ورزش

د برسلونا مدیر: د میسي تګ کلب ته سخت مالي زیان واړوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د برسلونا د سپورت مدیر ماتیو الیماني اعتراف کړی چې د ارجنټایني ستوري لیونل میسي تګ د کتالونیا کلب ته سخت مالي زیان اړولی دی.

د هسپانوي ورځپاڼې (آس) په وینا، د برسلونا سپورت مدیر رسنیو ته د ځواب ورکولو پرمهال ومنله چې د نړۍ مشهور فوټبالر میسي پریکړې چې تګ پریږدي د کلب اداره حیرانه نه کړه.

نوموړي زیاته کړه، «له بده مرغه د لیونل میسي پریښودل د حیرانتیا خبره نه وه، دا د حقیقت یوه لحظه وه او یوازینۍ لاره ددوی لپاره دا وه چې میسي د برسلونا کلب پریښودو ته مجبوره شي، په همدې اساس مونږ پریکړه وکړه چې کلب له هر چا پورته دی، خو ددغې پریکړې له کبله موږ په سوداګریزه توګه ډير څه له لاسه ورکړل».

میسي تېر اوړي کې د مالي ستونزو له کبله د برسلونا مشهور کلب چیرته چې نوموړي ۱۷ کاله تېر کړل او لسګونه ریکارډونه یې په خپل نوم کړل، پریښود او فرانسوي کلب پاریس سان جرمان ته انتقال شو.

د برسلونا کلب چې لا دمخه له مالي ستونزو کړیدو میسي څخه د خپل معاش کمولو غوښتنه وکړه چې نوموړي ومنله او خپل معاش یې پنځوس سلنه کم کړ، د هغه د معاش کمولو سربېره برسلونا ادارې غوښتل هغه لوبډله پریږدي تر څو دوی په مالي لحاظ مستحکم شي.

که څه هم وروسته د برسلونا ادارې مشر خوان لاپورتا د میسي کلب پریښودلو پړه پر ۳۴ کلن لوبغاړي واړوله، خو میسي دغه تورونه رد کړل او د برسلونا مشر خبرې یې بېځایه او ځورونکي وبللې.

نوموړي فرانسوي ورځپاڼې ته وویل، «که کلب ورڅخه د بشپړ معاش پریښودلو غوښتنه کړې وای، نوموړي د برسلونا په خاطر پریښی وای، خو داسې نه وو او له ما چې څه وغوښتل شول ما په پوره صداقت وکړل».

خو د برسلونا کلب مدیر تاییدوي چې د میسي د تګ سربېره برسلونا ادارې لویه جبیره پریکړه او په مالي لحاظ یې ډیر څه له لاسه ورکړل، چې لا هم دغه کلب د نوي لوبغاړو په راجستر کولو کې له ستونزو سره مخ دی.

د یادونې ده چې میسي په برسلونا کلب کې شاوخوا ۱۷ کالونه تېر کړل، لس ځله یې د هسپانوي لیګ «لالیګا» اتلولي او څلور واره  یې د اروپا اتلانو لیګ اتلولي خپله کړه، ددې سربېره یې لسګونه انفرادي ریکارډونه په خپل نوم کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx