ټولنیزه برخه

غوره مدرس او د تدریس غوره طریقې

لیکوال: علامه محمد یوسف بنوری رحمه الله

ژباړه: طالب العلم محمد احمد شاکر

نن ورځ چې څومره د مدرسو “تعلیمي نصاب” اصلاح ته اړتیا لري، له دې څخه زیات د مدرسو “تعلیمي نظام” د اصلاح محتاج دی، له تعلیمي نظام نه زما مقصد ډیر پراخ مفهوم دی، چې په دې مفهوم کې د طالبانو تربیت او څارنه، د طالبانو علمي معیار، د طالبانو اخلاقي معیار، د تدریس طریقې، مانا دا چې کومو مضامینو ته ډیره توجه کول اړین دي؟

د طالبانو د ذهني اعمار لپاره کوم وسائل مهم دي؟ په طالبانو کې د بشپړ علمي استعداد پیدا کولو لپاره د ترغیب او ترهیب کوم وسائل اړین دي؟ د اصلاح، تقوا، علمي او معیاري قابلیت، اخلاص او په طالبانو کې د عملي روح را پیدا کولو لپاره له کومو تدابیرو څخه کار اخیستل په کار دي؟

هغه وخت چې د طالبانو په زړونو کې امراض نه وو، په د ماغو کې د سخت کوښښ جذبه موجوده وه، طبعیتونه د علمي پرمختګ نه پوره برخمن وو، په استادانو کې د اخلاص او تعلق مع الله د روح ډيوه ځلانده وه، د تعلیم او تعلم دواړو څخه مقصد د علم او د دین خدمت و، نو د علم حاصلولو لپاره هیڅکله هم دغه تدبیرونو ته اړتیا نه وه؛ خو کله چې دا اهداف بدل شول او له تعلیم څخه مقصد یوازې د سند ترلاسه کول شول، یا ځان ته د څه کار او ظيفې پیدا کول شول، نو ورسره په استادانو کې هم پخوانی روح ورک شو او له تدریس نه مقصد يې يوازې شهرت یا مهتمم ته خوښیدل شول،ٍ یا له طالبانو سره ښه برخورد فقط هغوی ته ښه سند ورکول شول، نو ورسره دا امراض هم را پیدا شول، کله چې داسې ده؛ نو اوس د دې ضرورت دی چې په خورا زیات کوښښ او همدردۍ سره دې امراضو طرف ته کلکه توجه وشي. پورته یاد شوي کارونه هر یو کافي تفصیل ته اړتیا لري؛ خو زه به دلته د تعلیمي نظام د اصلاح لپاره د یو څو مهمو کارونو او اصلاحي تدابیرو یوه اجمالي خاکه وړاندې کړم:

(۱) هر مدرس ته د تدریس طریقه په لاندې ډول مناسب ده:
الف:د کتابونو مشکل ځایونه طالبانو ته په لنډو او ساده الفاظو کې حل کول.

با: د تعبیر کولو لپاره عمده، زړه راښکوونکي او واضحه طریقه اختیارول.

ج: هیڅکله هم د کتاب په حل کولو کې له سستۍ څخه کار نه اخیستل.

د: د کتاب له حل کولو نه وروسته د همدغه فن اړوند مهماتو ته د طالبانو بشپړ متوجه کول.

ه: د کتاب په مشکل ځای کې هغه شرحه، چې تر نورو شرحو زیاته عمده وي هغې ته حواله ورکول او طالبان له دغسې مهم مأخذ څخه خبرول، تر څو مستعد او ذهین طالبان خپل معلومات نور هم زیات کړي.

و: په فضول او بیکاره بحثونو کې اوږد تقریر او زیات تحقیق کول نه دي په کار؛ ځکه دا ډول درس یوه فتنه ده او د داسې فتنې ختمول په کار دي.

(۲) دوهم د کتابونو اختتام اړوند ده، چې له پیل څخه تر پایه پورې تطابق/ برابروالی دی، د درس پر مهال ځینې کتابونه داسې وي، چې د هغوی ختمول زیات اړین وي؛ نو هغوی ته زیاته توجه کول هم مناسب دي، تر څو هغه ختم شي او هیڅ کوم بحث له ویلو څخه پاتې نشي، دا ډول تر څو چې ټول کتاب ختم شوی نه وي تر هغې باید د داسې کتاب امتحان هم وا نخیستل شي؛ بلکې په کار دي، چې د داسې کتاب اختتام تر سالانه امتحانه پورې وروسته کړای شي، چې د داسې مشکلاتو د قابو کولو لپاره کتاب باید په درېیو برخو تقیسم کړل شي، سه ماهي، ششماهي او سالانه، تر څو استاد ته معلومه شي، چې د امتحان لپاره له کوم ځای نه تر کومه ځایه پورې کتاب لوستل مناسب دي، استاد باید د دغه کار سخت انتظام وکړي، داسې نه چې په لومړیو کې میاشت یا دوې لوی ـ لوی تقریرونه وي او په پای کې یوازې د پاڼو اړول وي ( لکه څه ډول چې هدایه، مشکوة او د ځینو نورو درجو له کتابونو سره کیږې) په دې کار سره د علم ملا ماتیږي.

(۳) استادان: کوم استادان چې د کومو کتابونو لپاره زیات موزون وي، د هغوی د علمي استعداد او طبعي ترجیحاتو په نظر کې نیولو سره هغوی ته سبقونه/ کتابونه ور تقسیمول تر ټولو زیات اړین دي.

(۴) د ابتدايي/ لومړیو دوو کالونو د زده کړې پر وخت استادان باید د امتحانونو په نتیجو کې له زیاتې سختۍ څخه کار واخلي، ناکام شاګرد باید هیڅکله هم د څه رعایت په بناء کامیاب نه کړي، البته د منځنیو او ورستنیو زده کړو په وخت کې د معقول عذر په بناء یو څه تسامح د برداشت وړ کار دی؛ خو په ابتدايي تعلیم کې هیڅکله هم نه.

(۵) ابتدايي زده کړې ښه تجربه کار استاد ته سپارل مناسب دي، داسې استاد ته چې د مسئلو په عمده او ګټوره طریقه د طالب په ذهن کې د کېنولو قابلیت لري، لنډه دا چې د ابتدايي تعلیم پر مهال د طالب انتهایي عمده توب او پوخوالي ته زیاته توجه کول اړین دي، که چېرې د ابتدايې تعلیم درجو کې د لوړو زده کړو د درجو استادانو ته یو څه سبقونه ورکړل شي؛ نو په دې کار کې زیات فوائد او مصالح دي.

(۶) مدرس ته د درس لپاره باید دومره کتابونه ورکړل شي، څومره چې هغه د مطالعې او درسي مسؤلیت په سمه توګه د اداء کولو وړتیا لري، د دې کار اجمالا اندازه داسې لګيږي، چې د لومړیو درجو له استادانو سره لږترلږه پنځه ساعته، د متوسطه درجو لپاره باید څلور ساعته او د انتهايي درجو لپاره باید درې ساعته د درس لپاره ولري.

(۷) استادان باید داسې وي، چې هغوی په ټوله معنی له مدرسې سره پیوست وي، نه داسې چې يوازې دوه درې ساعته د رسمياتو په وخت کې په مدرسه کې وي، یا ورسره د یو ملازم غوندې وي؛ بلکې استاد ته د مدرسې د ګټو مدنظر نیول زیات اهم او قابل توجه دي.

(۸) د استادانو په انتخاب کې په لاندې معیار انتخاب:
(۱) اخلاص
(۲) تقوا او اصلاح
(۳) لوړ علمي استعداد
(۴) له درس او تدریس سره مینه
(۵) له هغه فن سره د استاد مناسبت، چې هغه ته ور سپارل شوی وي.
(۶) د مدرسې له نظام څخه بشپړ خبرداری
(۷) د طالبانو د تعلیمي او اخلاقي معیار د لوړولو جذبه.

د کتابونو په مقرر ډول درسولو کې استاد لوړ مهارت ترلاسه کوي، استعداد یې زیات ورسره لوړیږي؛ ځکه کوم علوم چې زیات لوستل کیږې، له هغوی سره زیاته علاقه او طبعي مناسبت هم پیدا کیږي، نتیجه دا چې مدرسه کې یوازې وخت تیرول، تنخوا تر لاسه کول او خپل ضرورت پوره کول مقصد نه دي، بلکې پورته یادې خبرې ترټولو زیاتې اهمې دي، که په یادو خبرو کې د یوې خبرې هم کمی و؛ نو کار نه سم کیږي.

(۹) استادانو ته په کار دي، چې د خپل فن عمده کتابونو خوا ته زیاته توجه وکړي؛ ځکه په دې کار سره استاد د طالبانو لپاره عمده مصطلحات تیارولی شي، لنډه دا چې په مطالعه کې هر ډول کوښښ کول اړین دي، یوازې په اسانۍ او ارام کولو سره او صرف په مخکینیو مصطلحاتو باندې اکتفا کول مناسب نه دي، بلکې په طالب کې د لوړ علمي معیار را پیدا کول ضرور دي، چې د دې لپاره هر وخت د استاد لوړ معیار اړین دی.

(۱۰) څومره چې مدرسه توان لري باید همدومره طالبانو ته راحت او ارامي ورکړي او د طالبانو دې بشپړ او عمده خدمت وکړي، خو ورسره ـ ورسره د هغوی علمي څارنه، په درسونو کې حاضري، د شپې لخوا د کتابونو مطالعه، په امتحان کې څه سختي هم باید وشي او په یادو ټولو خبرو کې هیڅکله هم باید هیڅ ډول رعایت او سستي ونه شي، باقاعده باید د طالبانو ټول حالات معائنه او د هغوی ځانګړی انتظام وشي، مثلاً که چېرته یو طالب العلم په سه ماهي امتحان کې ناکام شو؛ نو په هغه باندې د یو څه وخت ډوډۍ بنده کړای شي او که چېرته په ششماهي امتحان کې هم ناکام شو؛ نو د کال تر پایه پورې دې موقع ورکړل شي؛ خو که په سالانه امتحان کې هم بې نتیجې پاتې شو؛ نو هغه د ګوښه کړای شي، البته په دې کارونو کې سستي کول “علم په خاورو کې د دفن کولو” سره مترادف دي.

(۱۱) په ابتدايي درجو کې دې له طالبانو څخه مياشتينی امتحان اخیستل لازمي وګرځول شي، د کتاب له ویلو او لوستلو اندازه د تعین شي او کوښښ دې وشي، چې کتاب د تر هماغه اندازې پورې ورسول شي.

(۱۲) د هرې درجې سره مناسب د مطالعې لپاره د یو ـ نیم کتاب انتخاب شي او طالب العلم ته دې ور وښودلی شي او  په هغه کې دې سالانه امتحان هم لازمي واخیستل شي.

(۱۳) د طالبانو اخلاقي څارنه، د هغوی د عادتونو اصلاح او د دیني ماحول پابندي، په جماعت سره د لمانځه پابندي کول، سیرت او صورت د سنت موافق برابرول، د هغوی تربیت او اصلاح طرف ته پوره توجه کول خورا مهمه ده، په دغه امورو/کارونو کې ورسره سستي کول د طالب لپاره زهر قاتل دي، غیر ذکي طالب که چېرته محنتي و؛ نو هغه ښه دی او باید له هغه سره هر ډول برداشت وکړای شي؛ خو که یو ذکي طالب بې شوقه او بې محنته وي؛ نو هغه هیڅکله هم د رعایت کولو مستحق نه دی.

(۱۴) د مدرسې ضوابط او شروط باید داسې وي، چې طالبان خود بخود او پخپله له دیني ماحول سره وتړي او د صالحینو له شعار سره، په لباس، خوراک، څښاک، معاشراتو او عباداتو کې بشپړ برابر کړي.

(۱۵) مدرسه باید په امتحانونو کې د مسابقې او مقابلې لپاره ترغیبي پلانونه ولري، په سالانه امتحان کې په لوړو نومرو سره د طالب په کامیاب کېدو باندې باید هغه ته سم انعامات ورکړي؛ خو په انعاماتو کې د نغدو پیسو پر ځای باید عمده ـ عمده کتابونه ورکړل شي، دا ډول که په انعامي کتابونو کې د طالب د علمي استعداد او طبعي خصوصیاتو رعایت وشي؛ نو دا به ډېر زیات ارزښتناک کار وي،‌ د مثال په ډول په حدیثو کې په لوړو نومرو کامیاب طالب ته باید د حدیثو یو عمده کتاب ور کړای شي، په تفسیر کې په لوړو نومرو کامیاب طالب ته باید د تفسیر یو عمده کتاب ورکړل شي.

(۱۶) هر کال په امتحاناتو کې باید یوه سوالیه پرچه داسې هم وي، چې استاد ته له هغې نه د طالب عام اهلیت، قابلیت او علمي استعداد پته ولګیږي، دا داسې پرچه وي چې په هیڅ کتاب پورې تړلې هم نه وي، د فراغت په اخري امتحان کې د طالب دا ډول تشخیص زیات ضروري دی.

(۱۷) طالب کې د عربي ژبې د ادبي قابلیت پیدا کولو مقصد په تعلیم کې شاملول مهم دي، له پیل/ ابتدا نه په طالب باندې د عربي ژبې د لیکلو تمرین کول زیات ضروري دي، لږ تر لږه یو ساعت باید یوازې د عربي لیکلو لپاره ځانګړی وي او دا کار په هره درجه کې ضروري دی، له درېو کالونو زده کړو وروسته په څلورمه درجه کې تدریس باید په عربي وي، مدرس دې په عربي ژبه باندې درس وایي او د دوی تر منځ سوالونه او ځوابونه هم باید په عربي کې وي.

(۱۸) طالب که له عربي ژبې سره د مينې پیدا کولو لپاره عربي مجلې، اخبار او د عربي جریدو عملي کول لازمي دي او په څنګ کې ورسره د همدغه مقصد په پار یو “دارالمطالعه ” جوړول هم زیات ضروري دي.

(۱۹) طالب کې د تقریر او خطابت وړتیا پیدا کولو لپاره په اوونۍ کې د جمعې په شپه د تقریر کولو یو مجلس/ انجمن خامخا جوړول په کار دي، د هرې درجې لپاره دې ګوښه مجلس ترتیب شي او د هر یو مجلس څارنه او تربیت باید د مدرسې د یو استاد په غاړه وي، د مجلس د پای تقریر هم باید د استاد وي او ورسره د هر مجلس لپاره دې موضوع ورکړای شي، په پای کې باید د مجلس همدغه نګران استاد د طالبانو په تقریرونو باندې تنقید او تبصره وکړي او هر مجلس باید لږترلږه درې ساعته وي.

(۲۰) مدرسه کې د زیاتو/ ډېرو افرادو کوښښ کول مناسب نه دي، کمیت د التفات قابل نه دی؛ بلکې کیفیت ته توجه اړینه ده، د مستعدینو کم ټولی د غیر مستعدینو له جم غفیر نه زیات مهم دی، په لسو روغو طالبانو باندې د کال شل زره خرچه کول د برداشت وړ ده؛ خو په سلو ناهلو باندې شل زره خرچه کول قابل مواخذه ده. لنډه دا چې د یوې خطرناکې وبا په شکل کې په دیني مدرسو کې دا مرضونه زیات پیدا شوي دي او د دغه مرض علاج او ادراک ته بشپړه توجه کول ضرور دي.

(۲۱) په تعلیمي نظام کې د دې پر ځای چې عوام د مدرسې امداد ته مائل کړل شي باید د علم او دین خوا ته مایل شي؛ ځکه انسان ته دا مناسب دي، چې د خالق رضا د مخلوق په رضا باندې مخکې کړي او دا ځکه چې د مخلوق د رضا کولو کوښښ کول او د خالق د رضا څخه یو څه غفلت کولو نتیجه دیني او دنیوي خسران او تاوان دی.

(۲۲) مدرسه په سالانه امتحان کې باید طالبانو ته امتیازي وظیفې او انعامي کتابونه په نظر کې ولري.

(۲۳) هره زمانه کې خپل یو فن وي؛ خو د دې زمانې خاص فن تاریخ او ادب دي، چې همدغه فن ته نن ورځ زیاته توجه کول په کار دي.

(۲۴) د قران کریم ترجمه له پیل نه شروع کول په کار دي او په درې یا څلورو کالونو کې یې ختمول مناسب دي، په پیل کې له کوم تفسیر نه پرته یوازې ترجمه تر درس لاندې نیول مناسب دي او په طالب کې د قابلیت د پیدا کولو لپاره خاص سیپارې او سورتونه انتخابول مهم دي، په داسې ډول چې هغه ټول د لغوي او ادبي تحقیق سره ولوستل شي.

(۲۵) له زیات غور او فکر وروسته موږ دې نتیجې ته رسیږو، چې په موجوده له فتنو ډک دور کې چې په طالبانو کې لاندې صفات موجود نه وي؛ نو هغوی هیڅکله هم د دین خدمت او ساتنې اهل نشي جوړیدای، هغه صفات دا دي:

۱ـ اخلاص
۲ـ اصلاح او تقوی
۳ـ کامل علمي استعداد
۴ـ صبر او استقلال.
د دې صفاتو اجمالي تفصیل دا دی، چې که طالب کې اخلاص نه وي؛ نو د الله تعالی قبولیت هم نه وي او حال دا چې د برکت ذریعه همدا ده، که تقوی او اخلاص نه و؛  نو بیا په خلکو باندې اثر نه کوي، که چېرته علمي استعداد نه وي؛ نو بیا د مرض علاج نه کیږي او که چېرته بیا صبر او استقلال نه وي؛ نو بیا کامیابي هم نه وي.
[تحفةالمدارس: ۲/ ۴۴ـ ۴۵]

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx