نړۍ

کانګریس غورکوي ترڅو له پاکستان سره ژمنه کړل شوي ۸۰۰ ملیونه ډالره امریکایی مرسته بنده کړي

US_help_pakistan(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۱۰) واشنګټن: له هغه څخه وروسته چي پاکستاني چارواکو له امریکا څخه غوښتنه وکړه ترڅو له پاکستان څخه امریکایی سرتیري چي دباکستانی عسکرو دروزلو لپاره راغلي وو، اوهمدارنګه دپاکستان په بلوچستان ایالت کي شمسي هوایی ډکربندکړي کوم چي به دامریکي څارګري اداري په وزیرستان کي دبی پیلوټه الوتکو دبریدونو لپاره کارځینی اخیستي، امریکني چارواکي ناراضه کړی دي

اوپردي خبره باندي غورکوي ترڅو هغه ۸۰۰ ملیونه ډالره چي دامریکي هیواد دپاکستان له اردو سره دمرستي په توګه ژمنه کړي وه بندي کړي.

دپاکستاني اوامریکایی چارواکو ترمنځ په دي ورستیوکي اړیکي څه ناڅه ترینګلي شوی دي، امریکایانو له پاکستاني فوځ څخه په وار وار غوښتي دي چي په شمالي وزیرستان کي دوسلوالو طالبانوپه وړاندي عملیات وکړي، خوپاکستاني چارواکي وایی حکومت به هغه وخت په شمالي وزیرستان کي په عملیاتو لاس پوري کوي چي خپله دپاکستان حکومت هلته علمیات لازم وبولي، نن یوي امریکایی ورځپاڼي خبرخپورکړی وو، چي امریکایی چارواکي غواړي له پاکستان سره ژمنه کړل شوی دوه بلیونه ډالرو څخه اته سوه ملیونه ډالره یاخو وځنډوي اویایی بیخي لغوه کړي.

دامریکاي له لوري ژمنه کړل شویو پیسو څخه به ۳۰۰ملیونه ډالره د هغویو لک په شااوخواکي عسکروته ورکول کیدلي کوم چي دپاکستان او افغانستان پرپوله باندی له وسلوالو سره په جګړه بوخت وو اوپاتي نوره مرسته به دفوځي وسایلو اوعرسکرو دروزني له لپاره ورکول کیدله.

ورځپاڼه زیاته وي چي امریکایی چارواکو خبرورکړي دي، وایی په هغه صورت کی چي دپاکستان حکومت په شمالي وزیرستان کي دوسلوالو په خلاف عملیات پیل کړي، کیدای شي ورسره ژمنه کړل شوی مرسته به بیرته ورکول شي.

پاکستاني چارواکو په دي ورستیو کی له سلو څخه زیات امریکایی روزونکي له پاکستان څخه وایستل اوهمدارنګه یی دامریکي څارګري اداری ته ګوت څنډنه کړی دي ترڅو په دبلوچستان ایالت له شمسي هوایی ډګرڅخه په وزیرستان کي دوسلوالو په وړاندي خپلو عملیاتوته دپای ټکی کیږدي.

دپاکستان او امریکي ترمنځ له تیر کاله راپدي خوا کله چي په لاهورکي دسي آي ای یوه افسر دوه تنه پاکستاني وګړي په ډزو سره وویشتل مخ دخرابیدو په لور رواني شوي

بخت الرحمن بخت            نن ټکي اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x