ورزش

د آی پي ايل بولي لومړۍ ورځ؛ د نړۍ لومړی او دوهم مقام لرونکي آلراونډران ونه پېرل شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د هند غوره ليګ ۱۵م پړاو سياليو لپاره د لوبغاړو بولي لومړۍ ورځ پای ته ورسېده چې په نړيواله کچه لومړی او دوهم مقام لرونکي آلراونډران ونه پېرل شول.

د افغانستان محمد نبي او د بنګلاديش شکيب الحسن په لومړۍ ورځ د هغو لوبغاړو په سر کې راغلل چې هيڅ لوبډلې يې پر سر بولي ونه کړه.

محمد نبي د ياد ليګ بولي لپاره د لس مليونه هندي کالدارو په لیست کې و، په داسې حال کې چې شکيب الحسن د ۲۰ مليونه هندي کالدارو په کټګوري کې شامل دی.

د محمد نبي د نه شاملېدو یو لامل د هغه تېره کارکردګي هم کېدلی شي چې په تېر هند غوره لیګ کې کافي فرصت ورنکړل شو، دغه راز په بیګ باش لیګ او پاکستان لیګ کې هم د پام وړ کارکردګي نه ده ښودلې.

بل لوري ته شکیب الحسن چې اوسمهال په بنګلادیش غوره لیګ کې لوبیږي، د توپ وهنې او توپ اچونې په دواړو برخو کې ځلیدلی دی خو په آی پي ایل کې یې د لوبډلې مالکانو توجه خپله نه کړه.

محمد نبي او شکیب الحسن په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې لومړی او دوهم مقام لري، چې محمد نبي په ۲۶۵ او شکیب الحسن په ۲۳۱ نمرو سره دي.

ددې سربېره یو شمېر نور لوبغاړي چې تمه کېده په لوړه بیه به واخیستل شي او داسې لوبغاړي چې د اخیستلو تمه یې نه لیدل کېده، په لوړه بیه وپېرل شول.

محمد نبي له دې وړاندې څلور پړاوه د سنرایزرز حیدراباد لوبډلې له لوري لوبېدلی چې ۱۷ لوبې یې کړي، ۱۸۰ منډې جوړې کړي او ۱۳ ویکټې اخیستې دي.

خو بل لوري ته ځوان افغان لوبغاړی نور احمد د ۳ ملیونه هندي کالدارو په بدل کې د ګجرات ټایټنز لوبډلې واخیسته. هغه د هند غوره لیګ تر ټولو ځوان لوبغاړی شو چې د راشد خان سره به یوځای لوبډله کې لوبیږي.

د یادونې ده چې د هند غوره لیګ د بولي په لومړۍ ورځ یو بل افغان لوبغاړی مجیب ځدران هم د لوبډلو مالکانو توجه خپله نه کړه او ونه پېرل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx