نظــر

ټول ګډونه حکومت څه معنا؟

فاروق غلجی

اوس مهال دا خبره زښته ډېره اورېدل کیږي چې وايي پر افغانستان واکمن نظام دې پراخ بنسټه وي څو د هر قوم او هرې طبقې وګړي خپل ځان پکې ولیدلی شي. تر دې چې د اورېدو له قراره وايي چا بهرنیانو د اسلامي امارت مشرانو ته د پنځلسو کسو لیکلي نومونه هم ورکړي وو، چې په کابینه کې یې شامل کړي.

سمه ده، رښتیا هم دې کې څه شک نشته چې د ګاونډیانو په شمول زیاتره بهرنیان تر خپله وسه هڅه کوي افغان حکومت کې خپل خپل انډیوالان ولري لکه تېر نظام کې چې څرنګه معمول و- خو بل لور ته بیا هېواد کې دننه د ملت غوڅ اکثریت انتهایي زیات تأکید کوي چې نه، پخوانۍ طریقه خو بالکل مردوده او ناکامه ده او بیا تکرار یې سراسر په لوی لاس د هېواد او ملت هلاکت او تباهي. تر دې چې ان عوام خلک هم باوري دي چې د پردیو له خوا په یاد سیستم د واک او حکومت غوښتنې پرته له شکه زموږ د بربادۍ یو قصدي پلان دی- په هر صورت خارجیان به رښتیا هم زموږ لپاره کوهي کني، خو پوښتنه دا ده چې ښه نو خپله افغانان په دې هکله څه ډول فکر کوي- نو خبره داده چې واک او حکومت خوا طبعاً د میم زر ما ټول زما پر اساس خامخا غلط دی. لکه پر ټول هېواد د یوه ولایت، یا یوه قوم، یا یوې طبقې د وګړو واکمني، دا ډول حکومت به یقیناً زورواکي، بدماشي او تنګ نظري بلل کیږي.

له همدې کبله دا مهال ضروري ده چې د ټول ګډونه حکومت پر یو ښه واضح تعریف اتفاق او قناعت وشي، البته په کور دننه په دې اړه د خلکو هیلې او غوښتنې بالکل څرګندې او معلومې دي.

مثلاً د زیاتره اشخاصو مشوره دا ده چې د مسلک په لحاظ دې په کابینه او نورو ادارو کې رنګیني راوستل شي، داسې چې ډاکټران، انجنیران، دیپلوماتان، اقتصادپوهان، حقوقپوهان، نظامیان او داسې نور هم پکې شامل وي، په دې ترڅ کې اوس خپله د اکثرو دوستانو ډېره لویه ګیله او نیوکه دا ده چې ولې د هرې سرکاري ادارې په سر کې یو ملا ټاکل شوی. د دوی د مشورې تفصیل دادی چې وايي دا به ډېره د هېواد، ملت او ان د ټولو علماوو او طالبانو په ګټه او خیر وي چې یو څو مهمې ادارې ښې ټینګې په خپل لاس کې وساتي لکه پوځ، دفاع وزارت، داخله، ملي امنیت، معارف، اطلاعات او مالیه، پاتې شول دا نور وزارتونه چې تر ډېره خاصو مسلکونو پورې تړلي هم دي، نو ښه دا ده چې هر یوه ته یې خپل وړ کسان وکتل شي، په دې توګه به هم دلته د خلکو له ذهنه د ملايي انحصار مفکوره ختمه شي او هم به د نړیوالو نیوکو ته یو مناسب ځواب ویل شوی وي، دغه راز بله هڅه دا هم ډېره ضروري ده چې اسلامي امارت یو خاص قوم، سمت یا ولایت ته منسوب نه کړی شي، ځکه د دې ډول اعتراضونو په ازاله کې غفلت کول به خدای دې نه کړي د ځینو سیمو په عوامو کې سخت ناوړه حساسیتونه راوپاروي او په دې کې هم څه شک نشته چې کله یوې مخلصې اسلامپالې ډلې کې د څه ناڅه قومي، سمتي یا ژبني تمایلاتو څرک ولیدل شي نو یقیناً یوازې همدا ناروغي یې د بشپړې تباهۍ او یو مخیز سقوط لپاره بالکل کافي ده- بناء پردې ښه به دا وي چې د موجوده سرپرستې ادارې د تجدید پر مهال یادو مشورو ته ښه په دقت سره پام او په دې هکله د خلکو ټولو ګیلو او نیوکو ته مثبت او قانع کوونکی ځواب ورکړل شي- د دې ډول تګلارې پایله کې به د امارت حیثیت لوړ، عوام خوشاله او هېواد له نړۍ سره سیال، ودان او سوکاله ووینو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

ټول شموله حکومت دی ته نه وایی چه پرقومواوقبیلووویشل سی ټول شموله حکومت باتجربه مخلصومسلمانو پوهانوعالمانوته وایی چه دقرآنکریم داحکاموپابند عابد دملت شتمنی امانت وبولی چه دالله بیریږی نه کمونسټ منافقین چه په الله اوآخرت باورنه لری چه تنهاځان پیژنی هروخت چه څه پلاس ورسی دابیره نه وی ورسره چه ماته الله ګوری اوزماښه اوبددالله دجانبه دی،لکه چه احمدشاه بابا فرمایی:-څه ضعیف تن یی احمده….حیران ستاودرانه بارته—څه دروندباردامانت دۍ…..زه به څه پری احمد شاه کړم ـــــواړه یودی که غلژۍ دی که ابدال…ښه هغه چه یی دزړه آینه سپاده.نوځکه احمدشاه باباترډهلی ورسید.طالبان خونه پوهیږی داسی باتجربه خلک دی په کارواچوی لکه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx