افغانستان

طالبان: د ننګرهار په خوږیاڼو کې موږ نه ؛حکومتي لوري ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۱۷مه، ۱۳۹۳ل): طالبان وايي، چې تېره ورځ يې په ننګرهار کې پنځلسو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې او د هغوی اړوند دوه ټانګونه يې له يوه رنجر موټر سره له منځه وړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد څرګنده کړه، چې د دوی ملګرو پرون تر غرمې مخکې د ننګرهار ولایت د خوږياڼو ولسوالي په بېلابېلو سیمو کې د ماښام تر اووه بجو جګړه وکړه.

د مجاهد په قول، دوی د خوږیاڼو په لوغ دره، خادګړ، ګړباوی، سراغاکل، ډنډو، نکوړخېل او مملې باغ کې پر هغو دولتي امنیتي ځواکونو بریدونه کړي، چې یادو سیمو ته د عملیاتو په موخه تللي ول.

دا په داسې حال کې دی، چې پرون له دغو بریدونو سره هم مهاله د ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالي کې هم د نښتو خبرونه ورکړل شول.ذبیح الله مجاهد وايي چې د دوی ملګرو د پچیراګام په مربوطاتو کې په د اربکیانو په څلورو پوستو بریدونه کړي دي چې تر يوې بجې يې پنځو اربکیانو ته مرګ ـ ژوبله واړوله.

یاده دې وي چې د ننګرهار له خوږیاڼو نه څو ورځې وړاندې هم د شپږ څلویښت نظامي مسوولینو د تسلیمۍ خبرونه خپاره شول.
د ننګرهار سیمه ایز چارواکي مني چې د خوږیاڼو په بېلابېلو سیمو کې جګړې شوې دي او په خبره يې دوی خپل ځواکونو په یادو سیموکې د سلګونو بریدګرو طالبانو د له منځه وړلو په موخه لېږلي دي.

په ننګرهار کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دوی د خوږیاڼو په بېلابېلو سیمو کې د شاهین ۱۶ ترنامه لاندې عملیات شروع کړي دي او ګڼو طالبانو ته يې مرګ ـژوبله اړولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
wazifullah taher

دا يو بهانه ده كله چي سوك وغواري جنگ جور كري نو داسي عمل كوي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x