fbpx

عيسويت وپيژنئ- دویمه برخه

لیکوال: فضلي پکتیاوال

د عيسويانو فرقې (ډلې)

پولسي فرقه

دا فرقه په پنځمه عيسوي صدۍ کې را ښکاره شوه، دغې فرقې د حضرت مسيح (ع) په باره کې  بين بين رايه ظاهره کړې، دوی وايي حضرت مسيح (ع) خدای نه دی، بلکه فرښته ده، هغه خدای پاک دنيا ته د دې لپاره راليږلی چې د دنيا اصلاح وکړي، هغه يې د بي بي مريم له خيټې څخه د يوه انسان په شکل پيدا کړ، چونکه خدای هغه ته خپل مخصوص جلال ورکړی ؤ نو ځکه ورته د خدای زوی وويل شو، د دغې فرقې زيات اثرات د وړې ايشيا او د آرمينا په علاقو کې دي، اما عام مقبوليت نلري، ځکه چې د حضرت مسيح  په فرښته توب باندې هيڅ کوم نقلي دليل موجود نه دی.

نسطوري فرقه

بيا د پنځمې صدۍ په مينځ کې دغه فرقه راپورته شوه، د کومې چې په (۴۵۱ عيسوي) کې مشر (ليډر) نسطوريوس ؤ، ده د دغې مسئلې د حل لپاره نوې فلسفه وړاندې کړه، هغه دا چې د حلول عقيدې ټول مشکلات حضرت مسيح (ع) ته د يوه شخصيت په ويلو او هغه ته د دوو حقيقتينو په ثابتولو بناء دي، يو انساني او بل د خدايي، نسطوريوس وايي حضرت مسيح (ع)  ته د خدای ويل هم په ځای او هغه ته د انسان ويل هم حق دي، اما دا د منلو نده چې مسيح (ع)  يو شخصيت دی او په هغه کې دوه حقيقتونه جمع شوي دي، بلکه حقيقت دا دی چې د حضرت مسيح (ع) ذات د دوو شخصيتونو حامل دی، يو زوی او بل مسيح، يو ابن الله او بل ابن آدم، زوی خالص خدای دی او مسيح خالص انسان.

يعقوبي فرقه

بيا له دې نه وروسته په شپږمه صدۍ کې همدا د يعقوبي فرقه پيدا شوه، د کومې اثرات چې ترننه پورې په شام او عراق کې باقي دي، د دغې فرقې ليډر يعقوب برذعاني ؤ، د ده نظريه د آريوس او نسطوريوس برعکس ده، نسطوريوس خو د حضرت مسيح په وجود کې له دوو حقيقتينو سره دوه شخصيتونه هم ثابت کړل او يعقوب بيا دا ثابته کړه چې حضرت مسيح  نه يواځې دا چې يو شخصيت دی ، بلکه د هغه لپاره حقيقت هم يو دی چې هغه يواځې خدايي ده او مونږ ته  انسان په شکل کې په نظر راځي، په انسائيکلو پيډيا کې د دغې فرقې نظريه داسې بيان شوی دی، يعقوبي فرقې دا ثابته کړی چې په حضرت مسيح (ع)  کې خدايي او انساني حقيقتونه په داسې طريقې متحد شوي چې يو حقيقت ترينه جوړ دی  دا نظريه له يعقوب برذعاني څخه پرته نورو فرقو هم خپله کړې، دا رنګه فرقو ته مونوفيسي فرقې ويل کيږي.( ).
کاتوليک فرقه

د کاتوليک فرقه د پاپ پيروان دي کوم چې دروم په واتيکان کې  اوسيږي او د ټولې نړۍ  د کاتيکانو مشر دی، د دې طايفې دا عقيده ده چې کوم حيوان ذبحه نشي د هغه غوښه او وينه دواړه مباح دي او طلاق حرام دی اګر که د زنا په حالت کې هم وي، همدا شان د دوی دا عقيده ده چې روح قدوس جبريل له پلار او زوی څخه راوتلی دی، دا فرقه په لويديځه افريقا او جنوبي امريکا کې شتون لري.

دارتودکس فرقه

 دا فرقه په قسطنطنيه کې د شرقي کليسا پيروان دي، د دوی دا عقيده ده چې طلاق حرام دی اما د زنا په حالت کې يې بيا روا بولي، همدا شان دوی وايي روح قدوس تنها له پلار  څخه راوتلی دی، دوی د يوه مشر تر بيرغ لاندې نه

سره جمع کيږي بلکه هره يوه کليسا يې خپلواکه ده، دا فرقه په شرقي اروپا او روسيه کې ژوند کوي.

پروسټانټ فرقه

 دا ډله په لومړي ځل په ۶ قرن کې په المان کې راښکاره شوه، دغه ډله مارتن لوثر ته منسوبه ده، د دوی شعار دا وو چې غواړي په کليساوو کې اصلاحات راولي، دوی وايي هرڅوک دا حق لري چې انجيل ووايي ولو که له کليسا پرته په بل ځای کې وي، دوی په کليساوو کې د بوتانو درول او د عکسونو ځړول حرام بولي، همدا شان دوی دا عقيده هم لري چې يواځيتوب (ځانتوالی) حرام دی او دمغفرت ټول سندونه دروغ دي، ځکه چې ګناهونه يواځې د توبې په ايستلو سره بښل کيږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د