه نه ده، د تخيل محصول يو نوى ذهني انځوروي. دا بېله خبره ده، چې ددې انځور اجزا زاړه وي.
مولانا عبدالرحمن په خپل کتاب (مراة الشعر) کې د تخيل په باب ليکي:
“کله چې خيال د حقيقي نړۍ د سيل نه موړ شي، د ذهن په موجوده صورتونو کې له خپله ځانه ترکيب او ترتيب شروع کړي. د چا سر اخلي او د چا پښې، يو نوى مخلق جوړوي او داسې صورتونه مخې ته راځي، چې نه سترګو ليدلي وي او نه غوږونو اورېدلي وي. د طلسم کارۍ دغې درجې ته په رسېدو شعر تخيلي ګڼل کېږي” مولانا صاحب تر څه حده د تخيل ماهيت څرګند کړى دى، خو بيا هم دوه نکتې پکې د غور وړ دي:
لومړى دا چې مولانا صاحب وايي: “کله چې خيال د حقيقي نړۍ د سيل نه موړ شي” زما په خيال دا خبره سمه نه ده، ځکه چې د حقيقي دنيا سيل د حواسو دنده ده. خيال د هغو تصوراتو ذهني ننداره ده، چې حقيقت يې له حواسو نه غاېب دى، په دې لحاظ له حقيقي دنيا سره د خيال د سيل هېڅ تړون نه شته دى.
دويمه خبره دا ده، چې مولانا صاحب وايي: “خيال د ذهن په موجوده صورتونو کې له خپله ځانه ترکيب او ترتيب شروع کړي” ددې نه څرګنده شوه، چې نوموړى خيال او تخيل ته په يوه سترګه ګوري، حالانکه خيال د بسيطو تصوراتو ذهني ننداره ده او ترکيب او ترتيب د تخيل کار دى.
پوهاند محمد رحيم الهام ليکي:
“تخيل د ماهيت له مخې د تفکير يو ډول دى او تفکير په شعور کې د مطالعه کېدونکي شي د ځانګړنو او صفاتو تجريدل او د لازياتې پېژندنې له امله يې په مشخصو ډلو کې وېشل دي.”
د ښاغلي الهام پر تعريف څه نه وايم، ځکه چې نوموړى د تخيل انفراديت نه مني. د تفکير يو ډول يې ګڼلى دى او تعريف يې هم د تخيل نه، بلکې د تفکير وړاندې کړى دى.
زما په خيال تفکير له تعقل سره تړون لري او تعقل دې ته وايي، چې د يو څيز نتيجه په ګڼو ذهنونو کې يو راز وي او تخيل د ډېرو کسانو اتفاق ته اړتيا نه لري.
مولانا الطاف حسين حالي ليکي: “هغه يو داسې قوت دى، چې د معلوماتو هغه ذخيره چې په تجربه ي مشاهده په ذهن کې د اګاهو نه راجمع وي، دا هغې له سردوباره ترتيب ورکوي او په يو نوي شکل کې يې راڅرګند کړي او بيا يې د الفاظو په يو داسې ښاېسته انداز کې اظهار وکړي.”
مولانا صاحب تر څه حده د تخيل د ماهيت احاطه کړې ده، خو دا هم لکه د وړاندينيو تعريفونو دقيق تعريف نه دى.
يو دا چې هغه ذهن د معلوماتو د ذخيرې ځاى ګڼي، د ذهن پرځاى شعور ويل په کار و، ځکه چې ذهن د شعور په ګډون پر نورو ډېرو ذهني قوتونو هم دلالت کوي. بله دا چې نوموړي له تخيل سره الفاظ هم تړلي دي. حالانکه تخيل بغېر د اظهار نه هم په ذهن کې امکان لري او که د اظهار خبره کوو، نو بيا تخيل په مختلفو فنونو کې مختلف اظهاريت لري. مثلاً په انځورګرۍ کې د تخيل اظهار د الفاظو په واسطه نه، بلکې د رنګونو په واسطه کېږي، البټه د شاعرۍ تر سرحده د الفاظو خبره سمه ده.
ځينې فلسفيان داسې هم شته، چې پر دې خبره شکمن دي چې آيا تخيل ځانته يو انفرادي قوت دى؟ که دا د يو بل ذهني قوت دويم نوم دى او که د څو ذهني قوتونو مجموعه ده. کانت د تخيل د انفراديت پيدا کولو په غرض تعريف هم وضع کړى دى، چې په تېرو مخونو کې مو ورته کره کتنه وکړه، ولې بيا هم د تخيل په باب شکمن دي، ځکه خو وايي:
“پر موږ دا تحقيق کول دي چې تخيل له شعور سره يوځاى هغه څيز خو نه دى، چې حافظه، ذکا او د تميز قوت دى او شايد چې فهم او عقل هم همدغه شى دى. ګويا منطق ددې فيصلې قابل نه دى، چې آيا په حقيقت کې يو بنيادي قوت موجود هم دى؟”.
له پورتني اقتبآس نه دا خبره څرګنده شوه، چې کانت د ذهني زنځير د کړيو يانې حافظې، ذکا، تميز، فهم او عقل ترمنځ د تخيل کړۍ ورکه کړۍ ده او ملامته هم نه دى، ځکه که څوک د تخيل په هکله د ارواپوهنې منطق او فلسفې مطالعه وکړي، نو دومره اختلافات او تضادات به يې مخې ته راشي، چې خامخا د تخيل پر انفراديت د کانت غوندې د شک اظهار کوي او يا به يې لکه د ښاغلي الهام د (تفکير) يو ډول ګڼي. موږه د تخيل ځينو تعريفونو ته کره کتنه وکړه او ومو کتل، چې هر چا خپل تعمير په بېلو بنيادونو او مختلفو خښتو درولى دى. په دې کې د ځينو بنيادونه خام او د ځينو نقشې بې نظمه او بې ترتيبه وې. موږ به کوښښ وکړو، چې هغه خامې خښتې لرې کړو، پخې راټولې کړو او نقشې ته يې يو منطقي ترتيب ورکړو چې د تخيل لپاره يو پوخ بنياد پيدا کړو. دا طريقه به په نسبي ډول د نورو تعريفونو په مقابل کې غوره وي، خو ددې دا مطلب هم نه دى چې دا به موږ ته د تخيل په هکله سل په سلو کې يو جامع او مانع تعريف راکړي، ځکه چې تخيل يو مجسم وجود نه لري، چې په استقراري او ساېنسي ډول يې ثابت کړي.
زما پر خيال تخيل په خپل انتهايي منزل کې د فطرت د تصوراتو ترتيب او ترکيب دى. هر څو که د فطرت اجزاو دغه تصورات د مختلفو مرحلو نه تيرېږي، خو اصل څيز فطرت دى. که فطرت نه واى، تصورات به يې هم نه وو، نو فطرت پېژندل هم ضروري دي.
فطرت څه شى دى؟
ددې سوال لپاره پوهانو ډېر ځوابونه ورکړي دي، خو زه به دلته يوازې د رونلډ ډبليو هيپ برن تعريف ذکر کړم. نوموړى وايي:
“په عامه ژبه کې د فطرت نه زه هغه ټول شيان مراد اخلم، چې په هغو کې د انساني صنعت ګرۍ لاس نه وي. زه دلته هغه ټول ممکن اختلافات نظر انداز کوم، چې خلک يې د فطري شيانو په هکله لري.”
دله د يوې خبرې وضاحت ضروري دى، چې فطرت ته د خداىج صنعت ويل شوى دى (او دى هم) ليکن د تخيل مواد يوازې فطرت نه دى، د انسان د لاس جوړ مصنوعيت هم د تخيل لپاره په کار راتلى شي، يانې هر هغه څيزونه چې د انسان د پېنځو حواسو په دام کې راتلى شي، تصورات يې د تخيل مواد دي. بغېر له دې پېنځو حسونو نه يو بل حس هم شته، چې د جمالياتو عالمانو يې ذکر کړى دى، لکه سيسرو چې وايي:
“حسن څه داسې تنزيهي څيز نه دى، چې د تصور په دام کې راځي، حسن که د حواسو په ګرفت کې راهم نه شي بيا هم زړه ددې ادراک کولاى شي.”
د سيسرو دا خبره خو سمه ده، چې زړه د حسن ادراک کوي خو دا خبره يې چې “حسن څه داسې تنزيهي څيز نه دى، چې د تصور په دام کې راځي” سمه نه ده، ځکه چې که زړه هم د ښکلا ادراک وکړي، په انساني ذهن کې يې تصور قايمېدى شي او عجيبه خبره خو دا ده، چې نوموړي له ادراک سره تړلې خبره کړې ده و که تصور نه وي، نو بيا هغه ادراک نه، بلکې احساس دى.
خير رابه شو اصلي موضوع ته لکه وړاندې، چې مې وول:
فطرت او نور محسوسات د احساس، ادراک، شعور، حافظې، قوه امتياز له مرحلو نه تيرېږي. دغه تصورات يوځاى کېږي او يو نوى انځور منځ ته راځي. دغه قوه، چې تصوراتو ته ترکيب ورکوي، تخيل دى خو د تخيل د لا زياتې پېژندنې په خاطر ددغو ذهني قوتونو لنډ غوندې جاج اخيستل ضروري ګڼم. مخکې مو ولوستل، چې انسان له محسوساتو سره مخ کېږي. اوس دا کتل پکار دي، چې دا رابطه څنګه صورت نيسي او څنګه تر تخيله رسي.
روښانه خبره ده، چې انسان تر ټولو ړومبى د اشياوو احساس کوي، نو لومړى احساس پېژندل ضروري دي:
١_ احساس: احساس يو جسماني اثر دى، چې حېواني او انساني جسم په انفعالي ډول د يو څيز نه متاثره کېږي. مثلاً يو څيز موږ په خپلو حواسو احساس کړو، خو زموږ دغه پېژندنه نيمګړې وي. يانې هغه څه چې موږ يې متاثره کړي وو، تصوير يې لا زموږ د شعور پر هېنداره نه دي خپور شو. بله دا چې په دې وخت کې زموږ ذهن انفعالي وي.
٢_ ادراک: ادراک د احساس پرخلاف د جسمي پرځاى يو ذهني عمل دى. دلته ذهني قوه په کار لوېږي او انفعاليت له منځه ځي. دلته زموږ پېژندنه بشپړه وي، يانې له کومو څيزونو سره چې موږ د حواسو په واسطه مخامخ شوي يو، د هغو يو واضح او څرګند تصور زموږ په ذهن کې پيدا کېږي. که د احساس نه پس د موثر څيز پر مخ پرده پاتې شي، ادراک يې ونه شي، نو بيا د واهمې قوه د يو غېر ريښتوني تصور رامنځته کېدو کوښښ کوي، لکه چې ومو ويل د ادراک مرحله د تصوراتو د نقش کېدو مرحله ده، نو بده به نه وي چې د تصور تعريف هم وشي.
بالدون په (ډکشنري اف فلاسفي اينډ سيکالوجي) کې د تصور تعريف داسې کوي: “تصور لږ او ډېر د داسې څيزونو نقل دى، چې د حواسو په مخ کې موجود نه وي.”
٣_ شعور: شعور د هغه تصوراتو ذخيره ده، چې د ادراک د مرحلې نه راتېر شوى وي. ددې تصوراتو ډېره برخه په شعور کې وي، خو ځينې تصورات ترې تحت الشعور ته کوزېږي، چې په خاصو حالاتو کې رابرسېره کېږي او ځينې خو يې د لاشعور ژورې ته لوېږي، چې بيا د حافظې پر رسۍ هېڅکله شعور ته نه شي راتلى.
٤_ حافظه: يوه ذهني قوه ده، چې د ضرورت پر وخت په شعور کې مطلوب تصورات تازه کوي.
٥ _ تخيل: د امتياز قوې ته ر رارسېدو تصورات بسيط او ساده وي. د تخيل قوه دغه ساده تصورات يوځاى کوي، مرکب شکل ورکوي او يو نوى ذهني انځور منځ ته راوړي. ددې انځور اجزا، زاړه او مرکب انځور نوى وي. پټه دې پاتې نه وي، چې ددې انځورونو اجزا د مجردو اشياوو تصورات هم کېداى شي او د مجسمو اشياوو هم، لکه چې ومو ويل د تخيل قوه يوه ذهني انځور جوړوي، چې په مختلفو فنونو کې په مختلفو ډولونو اظهار کوي. په هر حال، تخيل او انځور نه بېلېدونکې اړيکي لري.
موږ له نورو فنونو سره کار نه لرو، صرف په شاعرۍ کې به يې په انځور خبرې وکړو. شاعرانه انځور ته څه وايي؟ په دې هکله د انګليسي ژبې يو تعريف موجود دى (An Imagispicur in words) يانې په الفاظو کې يې تصوير ګڼي، خو د فارسي ژبې منتقد رضا براهني ددې تعريف په هکله ښه خبره کړې ده، چې وايي:
“اين تعريف فقط وجه بصرى تصوير را روشن مى کند. کيفيت سماعى و ساير خصوصيات تصوير را نمى توان در آن يافت و به همين دليل تعرفى ناقصى است.”
ريښتيا هم پورته تعريف کې صرف د باصرې حس په پام کې نيول شوى دى او نور له نظره پرېوتي دي.
چې په شاعرۍ کې د تصوير خبره کوو، نو حتماً به زموږ ذهن ته د کيمرې تصوير، د رنګونو انځورګري، بُت توږنه او نور فنون راوړاندې کېږي ځکه چې د تصوير لفظ په څه نا څه ډول له ټولو سره تړلى دى. ددې ټولو فنونو توپيرونه څرګندول د يو لوى بحث تقاضا کوي، خو زه به يې په لنډ ډول يادونه وکړم:
١_ د کيمرې تصوير: د کيمرې تصويري فن او هنر نه دى، خو که د اپلاتون رد شوي خيالات ومنو بيا د کيمرې تصوير د فن اعلى نمونه ده. هغه فن د اصل فن نقل، بلکې د نقل، نقل ګاڼه، ځکه چې هغه د عالم مثال د تصور قايل و. نوموړي دا نړۍ د هغه عالم نقل ګاڼه او بيا يې فن د فطرت يعنې د نقل، نقل ګاڼه. مانا دا چې نوموړي په شعر کې د تخيل اهميت ته پام نه و کړى.
هغه اعلى فن هغه ګاڼه، چې اصل ته ډېر نږديوالى ولري، نو د کيمرې تصوير خو کټ مټ د فطرت نقل دى، خو هغه د صلاح الدين سلجوقي مرحوم خبره که نن اپلاتون او سقراط ژوندي واى او د عکاسۍ پرمختګ يې ليدلى وى، شايد چې له خپلو نظريو اوښتي واى.
لنډه دا چې شاعرانه انځور د تخيل زېږنده ده او فن دى. د کيمرې په تصوير کې انساني خيالات او احساسات ګډ نه دي، ځکه د فن درجه نه لري.
شاعري د نورو فنونو سره خه توپير لري.؟ په دې هکله د اردو ژبې مشهور نقاد سيد عبدالله په زړه پورې بحث کړى دى. هر څو که دا اقتباس اوږد دى، خو له موضوع سره د تړون لپاره يې دلته کټ مټ رانقلوم.
لومړى د ليسنګ د خيالاتو د تشريح په موقع ليکي:
“د ليسنګ قابل توجه بحث د فنونو (د ابلاغ له نظره) پرتليز بحث دى او دا بحث بيا بيا د (لى اکون) نه چاپېره چورلېږي. لى اکون له سمدر نه راوځي، دوه ښاماران د هغه له بدن نه تاو شوي دي او چيچلى يې هم دى. له دې نه چې د درد کوم کيفيت طاري کېږي، د هغې تصوير په شاعرۍ کې شته دى. انځورګر او سنګ تراش هم دغه تصوير جوړ کړى دى. که دا تصويرونه يو بل ته مخامخ کېښودل شي، نو د اثر او ابلاغ عجب توپير مخې ته راځي. ګويا ټول يو رنګ نه دي، چېرته سنګ تراش قاصر دى، چېرته شاعر او چېرته مصور. دا توپير د فنونو د وساېلو دى. شاعري توصيف الحاله ده، خو په يو وخت کې هر څه نه شي ښودلاى. مصور په يو وخت کې ټول جذبات د کتونکي په مخ کې وړاندې کولاى شي، خو د زمان د يوې لمحې جذبات وړاندې کوي. د وخت رفتار او حرکت نه شي ښودى. د مجسمه ساز ميدان نور هم تنګ دى، هغه د يو جسم متعلقات او د هغې د مانا تصور ورکولاى شي، خو په هغې کې د وخت او ځاى د نورو وسعتونو احاطه نشي کولاى. په اخر کې يو سوال بل مطرح کول پکار دي، چې انسان له تخيل نه ولې کار اخلي؟ دې پوښتنې ته د ارواپوهنې او فلسفې پوهانو مختف ځوابونه ورکړي دي، چې ځينې په لاندې ډول دي:
جي. ايم فراس وايي: “له هغو څيزونو نه چې ژوند يې له مږ نه منع کوي، ورځنيو روياګانو ته تېښته زموږ د خوشحالۍ سبب ګرځي. له دې کبله هر سړى په څه نا څه ډول تخيل ته تسليمېږي.”
اناتول فرانس وايي: “که رويا او تخيل نه واى، ژوند به هم د تحمل وړ نه واى. کوم څيز چې ژوند ته خوږوالى بخښي، رويا او تخيل دى او دا هغه تصور دى، چې په ژوند کې نشته.”
داسې ښکاري، چې جى، ايم فراس او اناتول فرانس تخيل د ژوند د مصاېبو نه تېښته او يو خيالي جنت ګڼي، خو دا نظريات ځکه درست نه دي چې اکثره وخت موږ د غمګينو او الميه سندرو نه بې شانه خوند اخلو.
الفرد ويبر وايي: “د انسان د خپل جهالت د تلافۍ لپاره متخليله نه کار اخلي.”
مشهور رياضي دان پاسکال هم تخيل د تعقل مخالف قوت ګاڼه… د نامعقولو استدلالانو منشاء يې ګڼله ويل يې چې “افسانې د دې سبب ګرځي چې موږ په نامعقولو رويدادونو باندې يقين او باور وکړو.”
ځينې عالمان وايي، چې تخيل نظم او ترتيب پيدا کوي. نظم او ترتيب د معروضي نظريې له مخې د ښکلا صفت دي. انسان ښکلا خوښوي، نو ځکه تخيل ته تسليمېږي.
جدت او نوښت هم داسې څيز دى، چې انسان يې خوښوي. موږ دفطرت د بيا بيا نندارې نه وروسته له هغې نه خوند نه شو اخيستلاى. د بني اسرايلو مړزان ترې جوړ دي، تخيل يوه نوې دنيا جوړوي چې موږ يې خوښوو.
خو د وګس د تخيل د ارزښت په هکله خپله رايې داسې څرګندوي:
“تخيل د علمي افکارو بشپړتيا ته ډېره ګټۀ رسولې ده. تخيل دى چې پوهه منځته راوړي، پوښتنې مطرح کوي او د هغې د حل لارې وړاندې کوي.”
الکس اسبورن وايي: “په بنيادي ډول د تمدن تاريخ د انسان د تخليقي قوت ثبتول دي. تخيل د انسان د زيار او کوښښ بنياد دى او ددې سبب ګرځي، چې انسان د يو موجود په حيث په نړۍ مسلط شي. مرحوم علامه صلاح الدين سلجوقي وايي:
“مخيله فقط ددې لپاره راغلې ده، چې مشال حفظ کړي او زه پر خپله دې عقيده ولاړ يم ولو که هېڅوک هم زما ملګرتيا ونه کړي.”
ايډيسن وايي:”د تخلي خوشحالۍ سرچينې په اصل کې د عظيمو ښکلو او جليل القدرو اشياوو او اجسامو په متعلقه صفاتو کې دي، چې انسان ورسره په فطري او روحاني ډول تړون لري. خداى موږ همداسې پيدا کړي يو، زموږ روحونو ته په دې صفاتو کې د خداىج د صفاتو څرک په نظر راځي، د کومو له کبله چې موږ راحت مومو.”
د تخيل له موضوع سره نورې ډېرې خبرې تړلي دي، چې وضاحت غواړي.زه د طوالت له ويرې خپله څېړنه پر همدې ځاى پاى ته رسوم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x