نظــر

د افغانستان کنگل شوې شتمني

حفيظ الدين پيرزاده

د افغانستان د کنگل شویو پیسو د وېش اوازہ څه کم یوہ میاشت پخوا پیل شوې وہ، پرون مې د نیویارک ټایمز اخبار پر ټنډہ ھم ھمدا خبر ولوست او په تعقیب یې د بایډن صدارتي حکم خپور شو!

ما فکر نه کاوہ د یوہ ھیواد مشر دې دومرہ احمق شي چې د خرہ پر ځای کُلال و داغي!
د سپتمبر یولسم حمله کوونکي عربان ول او اسامه بن لادن ھم په پاکستان کې پیدا شو!
موږ‎ یو ځل بیا د ھغه جرم سزا وینو چې موږ‎ اصلاً نه کړ‎ی او نه پر خبر وو.

په ھر حال، ماته د بایډن په دې حکم کې ډیر څه مثبت ښکاري، ھیله لرم چې پایله به یې ھم د افغان ولس او دولت په گټه وي.

د بایډن د حکم عواقب:
زہ لا ھم په دې اند یم چې د بایډن حکم به عملي نه شي، ځکه که عملي شي:

۱- امریکا او د بایډن ادارہ به د نړ‎یوالو غلو او قطاعو الطریقو لقب وگټي

۲- دا شتمني د افغان ولس دہ، نه د کوم حکومت، امریکا یا بل کوم قدرت په حقوقي لحاظ ھم نه شي کولای د یوہ شتمني د بل پر نوم غصب یا تقسیم کړ‎ي

۳- خپله د امریکا ولس به د دې جابرانه فیصلې په مقابل کې را پاڅیږ‎ي او د بایډن ادارہ به نه پریږ‎دي چې داسې یو پریوتی او غیر اخلاقي عمل تر سرہ کړ‎ي

۴- غربي حکومتونه د امریکا ھغه په گډون د خپل ولس د رایې پر خلاف د تگ جرئت نه کوي ځکه که داسې وکړ‎ي، په ولس کې یې د مقبولیت گراف را لویږ‎ي چې په پایله کې قدرت له لاسه ورکوي

۵- که امریکا د افغان ولس شتمني په داسې سپین سترگۍ لوټ کړ‎ي، خپل ھغه نړ‎یوال حیثیت به له لاسه ورکړ‎ي چې د نورو وړ‎و ھیوادونو په سترگو کې یې لري؛ بیا به نور ھیوادونه له امریکا سرہ د خپلو شتمنیو تر ایښودلو مخکې دوہ ځل سوچ کوي

۶- د ظاھر شاہ د پاچاھۍ په اوایلو کې افغان حکومت ډیرې ھڅې وکړ‎ي چې امریکا سیمې ته راولي، د ظاھر شاہ ترونو ھاشم خان، شاہ محمود خان، شاہ ولي خان او نورو لوړ‎ پوړ‎یو چارواکو نه غوښتل په سیمه کې د لویو طاقتونو تر منځ سیاسي موازنه و بایلي خو امریکا ته ھغه مھال افغانستان ھیڅ ارزښت نه درلود، د افغانستان د شاھي کورنۍ د ټولو ھڅو سرہ سرہ امریکا دې ته حاضرہ نشوہ په افغانستان کې پانگونه وکړ‎ي، د ھلمند پروژہ ھم د ھغه وخت افغان حکومت پر نوښت او پانگونه لومړ‎ی افغانانو پیل کړ‎ہ چې بیا وروسته د امریکا ځینې کمپنۍ پکې دخیلې شوې!
د امریکا دې سترې اشتباہ افغانستان په تدریجي ډول د روسانو په ځولۍ کې واچوہ چې موږ‎ د ھماغې اشتباہ ناوړ‎ہ پایلې اوس ھم زغمو!
که امریکا د افغان ولس پیسې داسې لکه د غنیمت مال پر نورو و ویشي، دا به د افغان ولس او حکومت سرہ د بربنډې دښمنۍ په مانا وي چې په نتیجه کې به یې افغان حکومت اړ‎ شي په سیمه کې ډیرہ تکیه پر روس، چین او د غرب مخالف قطب په نورو ھیوادونو وکړ‎ي، او امریکا به یو ځل بیا د ھماغې پخوانۍ اشتباہ د تکرار مرتکبه شي چې عواقب یې نه د امریکا او نه زموږ‎ په گټه وو؛ نو ځکه وایم د امریکا پالیسي جوړ‎ونکي به د بایډن ادارہ د داسې سترې اشتباہ تکرار ته پرې نه ږ‎دي.

۷- په تیرو دوہ پیړ‎یو کې افغانستان د دوہ ستر قدرتونو روس _ انگریز تر منځ د بفر زون حیثیت درلود چې ابادي یې ھیڅ ستر قدرت نه غوښتل.
انگریز د لومړ‎ۍ نړ‎یوالې جگړ‎ې څخه وروسته له افغانستان نه د روس د پرمختگ په مقابل کې د ھندوستان ساتنې په موخه د استنادي دیوال کار اخیست.

د شوروي تر پاشل کیدو پس، نور دلته د بفر زون اړ‎تیا نه وہ پاته. د مرکزي اسیا او افغانستان سترې طبیعي زیرمې، ورو ورو افغانستان په یوہ مھمه تجارتي څلور لارې بدلوي!
د تاریخ په دې حساسه مقطع کې افغانستان داسې د نورو په لمن کې اچول ھغه ھم د یو څو میلیاردہ ډالرو په بدل کې نه منطقي فیصله دہ او نه عقلي.

۸- امریکا د افغانستان شتمني کنگل کړ‎ې وہ چې دا جرم یې د خپل ولس او نورو شریکباڼو، نړ‎یوالې ټولنې او خیریه سازمانونو د قناعت لپارہ تر یوہ حدہ توجیه کولای شو، خو د نړ‎ۍ د تر ټولو غریب ھیواد په شتمنۍ کې داسې تصرف کول نه پر نړ‎یوالو قوانینو برابر کار دی او نه پر انساني عواطفو!
کنگل یوہ خبرہ دہ او د بل په مال کې خپل سری غیر انساني، غیر قانوني او غیر اخلاقي تصرف بله!
لومړ‎ۍ یې ښایي توجیه شي خو دویمه مطلق ظلم او د توجیه وړ‎ نه دہ

پایله:
زہ د پورتنیو دلایلو په رڼا کې وایم چې د بایډن دا حکم عملي بڼه نه لري.
ښایي بایډن دا فیصله په عجله کې کړ‎ې وي، ښایي د نورو سیاسي ملحوظوتاو لپارہ یې کړ‎ې.
ښایي یو څو ورځې په رسنیو کې ښه گرمه وچلیږ‎ي او بیا نورہ ھیرہ شي!
خو د ا. ا لپارہ پکې د عبرت ستر درس پروت دی.
پښتانه وایي: د پیش کور چې وسو، نو ښه سو!
د پیسو کنگل کول او بیا لوټل یې اما رت دی ته اړ‎ باسي چې پخپلو اقتصادي پالیسیو له سرہ غور وکړ‎ي، نوې اقتصادي تگلارہ غورہ کړ‎ي، خپلې مالي ستونزې د ھیواد د امکاناتو په رڼا کې حل کړ‎ي، نور د نورو د خیر په تمه پاته نشي او د نړ‎یوال مشروعیت په ھیله د غرب فرمایشونو ته غوږ‎ و نه نیسي، بلکې له خپل څادر سرہ پښې وغځوي او خپل مشروعیت د ولس په ښیرازۍ، خدمت، او سوکالۍ کې ولټوي!
والله المستعان

حفیظ الدین پیرزادہ
د فبرورۍ ۱۲/ ۲۰۲۲ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx