افغانستان

د افغانستان بانک وايي د ۳۲ میلیونه ډالرو نغدي مرسته کابل ته را رسېدلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): «د افغانستان بانک» وايي چې افغانستان ته د بشري مرستو په لړ کې د ۳۲ میلیونه امریکايي ډالرو نغدي مرسته نن کابل ته را رسېدلې ده.

مرکزي بانک ویلي دي چې دغه نغدي مرسته د دوی تر څارنې لاندې د کابل هوايي ډګر څخه تر د افغانستان نړیوال بانک (AIB) پورې ورسوله.

د افغانستان بانک ویلي دي چې افغانستان ته د دې مرستو له پیل تر دې مهاله د نغدو بشري مرستو ۱۳ کڅوړې چې مجموعاً ۳۴۵ میلیونه او ۶۰۰ زره امریکایي ډالر کېږي د افغانستان نړیوال بانک ته رسېدلي دي.

یاد بانک زیاته کړې چې د افغانستان بانک له مرسته کوونکو هېوادونو د مننې ترڅنګ غواړي چې له افغانستان سره د بانکې اړيکو په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو کې هم مرسته وکړي، څو په دې برخه کې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره تعامل رامنځته شي.

د افغانستان بانک په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې وه چې د ملګرو ملتونو سازمان به د مارچ ۲۰۲۲ تر پایه هر اونۍ ۲۰ میلیونه امریکايي ډالر له افغانستان سره مرسته وکړي.

د افغانستان نړیوال بانک سرپرست اسدالله فیضي ویلي دي چې دغه نغدي مرستې د یوناما په ځانګړي حساب کې ساتل کیږي چې وروسته به يې دغه دفتر خپلو نورو دفترونو ته په نغدي ډول ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx