
غلمشر بایډن ته لیک/ قاري عبدالستار سعید
قاري عبدالستار سعيد
د امریکا د متحده آیالاتو غلمشر صاب!
السلام علی من اتبع الهدی
خلک وایي د افغانستان د خلکو پیسې دې غلا کړې دي. ټویټر او فیسبوک کې غوغا ده، وایي بایډن په سپینه ورځ د یوه ملت له جیبه درې نیم میلیارده ډالر وهلي. خلک څوک قهریدلي او څوک هیښ پاته دي. خو باور وکړه ما هیڅ تعجب ونه کړ.
تعجب مې په دې ونه کړ چې له غلو او داړه مارانو یوازې د غلا او داړه مارۍ تمه کیدلای شي. ستاسو سورغاړو او سپین پوسته اروپایي نژادو تاریخ زموږ په مخکې پروت دی. تاسو به له موږ څخه یوازې درې نیم ملیارده ډالر وهلي وي. مګر په کومه خاوره چې همدا اوس تاسو واکمن یاست د همدې وچې له اوسیدونکو مو ځمکه او فضا، دښتې او غرونه، کروندې او نهرونه ټول لوټ کړل.
غلمشر بایډن!
باور لرم چې ستا نیکونه به له اروپا څخه یوازې له څو ګرامه میکروبي زهرو سره امریکا ته اوښتي وي. بیا به یې هلته د ځایي سورپوستو د اوبو منابع میکروبي کړي وي، هغوی به یې په ډله ییز ډول قتل عام کړي وي، پاتې شونې به یې څه غلامان او څه ځنګلونو ته شړلي وي او بیا به یې د هغوی په ودانو ځمکو او کلیو نوی ژوند آباد کړی وي.
څوک چې د یوه بر اعظم ټول انسانان قتل کولای شي، آیا هغوی زموږ درې نیم ملیارده پیسې نه شي غلا کولای؟ څوک چې د لسو کلونو په جریان کې په مختلف النوعه قتلونو د بومي امریکایانو شمیر له شپیتو میلیونو شپږ میلیونو ته راټیټولای او په دومره اندازه ښیرازۍ بربادولای شي چې ورسره د ځمکې په اقلیم کې تغیرات راشي، هغوی ته خو د نغدو ډالرو غلا نسوار هم نه ده.
غلمشر بایډن!
موږ پوهیږو چې ستا پاچاهي چې ځان د بشري حقوقو ټيکه دار بولي، تهدابونه یې د انسانونو په ککرو ولاړ دي. خو که ستاسو له امریکایي کرغیړن تاریخ نه علاوه ستاسو سورغاړو اروپایي اسلافو تاریخ ته سر ورښکاره کړو، نو باید د تاسو پر ځای ځان ملامت کړو چې ولې مو ستاسو په داړه مارۍ دومره تعجب کړی دی.
که د نړۍ یو نیم سل کاله پخوانۍ نقشه وګورو، نو وینو چې دغه خاورینه کره په دوو برخو ویشل شوې. استعمارګر او مستعمرات. په بل عبارت داړماران او داړل شوي.
د نړۍ د پنځو وچو له جملې څلور یې ( اسیا، افریقا، اقیانوسیه او امریکا) مستعمرات یا هغه ملتونه دي چې د( اروپا) وږو لیوانو داړلي دي. ستاسو په شان ستاسو نیکونو هم په خپله برخه قناعت نه و کړی. د وږو لیوانو په څیر یې د انسانانو او ثروتونو په ښکاره پسې ټوله خاورینه کُره ګز او پل کړه، له شرقه تر غربه ورسیدل، وچې او سمندرونه یې اشغال کړل، د استرالیا بومي قبائل یې لومړی په نشه یي توکه اموخته او وروسته یې زرخېزه ځمکې د تمباکو په پاڼو ترې واخیستلې. د هند د کسبګرو اوبدونکو غټې ګوتې مو د دې لپاره ترې غوڅې کړې چې هندي شالونه ونه شي اوبدلی او د نساجي صنعت یې له منځه لاړ شي. له افریقا مو یوازې سره زر، الماس او سرمایې نه کړې غلا، بلکې مټور تورپوستي ځوانان مو غلامان کړل او په اروپا او امریکا کې مو له غوایانو سره په یوه ځغ ځمکې پرې کولبه کړې.
غلمشر بایډن!
موږ به ستاسو کومه ناروا را په زړه کړو؟ او کومه داړه ماري به مو یاده کړه. ستاسو سورغاړی نسل یوازې د افغانانو جیب نه دی وهلی، بلکې د ټول بشریت داړه ماران یاست، تاسو آسیا، افریقا، اقیانوسیه او پخوانۍ امریکا لوټ او تالان کړه، خو شیطاني لوږه مو لا هم نه ده کمه شوې.
تاسو یوازې د مال او ثروتونو غله نه یاست، بلکې د عقیدې، فکر، فرهنګ، ناموس، حیاء او عزتونو غله یاست. تاسو نه یوازې د امریکا، افریقا او اقیانوسیې د خلکو پخوانۍ عقیدې ترې غلا او خپله د تثلیث عقیده مو پرې وتپله بلکې په معاصر تاریخ کې مو د نړۍ له ډیرو ملتونو فرهنګ، ژبه او ټول معنوي ارزښتونه غلا کړې دي.
تاسو افغانستان ته هم د همداسې هر اړخیزې غلا لپاره راغلي وئ، خو زموږ ملت که ستا په شان چلباز اختطافګر یې په چل او فریب جیب ونه وهي، په مخامخ مقابله کې یې هیڅوک نه شي ماتولای. تاسو هڅه کوله زموږ له ملته هم عقیده، فرهنګ، ژبه او معنویات غلا کړئ، د همدې لپاره مو خپل ټول زور وکاراوه، خو زموږ باتور ملت ستاسو فرعونیت ته داسې ضربه ورکړه او د امریکا نړیوال پرستیژ یې داسې پر ځمکه وویشت چې تر ابده به یې له درده ناکراره یاست.
غلمشر بایډن!
باور لرم چې ستا د لمسیانو لمسیان به هم د سنګین، پنجوایي، کوړنګل او شاهیکوټ د نومونو په اوریدو له ویرې ګبڼۍ نیسي. تاسو دلته داسې زخم نه دی خوړلی چې په څټلو به مداوا شي. دا خونریز زخم به همداسې پسې شړیږي او بالاخره به د امریکایي فرعونیت د یو مخیزې نابودۍ لامل ګرځي.
دې ته په پام سره د افغان ولس څخه ستاسو دغه وړ ډارن انتقام د درک وړ دی. په کلي او مالت کې به ډارن ماشوم چې د کوم بل ماشوم لخوا سم وډبول شو، ډارن به یې د جنګ په وخت کې له جیبه بیډۍ غلا کړې وه، د تیښتې په وخت به یې د کور له دروازې په ژړیدونکي غږ دا پیغور راوتوغاوه، چې و خو دې وهلم، مګر بیډۍ خو ولا که درکړم. ستا لخوا د پیسو غلا کولو د هماغه ډارن ماشوم صحنه راپه زړه کړه. په دې عمل سره تا وښودله چې آمریکا څومره بې وسه ده، څومره وږې، حریصه، ډارنه او بې ظرفیته ده. بالمقابل زما ملت د برم او پرتم په څومره لوړه څوکه تم دی، چې زبرځواک یې لکه غل تر کوره ځغلولی او د بې غیرتۍ له موقفه تصمیم ګیرۍ ته اړ کړی دی.
غلمشر بایډن!
ستاسو په شان ستاسو د محلي لاسپوڅو حالت هم ډیر د عبرت وړ دی، هغوی چې چا د خبریال، لیکوال، مفکر، ژباړن، استاد، سیاستوال او یا فرهنګي شخصیت په عنوان ټول عمر د غرب او غربي فلسفې ثنا ویله. امریکا یې افغان ولس ته د بشر د حقوقو ټیکه داره معرفي کوله، د خپل ملت او هیواد د پراخې لمنې پر ځای ورته د غرب غیږ پناه ګاه ښکاریده. نن به هغوی په کومو سترګو پورته ګوري. نن چې د افغانستان بانک، کابل بانک، عزیزي بانک او نورو بانکونو د مشترکینو ( لکه معلم، مامور، کسبګر، دوکاندار، تجار او نورو ) سرمایې د نړۍ د لومړۍ درجه اقتصادي طاقت امریکا لخوا ظلما تر ستوني تیریږي، نو د امریکا محلي ګوډاګیان باید زهر وخوري، تر څو د ملت په وړاندې خپل غدر او تزویر جبیره کړي.
غلمشر بایډن!
که زما د ملت سرمایه دې د انتقام له مخې ګرځولي وي، نو پوه شه چې تاسو دلته داسې خرپ نه دی خوړلی چې په درې نیم میلیارده ډالرو دې جیران شي. دلته ستاسو ټریلیونونه ډالر خاورې شوې دي. همدا اوس چې په کوم کمپیوتر درته خط لیکم دا مو هم له تاسو غنیمت کړی دی. ته به د کوم څه انتقام واخلې او په څه به خپل داغلی زړه ټکور کړې. ډاډمن اوسه چې هر څه کوې، موږ یې له پخوا غچ اخیستی او داسې خرپ مو درکړی چې ان شاءالله تر قیامته یې هم حساب نه شې راپوره کولای.
واه واه په ګوتو دي برکت شه
ما شا ء الله څومره چې په دې خبر اعصابی شوې ووم هم دغومره پدې لیک باندې ټکور شوم د قلم مو زار شم الحمد لله چې په دې امت کښی داسې خلق لرو ثم الحمد لله زړه مې پر دې لیک یخ شو بارک الله فیکم
قربان څومره لوړ خیالات او دقیق ښکاره کول!
خوندوره لیکنه
رشتیا چي د غرب بنسټ پر غلا او داړه مارۍ ولاو دئ.
غربځپلي ئې موږ ته ماډل رامعرفي کوي.
قاری صاحب، هو د غله بایدن او غلو لویدیزوالو په اړه مو له ماهیت ډکه لیکنه لیکلی الله ج دی اجرونه درکړی زه به هم څه ورسره ورزیات کړم : سربیره په هغو چه تاسی لیکلی، کفر کوم کنځل نه دی، کفر د ( ف ) په زبر پټولو ته وایی بزګرانو به تخم په خاورو کی پټولو ته ( کفر ) ویل اسلام له همدغه تخم پټولو په ځای کفر د (( حق پټونی )) د پاره وکارولو کفر حق پټونی او کفار حق پټونکو ته وایی. مګر دا چه ولی حق پټونکی حق پټوی ؟ حق د حرص… نور لوستل »