نظــر

ايا د افغان پانګې لوټل د تعجب وړ دي؟!

سليمان سعيد

نه مې غوښتل چې په دې اړه کومه ليکنه وکړم، ځکه چې دا کومه نا اشنا او خلاف توقع پېښه نه ده. د اسلامي نظام له قائمېدلو سره سم، ټول هوښيار او با بصيرته خلک پوهيدل چې له ډېرو سختو ستونزو سره به مخ کېږو، نو له لومړۍ ورځې لا همداسې پېښو ته ذهناً اماده وو. خو د ځينو ملګرو وارخطايي اړ وېستم، چې يو څه وليکم.

نو حقيقت دا دی چې د يو سپېڅلي هدف تر لاسه کولو لاره تل له ازغيو ډکه وي، خو هغه خلک چې خپل هدف ورته مهم، سپېڅلی او مقدس وي، هغوی په سړه سينه دا هر څه زغمي او خپل ټول ژوند او ارمانونه ترې قربانوي.

کله مو چې د شوروي اشغال پر ضد جهاد پيل کړ، نو دا مو پر ځان ومنل چې په دې لاره کې به ډېرو سختو ناخوالو، مشکلاتو او زحمتونو سره مخ کېږو، خو د خپل ايماني مکلفيت او آزاد فطرت پر اساس مو دا هر څه ومنل او وزغمل.
بيا چې کله صليبيانو يرغل وکړ، نو بيا هم په تش لاس مو مبارزه پيل کړ، هيڅ مو نه درلودل، دښمن مو د اسبابو په لحاظ ډېر پاوړی ؤ، ټولې نړۍ سره مو جګړه کړه، خو د خپل حق تر لاسه کولو، استقلال ګټلو او اسلامي نظام قائمولو لپاره مو د الهي حکم مطابق په توکل محض جهاد پيل کړ، تېر شل کلونه مو دومره ستونزې او ناخوالې وګاللې، چې د هرې ورځې له خاطرو يې لوی لوی کتابونه ليکل کېدای شي.

هو! موږ دا هر څه وګالل او په پراخه سينه مو وزغمل، ځکه چې موږ د يو لوی، مقدس او سپېڅلي هدف لپاره مبارزه کوله. په دغه موده کې له لوږو، تندو سره مخ شولو، زامن، وروڼه او د کورنۍ نور غړي مو په شهادت ورسېدل، علماء شهيدان شول، کلي او جوماتونه مو بمبار شول، د څرخي پله، باګرام او ګوانتانامو زندانونه راباندې ډک شول او هر ډول زحمتونه او محروميتونه مو تېر کړل، تر دې چې خپل هدف ته ورسېدو…!
الحمدلله؛ اسلامي نظام نافذ شو، وطن مو ازاد شو، کفار او ايجنټان يې وتښتېدل او خپل مو هېواد، خپل مو اختيار شو!

خو لکه څرنګه چې د دغه سپېڅلي هدف تر لاسه کولو لپاره مو هر ډول کړاونه وګالل، همدغه راز اوس بايد د دغه سپېڅلي هدف د ساتنې لپاره هم هر څه په پراخه سينه وزغمو، تر دې چې په خپلو پښو ودرېږو، د پرديو له احتياجه خلاص شو او زور و قوت ومومو!

لکه څرنګه چې د دغه هدف تر لاسه کولو لپاره مو په لومړۍ ورځ لا هر ډول مشکلاتو ته تن ايښی ؤ، همدغه شان د اسلامي نظام د حاکميت له لومړۍ ورځې ټولو ويښو او بيدارو مؤمنانو دا منلې وه چې د دغه سپېڅلي نظام له امله به موږ له سختو مشکلاتو، بنديزونو، لوږو او هر ډول محروميتونو سره مخ کېږو، خو دا چې د اسلامي نظام حاکميت زموږ تر ژونده اوچت او مهم دی، نو دا هر څه به په پراخه سينه زغمو.

بلکې؛ يو مسلمان چې کلمه وايي، د همدغې کلمې پر اساس يې بايد پر ځان منلې وي، چې مؤمنان به د همدغې کلمې ویلو له امله ډېرو سختو مشکلاتو سره مخ کيږي. مؤمنان تل تر امتحان لاندې وي، مؤمنان بايد ډېر صبر، زغم او حوصله ولري. رسول الله صلي الله عليه وسلم چې د الله تعالی نازولی رسول دی، له څومره سختو مشکلاتو سره مخ شوی؟

خو رسول الله صلي الله عليه وسلم دا هر څه په ورين تندي وګالل، تر دې چې مسلمانانو زور او طاقت وموند او بيا د کفارو له ظلمونو په امن شول. خو دغه حالت ته رسېدلو کې مؤمنانو ډېرې زياتې قربانۍ ورکړې، لوږې تندې يې وګاللې، شهيدان او زخميان شول، کورونه ترې پاتې شول او د سرښندنې او جهاد په برکت يې عزت وموند.
نو د امريکايانو له خوا د افغان پانګې لوټل خو هيڅ د تعجب وړ نه دي، ايا هغوی زموږ دښمنان نه دي؟ څه فکر کوئ، ايا هغوی پر موږ درېغه کوي؟

بيا نو ولې حيران او وارخطا ياست، رښتينو مؤمنانو خو بايد د اسلامي نظام د حاکميت په بدل کې دا هر څه پر ځان منلي وي. هغه پانګه له هغوی سره وه، دلته يې ماته وخوړه، افغانستان يې له ګوتو ووت او ولاړل وتښتېدل، نو حتماً به حد اقل هماغه پانګه لوټي! دا خو په قران کريم کې ډېر په صراحت ويل شوي، چې کفار مسلمانانو ته يوه ذره خير رسول هم نه غواړي، هر څومره يې چې وس وي، هومره زياتی ورسره کوي او ان له ډېرې غوسې خپلې ګوتې چيچي.
اوس مو الحمدلله هېواد ازاد دی، خپل مو واک او خپل مو اختيار دی، اوس به يې له صفره پيلوو، هغه اقتصاد جعلي او مصنوعي ؤ، په پردي جيب تکيه ؤ. داسې لکه يو څوک چې غرمنۍ کې د چا مېلمه وي، ښې غوښې او پلاونه وخوري، خو ماښام څه نه لري او وږی څملي.

نو اوس بايد له خپلو خدای راکړيو نعمتونو کار واخلو، همت، کار او اخلاص وکړو، خپل هېواد په خپله اباد کړو، غله دانه له خپلې خاورې پوره کړو او ځان له پردي احتياجه خلاص کړو.

زموږ هېواد پراخ او نفوس مو کم دی، ښې زراعتي ځمکې لرو، نهرونه او سينده شته، نو باید لومړي قدم کې خپله غله له خپل هېواده پوره کړو، دا واقعاً د شرم ځای دی چې افغانان هم له نورو هېوادونو اوړه او غنم اخلي!

همداراز زموږ په ګران هېواد کې بې شمېره او ډول ډول کانونه موجود دي، بايد له خپلو معدنونو څخه کار واخلو، هم به مو يو شمېر خلک پکې مصروف وي او هم د هېواد اقتصاد او پانګه ورسره پياوړې کيږي.

نو کله چې پر ځان بسيا شو، اقتصاد مو پياوړی شي، زور او قوت پيدا کړو او له پردي احتياجه خلاص شو، بيا به هيڅوک زموږ پر حقونو تېری نه شي کولی او هر چا سره به حساب وکړو!
مګر په ياد ولرئ، چې دا د لېوانو دنيا ده، دلته د ژوند لپاره زور، خپلواکي او ځان بسياينه شرط ده، دلته رحم نشته، عذر، سوال او زارۍ هيڅ فايده نه لري، نر هغه دی چې ځان ورسوي، ځان وساتي او پر خپلو مټو تکيه وکړي.

رښتيني مؤمنان هغه دي چې د اسلامي نظام د ساتلو په لاره کې په مسکا سره آن د خپل سر قربانولو ته چمتو وي. او د عقل تقاضا هم دا ده چې د اسلامي نظام د ساتلو لپاره بايد ټول مؤمنان ځانونه ځار کړي او هر ډول قرباني ورکړي، ځکه چې له اسلامي نظام پرته، مسلمانان ذليل وي او د ذلت له ژونده، د غيرت مرګ زر ځله بهتر دی!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx